Position Title: د تدريسي روغتون سرطبیب

Activation Date: 24 May, 2026   Announced Date: 24 May, 2026   Expire Date: 05 June, 2026

  • Job Location: Nangarhar
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per SMCH Salary Scale Base
  • Vacancy Number: SU-HR-030
  • No. Of Jobs: 1
  • City: Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
  • Organization: Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital
  • Years of Experience: په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله کاري تجربه
  • Contract Duration: درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
  • Gender: Male
  • Education: په طبي برخه کې ايم ډي او تخصص يا ايم ډي او ايم پي ايچ تر کچې لوړې زده کړې ولري
  • Close date: 2026-06-05
 

About Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital:

:سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي  او تدریسي روغتون (سپین غر پوهنتون ننګرهار تدریسي روغتون) پېژندنه

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون چې د هېواد په ختيځ کې د سپين غر پوهنتون تدريسـي روغتون دی، په (۱۳۸۸) هـ ش کال کې يې فعاليت پيل کړی او تر دې دمه يې په ګڼو روغتيايي برخو کې پراخه باکیفیته، معیاري، معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونه ترسره کړي/کوي

 سپين غر مومند پنځوس بستريز معالجوي او تدريسـي روغتون اوسمهال د عـمومي داخـله، عمومي جراحي، کوچنیانو داخله، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، وقایوي او عدلي طب، سترګې، غوږ، پوزې او ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، نسخه لیکنه، داخله، جراحي او اطفالو ستوماتولوژي، پراستودونټک، اورتودنسي، پریودنټولوژي، بیوشیمي، مایکالوژي او بکتریالوژي، هیماتولوژي، هستوپتالوژي، پرازیتولوژي، ايمیونولوژي او سیرالوژي، وایرولوژي، وینې بانک او ټوکسیکولوژي څانګې لري، چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکترانو په درلودلو سره د مجهزو طبي وسايلو پرمټ د ګڼو ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه کوي

ياد روغتون له تېرو نږدې پینځلس کالونو راهيسې د اوږدې مخینې او نېک شهرت په درلودلو سره، د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري، چې د روغتون مؤسس، مشـرتابه او ټول کاري ټيم د ولس شته باور ساتلو ته ژمن دي او د شونتيا تر بريده به په بې پرې ډول، د معالجوي خدمتونو وړاندې کولو سربېره، خپلو محصلانو ته د عملي تدريس غوره چاپېريال او زمينه رامنځته کړې ده/رامنځته کوي

Job Description:

:دندو لایحه

د روغتون پنځه کلن ستراتيژیک پلان په رڼا کې کلنی کاري پلان جوړول

د روغتون پنځه کلن ستراتيژيک پلان په تدوين، تطبیق او ارزونه کې فعاله ونډه اخیستل

د کلني کاري پلان تطبیقول او د روغتون اداري شورا ته يې د تطبیق مياشتني راپورونه وړاندې کول

د اړوندو کمېټو پلانونو تطبیق او کړنو څخه نظارت کول

د ترسره شويو ارزونو پايلو او قانوني غوښتنو په پام کې نيولو سره د روغتون لپاره کلني عملياتي او انکشافي پلانونه جوړول

سپين غر پوهنتون علمي شورا ته د روغتون عملياتي او انکشافي پلانونو د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه وړاندې کول

په روغتون کې د اړوندو کمېټو کلني عملياتي پلانونه د تائيد په موخه کتل

په روغتون کې د هرې څانګې (وارډ) شف مياشتني او کلني کاري پلان له تطبیق څخه کتنه کول

په روغتون کې د اړتيا مطابق بسترونو له ترتیب او تنظيم چارو څخه نظارت کول

د روغتون د ټولو فعالو څانګو (وارډونو) شفانو سره د همغږۍ جلسات ترسره کول

په روغتون کې د ټولو فعالو څانګو (وارډونو) شفانو د کړنو ربعوارې او کلنۍ ارزونې ترسره کول

د ننګرهار ولايت عامې روغتيا رياست ته په روغتون کې د ترسره شويو اجرأتو مياشتنی راپور استول

په روغتون کې د معالج او متخصص ډاکټرانو، (پارامیډیکل کارکوونکو) او اړوند طبي پرسونل له کړنو څخه په دوامدار ډول څارنه کول

په ربعوار ډول د ناروغانو او طبي پرسونل د رضايت سروې ګانې ترسره کول او د پايلو پر بنسټ يې اصلاحي پلانونه جوړول او تطبیقول

د معالج او متخصص ډاکټرانو په شمول د اړوند پرسونل د ورځنۍ حاضرۍ څخه څارنه کول

په ورځني ډول د نوکريوال معالج او متخصص ډاکټرانو له حاضرۍ او کړنو څخه څارنه کول

د ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو په هکله دقیق معلومات ساتل او اړوندو ادارو ته د رسمي غوښتنې پر مهاله وړاندې کول

د عامې روغتیا ریاست کتلوي معافيت آمریت ته په روغتون کې د تطبیق شويو واکسينونو راپور رسماً استول

د پوهنتون طبي پوهنځيو کلينیک ډيپارټمنټ صنفي ستاژ مرحلې محصلانو عملي تدريس چارې رهبري کول

