Agency Coordinating Body for Afghan Relief and Development

«زه اوس یوه پیاوړې مېرمن یم»

Published: 09:09 AM 22-10-2017 Updated: 03:04 PM 30-06-2019
 
 
   
  Print
 


«زه اوس یوه پیاوړې مېرمن یم»

«زه اوس یوه پیاوړې مېرمن یم، کار کوم او خپله کورنۍ ملاتړ کوم، له خپلوانو سره اړیکي ساتم او له کوره بهر وزم»[1] دا د مریمې (بدل نوم دی) خبرې دي، چې  له ژور خفګان څخه زورېدله، ګوښه‌نشیني یې کوله، له ټولنې او خپلوانو لېرې وه، ځان یې ډېر یوازې احساسوی، ان تر دې چې رواني ناروغۍ ورته پیدا شوې وه، یوه ورځ هغه له یوې مېرمنې سره چې له خپلوانو څخه یې ده، ویني؛ هغه ورته له روان‌پوهانو سره د لیدو مشوره ورکوي؛ مریم د میډیکا له اروایی روغتیا ټیم سره مخ کېږي، د هغوی په لارښوونه او مشورو خپل ژوند ته بدلون ورکوي، اوس هغه یوه فعاله مېرمن ده، له خپلوانو او ټولنې سره اړیکي ساتي.

میډیکا افغانستان، د ښځو د ملاتړ اداره، خپلواکه کورنۍ موسسه ده، په ۲۰۰۲ کال د میډیکا مونډیل له‌خوا په کابل کې پرانیستل شوه؛ میډیکا مونډیل المانۍ غیر دولتي موسسه ده چې په ټوله نړۍ کې د جګړې ځپلو هېوادونو او بحران کې اخته سیمو له هغو ښځو او نجونو سره مرستې کوي چې له جنسی تاوتریخوالي، ژور خفګان او اروايي ناروغیو څخه زورېږي.

مډیکا افغانستان له ۲۰۱۰ کال را په‌دې خوا په افغانستان کې د یوې ملي خپلواکې ادارې په توګه چې د افغانو مېرمنو لپاره د مېرمنو له لوري پر مخ وړل کېږي، فعالیت شروع کړ. د فعالیتونو تر ټولو ډېر تمرکز یې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي، جګړو، زورنو او غیر انساني کړنو څخه زورېږي، اروایي- ټولنیزي، حقوقي او منځګړیتوب چوپړتیاوې وړاندې کوي. د مډیکا افغانستان متخصصین (د روغتونونو له ډاکټرانو نیولې بیا تر حقوقي مدافعینو پورې) هم روزي، تر څو هغو مېرمنو او نجونو ته چې ذهني ټکانونه یې خوړلي دي، مرسته وکړي؛ د دې تر څنګ دوی هڅه کوي چې ښځو ته د حقونو په اړه پوهاوی ورکړي او د هغوی کړنې بدلې کړي.

له افغانستان څخه کیسې

 

لیکنه

مېرمنې، رواني-ټولنیز ملاتړ، تاوتریخوالی، سواد زده‌کړه، قضايي ملاتړ

لسیزو جګړو د افغان مېرمنو او د هغوی د کورنیو اروايي روغتیا ډېره اغېزمنه کړې؛ څېړنې او مطالعات هم دې پایلي ته رسېدلي چې افغانان په ګڼو اروايي ناروغیو اخته دي، په ځانګړي ډول مېرمنې، چې ډېری وختونه یې لامل کورنی تاوتریخوالی دی. ویدا فیضي، د میډیکا افغانستان د سایکو سوشل برخې مسووله وايي: «په میډیکا افغانستان کې زموږ لومړنی او ټولیز هدف د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټول دي، تر څنګ یې د ښځو روغتیايي، ټولنیزو رواني وضعیتونو درملنه هم کوو.»

