Position Title: ټکنیشن (لابرانټ)
Activation Date: 05 May, 2024 Announced Date: 05 May, 2024 Expire Date: 25 May, 2024
Job Location: | Nangarhar |
---|---|
Nationality: | Afghan |
Category: | Education |
Employment Type: | Full Time |
Salary: | As per SIHE Salary Scale |
Vacancy Number: | SIHE-HR-09 |
No. Of Jobs: | 1 |
City: | Jalalabad City Nangarhar Afghanistan |
---|---|
Organization: | Spinghar Institute of Higher Education (NGR) |
Years of Experience: | په اړونده برخه کې لږ تر لږه (۲) کاله کاري تجربه |
Contract Duration: | درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي |
Gender: | Male |
Education: | د پروتیز او ستوماتولوژي په برخه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري |
Close date: | 2024-05-25 |
About Spinghar Institute of Higher Education (NGR):
:سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې(ننګرهار)پیژندنه
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې ايجاد او د لوړو زده کړو وزارت سره په نولسم (۱۹) مه ګڼه ثبت او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې پر فعاليت پيل وکړ
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) په پیل کې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود، د يو کال په تېرېدو سره د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې ورته د دوو نورو (ستوماتولوژي اوطبي تکنالوژي) پوهنځيو د فعاليت اجازه هم ورکړل شوه. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست لخوا ترسره شوې بهرنۍ مسلکي ارزونه کې د اعتبار اخستنې په دويم پړاو کې بريالۍ شوې ده. سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو معیاري زده کړو او روزنې په موخه کادري استادان، معياري مهالنی درسي نصاب، د مالي معيارونو برابر بهترين درسي چاپېريال، مجهز لابراتوارونه، عصري ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، د عصري ټکنالوژۍ او اړوندو وسائلو درلودونکی تحقیقاتي مرکز او نور ټول اړين او کومکي درسي او کاري اسانتياوې لري
Job Description:
:د ټکنیشن (لابرانټ) دندو لایحه
ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلني عملیاتي پلانونه جوړول
د عملیاتي پلانونو د تطبیق سمستروار او کلني راپورونه جوړول
د تائيد شوي مهالویش له مخې د لابراتوارونو آمریت اړوند مجالسو کې برخه اخستل
د لابراتوارونو آمریت اړوندو اسنادو په تنظیم کې مرسته کول
په لابراتوارونو کې د محصلینو عملي زده کړو په جریان کې له استاد سره د عملي کار اړوند اړینو لوازمو په برابرولو کې مرسته کول
د اړتیا په صورت کې د عملي کارونو لپاره د موادو تهیه کول
د لابراتوارونو له تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه او مراقبت کول
په لابراتوارونو کې د محصلینو د عملي کارونو د ثبت او پروسيجر د اجرأ پر مهال له استاد سره مرسته کول
د لابراتوارونو آمریت ته د ترسره شویو ورځنیو فعاليتونو راپور ورکول.
د لابراتوارونو په تفکيک د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو د لستونو په جوړولو او کوډينګ کې له لابراتوارونو آمريت او اداري آمريت سره همکاري کول
له اړوندو لابراتوارونو څخه د اړتياو لستونه راټولول او د لابراتوارونو آمريت ته سپارل
په لابراتوارونو کې د اړینو بینرونو او معلوماتي چارټونو راځړول
په لابراتوارونو کې د ښه نظم په موخه محصلین په ګروپونو ویشل او له استاد سره د عملي ساعت پرمهال د محصلینو په تنظیم کې مرسته کول
په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کېدو څخه وروسته د اړینو تجهیزاتو بېرته منظم کول، په خپل ځای کې يې اېښودل او د یادو تجهیزاتو پاک ساتل
په لابراتوارونو کې د ناپاکه ځایونو په نښه کول او اړوند خدماتي کارکوونکي/کارکوونکو ته یې د پاکولو سپارښتنه کول
نورې هغه قانوني چارې ترسره کول چې د مستقيم آمر او ذی صلاح مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ورسپارل کېږي
Job Requirements:
:د تحصيل کچه
کانديد بايد په پروتیز او ستوماتولوژي کې لږ تر لږه د ليسانس د تحصيلي درجې د فراغت تحصيلي سند لرونکی وي، او د فراغت اسناد يې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي
:کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه
په پښتو او انګليسي ژبو کې ليکنه او روانې خبرې وکړای شي
د مايکروسافټ آفس پروګرامونو کارونې سره بلدتيا ولري
د لابراتواري تطبیقاتو سره په بشپړه توګه بلدتیا ولري
په چارو کې شفافيت، قانون تطبیق او اداري اصولو ته ژمن وي
د وخت مديريت او کار کوونکو روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
Submission Guideline:
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه(ننګرهار) د د ټکنیشن (لابرانټ) بست لپاره يو تن مسلکي کارکوونکي ته اړتیا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د پروتیز او ستوماتولوژي په برخه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري او په لابراتواري تطبیقاتو کې کې کافي تجربه ولري، د مؤسسې غوښتنلیک فورم، خلص سوانح او د وروستۍ تحصيلي درجې اسناد له ۱۶/۲/۱۴۰۳ نېټې څخه تر ۵/۳/۱۴۰۳ نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې مؤسسې ته واستوي یا دې د مؤسسې د بشري سرچینو آمریت ته په حضوري توګه وسپارئ
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې غوښتنلیک فورم (د غوښتنلیک د ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک کاپي او په بل ټیب کې یې خلاص کړئ او د اړونده برخو د خانه پري کیدو وروسته یې په لاندې ایمیل ادرس د خلص سوانحو (سی وي) سره ضم راولیږئ)، په یاد مو وي چې د غوښتنلیک فورم پرته تاسې په پروسه کې نه شاملیږئ
Submission Email:
jobs@spingharuniversity.edu.af