تجربې ښیي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله پدیده ده چې په مختلفو کلتورونو کې په بیلابیلو ډولونو پیښیږي. د تاوتریخوالی اصلي لامل په ټولنه کې جنسیتي نابرابري او تبعیض دی. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پيژندلو په موخه، د هرې مياشتې ٢٥مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره (EVAW)  د ملګرو ملتونو د سرمنشي کمپاين UNiTE لخوا "نارنجي ورځ" نومول شوې ده.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره څو مثبت ګامونه اخیستل شوي چې د قوانینو جوړښت لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون، NAP UNCR1325 د ښځو لپاره، د سولې او امنیت اجنډا (WPS) او په مهمو پوستونو کې د ښځو ګمارنه يی ښه بيلګه ده. په هرصورت، د کړنو په پرتله، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی نه دی. د PRIO انسټیټیوټ "WPS"  نړیوال شاخص ښیي چې افغانستان او سوریه د ښځو لپاره د پراختیایي نوملړ په پای کې ده. دوامداره شخړې او د وضعیت پیچلتیا په ډیری مواردو کې ملامتیدای شي، په هرصورت تجربې ښیي چې یو شمیر نورې ناکامۍ لکه د حکومت او مدني ټولنې لخوا د دوامداره اقدام نشتوالی، په ښځو، نارینه وو او ماشومانو باندې د جګړې رواني ټولنیزو پایلو نه پیژندل او د ښځینه مشرانو لپاره د ستراتیژیو نشتوالی چې د عامه منصب څخه ګټه پورته کړي او د نورو ښځو د بدلون لپاره فشار راوړې، هم ملامتیدای شي.
څه کم یو کال وړاندې د افغانستان ولسمشر په خپل شخصي او د کابینې په مرسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یو صندوق اعلان کړ. د صندوق وضعیت لاهم معلوم نه دی او هیڅ تعقیب یی هم نه دی شوی. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون د ښځو د خوندیتوب بله وسیله ده، خو دا په پارلمان کې د محافظه کارانو، نورو ګوندونو او د ښځو ډلو تر منځ په ګرمه سیالۍ بدل شوی ده. دوی په جزايي کوډ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون ادغام د ښځو ساتنې په برخه کې د دوی تېرې لسیزې لاسته راوړنو ته د ګواښ په سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون د پلي کولو لپاره ډېره پانګونه شوې ده. همدارنګه، د تاوتریخوالی ټول ډولونه او د هغې لاملونو ته د رسیدګی لپاره د یوې جامع ستراتیژۍ نشتوالی هم یو بل خنډ ده. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی ډیریدو سره ، د تاوتریخوالی پاتی شویو کسانو او د تاوتریخوالی مرتکبینو رواني-ټولنیزې برخې ته محدوده پاملرنه شوې ده. سربیره پردې، ښځېنه حکومتې چارواکې هم ناکامه پاتې شوی چې پر حکومت فشار راوړی تر څو د ښځو لپاره غوره تګلارې جوړې کړی او دوی شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی. یوه برخه د دی ناکامۍ دا ده چې ښځېنه حکومتې چارواکې په نارینه اکثریت حکومت کی د بریا لپاره، د ښځو په ګټه هر ډول اجنډا پریږدي.
د ښځو او نجونو په وضعیت کې د بدلون راوستلو لپاره، افغان حکومت باید د لا زیاتو هڅو له لارې په یوه جامع اجنډا باندې کار وکړي. همدارنګه، ښځېنه حکومتې چارواکې باید د بیلابیلو برخو له ښځو سره نیږدې اړیکې ولري، که نه، د مشرانو په توګه دوی به یوازې د ورته جوړښت برخه پاتې شي او پخوانیو چارواکوته ورته ارزښتونه به دوام ولري.
پلوشه حسن - د اکبر موسسې د رهبرۍ کمیټې مشره او د AWEC موسسې ریسه