میډیکا افغانستان د ښځو د حقونو لپاره جنګېږي، د ښځو تر څنګ نارینه‌وو ته هم د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی ورکوي. ویدا وايي: «موږ مذهبي عالمانو، وکیلانو، ډاکټرانو او ټولنیزو کارکوونکو ته د ښځو ضد زور زیاتیو د بېلا بېلو اړخونو په اړه د زده‌کړې پر مخ‌تللي مسلکي پروګرامونه وړاندې کوو؛ د هغو ملی او سیمه‌يیزو پالیسیو د بدلون او تصویب لپاره نیاو غوښتنه کوو چې موخه یې د مېرمنو او نجونو ضد تاوتریخوالي پای ته رسول دي.»

اوس مهال مډیکا افغانستان  هر کال په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې نږدې ۲۰۰۰ تنه هغو مېرمنو ته چې له جنسي  او جنسیتي زورونو سره مخ شوې، قانوني، سواد زده‌کړي او منځګړیتوب چوپړتیاوې وړاندي کوي؛ مېرمنې او نجوني مډیکا افغانستان ته د سایکو سوشل او حقوقي چوپړتیاوو لپاره مراجعه کوي، هغه مېرمنې او نجوني چې له کورني تاوتریخوالي، په تېره جنسي، فزیکي، رواني زورونو، په زور او یا کوچنیوالي کې واده ته مجبورول او نورو تاوتریخوالو سره مخ شوې او یا مخ دي. په‌دې برسېره، ډېری هغه مېرمنې دي چې له روغتیا، لیک‌لوست، کار، قضايي ملاتړ او نورو لومړنیو حقونو څخه راګرځول کېږي.

د مډیکا افغانستان ارواپوهان او سایکوسوشل کارکوونکي په انفرادي او ګروپي ډول ځپل شویو مېرمنو ته مشورې ورکوي، هغه مېرمنې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي، د دې موسسې د مشورو مرکزونو، چې د ښارونو په مختلفو برخو کې شته دي، مراجعه کوي، د دې موسسې د مشورو مرکزونه د ښځو په خوندي خونو، دولتي روغتونونو کې چېرې چې موږ د مشورو لپاره ځانګړې خوني لرو او زندانونو کې شته دي.

د مډیکا افغانستان د ارزونو له مخې، هغوی چې په په انفرادي ډول یې له‌دې مرکزونو څخه لیدنه کړې، موندل شوې چې له هغوی سره د بدل اخیستلو، نفرت، ځانوژنې او ناهیلۍ احساسات وي: دوی په ځان او نورو باور له لاسه ورکړی وي؛ ځیني داسي فکر کوي چې د دوی ژوندي پاتې کېدل نور هیڅ معنی نه‌لري؛ له دوی څخه ډېری د بدن دردونو، سر دردي او  تشویشونو څخه شکایت کوي، کوم چې دوی ته له کورني تاوتریخوالي، زورونو او ټراوما څخه پیدا شوي وي. له مشورو او خبرو وروسته، دوی کولای شوای چې خپلې کړنې په ښه ډول کنټرول کړي. د دې تر څنګ د مېرمنو ستونزي چې له وېرې، خفګان، بې‌خوبیو او دردونو څخه یې شکایت درلودی هم د ښه کېدو په خوا شوې. دوی د ځینو علایمو په اړه هم معلومات تر لاسه کړل او د ارامتیا تمرینونه، د میکانیزمونو او وړتیاوو د تر لاسه کولو لارې چارې یې هم زده کړې، سوکه سوکه دا هر څه په خپل ژوند کې عملي کوي. «کله چې موږ له کومې مېرمنې سره، چې د کورنيو ستونزو له امله هڅه کوي، ځانوژنه وکړي، خبري کوو، موږ دوی هڅوو چې له ځان او ژوند سره مینه وکړي.»

 

[1] https://www.youtube.com/watch?v=cGehk8Z52jk&feature=youtu.be