د پوهنتون طبي پوهنځيو نهايي ستاژ مرحلې محصلانو د عملي کارونو لپاره اسانتياوې برابرول او د ستاژ له تکميل ورروسته د دوی ارزونه ترسره کول

د محصلانو علمي سمینارونو، کنفرانسونو او عملي زده کړو اړوندو چارو کې د پروسیجر مطابق اجرأت کول

د پوهنتون رهبرۍ او پوهنځيو ریاستونو سره په روغتون کې محصلانو ته د ترسره شوي عملي تدریس اوونيز راپورونه شريکول

د پوهنتون په علمي شورا کې ونډه اخیستل او د تدريسي روغتون اړوندو اجنډا ګانو په هکله تخصصي نظر ارايه کول

په روغتون کې علمي کادرونو، متخصصينو او استادانو په واسطه د علمي څېړنو ترسراوي چارې رهبري کول

د روغتون رياست او پوهنتون رهبرۍ سره د اړوندو چارو کيفيت لوړونې، شفافيت تضمين او خدماتو ښه والي په موخه نوبتي جلسات ترسره کول

د روغتون کلنۍ بوديجې مطابق په تدارکاتي پروسه کې د روغتون مالي مدير سره د معلوم طرزالعمل په رڼا کې اصولي همکاري کول

د روغتون په ټولو څانګو کې په دوامدار ډول د ناروغانو او ناروغ لرونکو افرادو څخه د روغتون د خدماتو په هکله فيډبيک ترلاسه کول

د روغتون معالج او متخصص ډاکټرانو ته د اړوند لارښود مطابق علمي سمينارونه او کنفرانسونه وړاندې کول

په روغتون کې د معالج او متخصص ډاکټرانو علمي څېړنو پرمختيا او پراختيا لپاره د پالېسۍ مطابق اجرأت کول

د ناروغيو او درملنې په برخه کې د نويو پرمختګونو په هکله معالج او متخصص ډاکټرانو ته روزنه ورکول

د عامې روغتیا مدیریت په برخه کې په دوامدار ډول د روغتون کار کوونکو ظرفيتونه لوړول

د روغتون رياست سره د خدماتو کيفيت لوړونې، روغتون تداوم، اصلاحاتو او پرمختګ په موخه مستند او مدلل نظرونه شريکول

روغتون کې د درملو او مصرفي طبي موادو له شتون او (ګودام) څخه څارنه کول او د اړتيا په صورت کې ياد توکي پوره کول

د روغتون په معالجوي چارو کې د عامې روغتيا وزارت له خوا ټاکل شویو معیارونو تطبیقول

د تدريسي او معالجوي روغتون اړوند د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوي معيارونه تطبیقول

د روغتون مالي چارو مديريت ته د اړوند پالېسۍ/طرزالعمل مطابق اجرأت محول کول

نورې هغه اړوند چارې تر سره کول چې د تدريسي روغتون رياست او پوهنتون علمي شورا له خوا د روغتون سرطبیب ته سپارل کيږي      

Job Requirements:

:د دندې شرایط  

:تحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه     

په طبي برخه کې ايم ډي او تخصص يا ايم ډي او ايم پي ايچ تر کچې لوړې زده کړې ولري، د تحصيلي درجې ترڅنګ د روغتون په رهبرۍ او مديريت برخو کې لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه ولري

د ايم ډي تحصيلي دورې د نمرو عمومي فیصدي یې (۷۵) سلنه او د ماسترۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید د (۸۰) سلنه څخه کمه نه وي

د افغانستان طبي شورا څخه د فعاليت جواز درلودونکی وي

په علمي، تدريسي او څېړنیزو برخو کې مناسبه تجربه ولري

په تدریسي روغتون کې د  صنفي ستاژ، نهایي ستاژ، تخصص، طبي  وسایلو کارونې او تطبیقاتو په برخو کې کافي مسلکي پوهه او تجربه ولري

ستراتیژیکه پلان جوړونه، پالېسيانو، میکانیزمونو او پروسیجرونو د انکشاف وړتياوې ولري

لږ تر لږه دوه نشر شوې علمي څېړنیزې مقالې ولري

په اداري چارو کې د کمپيوټر کارونې ټول اړين مهارتونه ولري

په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت محکوم شوی نه وي

د هر ډول  قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصبونو او تمايلاتو څخه پاک وي او باید ډډه ترې وکړي

په ملي (پښتو، دری) او انګلېسي ژبو د لیکلو او مفاهمې وړتیاوي ولري

په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي

د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او معیارونو سره پوره بلدتیا ولري              

   

Submission Guideline:

سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون يو تن سرطبیب ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري،  د دندې غوښتنلیک، خپل خلص سوانح (سي وي) د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه دې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال جوزا میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون کار کوونکو چارو آمریت ته واستوي یا دې په حضوري توګه ورته وسپاري

 د دندې غوښتنلیک کولای شی له لاندې لینک څخه ترلاسه کړئ

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf

 

Jobs@spingharuniversity.edu.af

CC:

chancellor@spingharuniversity.edu.af

director.hospital@spingharuniversity.edu.af

vc.administration@spingharuniversity.edu.af

Submission Email:

Jobs@spingharuniversity.edu.af




 

Similar Jobs