په ماین پاکۍ او د ماینونو خطرونو پوهاوې بشردوستانه عمل کې، موږ د خپلو ټیمونو، همکارانو او خپل ځان کار یادوو او ټینګار کوو چې ښځې، نارینه، هلکان او نجونې بیلا بیل دندې او مسولیتونه لري. دوی بیلابیلې اندیښنې او اړتیاوې لري چې باید د پروګرامونو پلان، پلي کولو او ارزونې په وخت کې په پام کې ونیول شي. زموږ د فعالیتونو په ټولو برخو کې د ښځو له ګډون پرته، زموږ پروګرامونه به هیڅکله بریالي نه وي. که چیرې میرمنې د ماین خطر روزنه په سمه توګه ترلاسه نکړي، دوی نشي کولای چي خپلو ماشومانو او د کورنۍ غړو ته خبر ورکړي چې په خطر کې ښکیل دي. که زموږ ټیمونه د ښځو سره د مرستې لپاره ریښتینې هڅې ونه کړي، دوی به د احتمالي خطرونو څخه خبر نه وي چې دوی د خپلو ماشومانو یا په کروندو کې د کار کولو اويا په نوروکورنيو فعالیتونو کې ورسره مخ دي. که موږ ښځې د خپلو اړتیاوو او اندیښنو په څرګندولو کې شاملې نه کړو، نو موږ به د خوندي ځمکې په برابرولو کې بریالي نشو چې ټولنه ورته اړتیا لري.
پداسې حال کې چې ښځې په خپلو کورنیو کې د چاودیدونکو توکو د قربانیانو یا د جګړی څخه د پاتې چاودیدونکو توکو د اغیزو قربانیانو په توګه خورا لوی بار په غاړه لري. ډیری ښځې د بشردوستانه ماین پاکولو او د ماین پاکۍ پوهاوي پروګرامونه رهبري کوي، او د سولې په رامنځته کولو او وده کې فعال رول لوبوي. ښځې د ماین پاکۍ پروګرامونه پلان، پلي او رهبري کوي، خپل وسایل د ځمکې پاکولو او د ماینونو او چاودیدونکو توکو د لرې کولو او له منځه وړلو لپاره کاروي. ښځې او د ښځو سازمانونه د اصلي قانوني چوکاټ وسیلو لپاره د دادخواهې په برخه کې، لکه د پرسونل ضد مایننو د منعې تړون او د ځمکنيیو ماینونو د منع کولو نړیوال کمپاین (ICBL) کې مهم رول لوبولی دی چې نن ورځ زموږ کار اداره کوي.
ښایي موږ په افغانستان کې د ښځو دا رول په پراخه کچه نه وي لیدلی، خو د نړۍ له ګڼو پروګرامونو څخه مو دا زده کړي چې هغه ښځې چې د ماین پاکۍ په فعالیتونو کې دخیلې دي او د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې لاس لري په حقیقت کې ټولنې او کورنۍ یی ورته درناوی کوي او د خپلو ټولنو په جوړولو کې یې لویه ونډه اخیستې ده. په دې کې د لبنان او اردن په څیر هیوادونو میرمنې هم شاملې دي، چې د مسلمانو او محافظه کاره ټولنو څخه راغلي او په خپلو هیوادونو کې د نمونې په توګه منل شوي دې. په جنوبي سوډان او کمبودیا کې د ښځو ماین پاکولو ټیمونو په لوړ موثریت او لوړ خوندیتوب او کیفیت معیارونو سره سم ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده. په بوسنیا، یمن او لبنان کې، د ښځو سروې ټیمونو په بریالیتوب سره په ډیرو ټولنو کې د معلوماتو راټولول او سروې ترسره کړې، چې په دغو هیوادونو کې یې د ماین پاکۍ او ماینونو د خطر پوهاوي پروګرامونه ښه کړي دي.
دا یوازې یو څو مثالونه دي. د یوې میرمنې په توګه چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ او خطر پوهاوی یو ترټولو لوی پروګرام رهبري کوم، زه ویاړم چې د ژوند ژغورنې هڅو کې ښکیله یم او په افغانستان کې د ډیری سیمه ایزو ټولنو د آبادۍ او بیا رغونې لپاره لاره هواروم. زه غواړم د خپلو ټولو محترمو همکارانو، مدیرانو او د ډنمارک ماین پاکۍ ګروپ څخه مننه وکړم چې زما د تخنیکي پوهې پراختیا او د چاودیدونکو توکو د شنډولو (EOD) په برخه کې د پوهې ترلاسه کولو کې یې زما ملاتړ وکړ. دوی هم زما ملاتړ، لارښوونې او مشورې ته ارزښت درلود. په دې توګه، زموږ سازمان او پروګرامونه زموږ د ټیم د ټولو غړو د وړتیاوو په کارولو سره په سم ډول وده کوي.
دا د ماین پاکۍ او ماینونو خطر پوهاوي سازمانونو د بریالیتوب یو ترکیب دی، او نسخه یی د کاري ځواک ټولو غړو د نارینه او ښځینووو ژمنو، ظرفیت او مهارتونو ته ارزښت ورکول دي. د کار په ساحو کې د ټولو اغیزمنو ډلو لکه ښځو، نارینوو، انجونو او هلکانو بیلابیلې اړتیاوې، اندیښنې او لومړیتوبونه په نظر کی ونیول شی.د دې هراړخیز ژمنې سره، ډیر احتمال لرې چې په ډیري تيزۍ سره، د افغانستان - او نړۍ ډیره برخه - د ماینونو او چاودیدونکو توکو نه په بریالیتوب پاکه کړو.
زه غواړم له خپلو ټولو ماین پاکانو، د هغوي له کورنیو او ټولو هغو موسسو څخه مننه وکړم چې د افغانستان د ځمکنیو ماینونو د پاکولو او د انسانانو د کړاوونو د کمولو په موخه یې الهام بخښونکې ژمنې کړې دي. ستاسو هڅې به هېرې نشي؛ بلکي دوی به یو ښه او سوکاله راتلونکی جوړه کړي.
په درنښت،
ردا ربیعه
د پروګرام مسوله (د ډنمارک ماین پاکونې ګروه – DDG)
د مارچ ۷ مه، ۲۰۱۸