دا زموږ د یو ځوان غړي کیسه ده: "زه په ۲۰۰۵ کې له خپلو ورونو، خویندو او مور پلار سره د کډوال په توګه ناروې ته راغلم. مخکې په بل اروپايي هیواد کې د اوسیدو اجازه مو رد شوی وه، موږ ډیر خوشحاله وو چې له لنډې مودې وروسته په ناروې کي د استوګنې ځای مو ترلاسه کړ. انتظار او اندېښنه مو پای ته ورسېده، نن زه د ناروې اوسېدونکی یم، په پوهنتون کې زده کړې کوم او په ژوند کي خوندي او خوښ یم. زه ښه پوهیږم چې ډیری کډوال زما او زما د کورنۍ په څیر بختور ندي. له بده مرغه، نن ورځ په ناروې کې د یووالې او شفقت احساس هغومره پیاوړی نه دی لکه څنګه چې لس کاله وړاندې وو. د حکومت سخت رژیمونه د دې لامل شوي چې لوی شمیر کډوال بیرته افغانستان ته واستول شي. زه د NAC سره داوطلبانه کار کوم چې د یوه خوندي او سوله ایز افغانستان د جوړولو لپاره د دې سازمان په هڅو کې برخه واخلم چیرې چې هیڅوک جلاوطني ته اړ نشي."
بله کورنۍ، یوازینۍ مور د یوې ځوانې لور سره ، چې څو کاله وروسته راورسیدل دومره طالع مند نه ول. دوی ټول په ۲۰۱۵ کال کې بیرته افغانستان ته واستول شول. کله چې د کورنۍ پلار ناروې ته ورسید نو د دوی د اوسیدو جواز لغوه شو ځکه چې د ناروې مهاجرت استیناف هیئت (UNE) د شک لپاره دلایل وموندل، سره له دې چې د ولسوالۍ او استیناف په محکمه کې دوی قضیه ګټلې وه او سترې محکمې هم ددوی په اړه د خوښې پریکړه کړی وه. په پایله کې، سترې محکمې د ولسوالۍ محکمې څخه وغوښتل چې د استیناف قضیه ودروي. په همدې حال کې دا کورنۍ په پټه کابل کې ژوند کوي او انتظار باسي چې دوسیه یی په محکمه کې وڅیړل شي. د پیوستون ډلې دوامداره ملاتړ څخه مننه چې دې کورنۍ ژوند ته یی دوام ورکړ، دا ډله د ناروې په کلیوالي سیمه کې ژوند کوی، چیرې چې د کورنۍ لور ښوونځي ته تلله او دې ټولنه سره یوځای شوې وه. نن، له ناروې څخه د دوی له راستنیدو درې کاله وروسته، د ناروې ښوونځي ښووونکی لا هم د کورنۍ لور ته په اونۍ کې دوه ځله د سکایپ له لارې درس ورکوي، او د هغې د ښوونځي څوکۍ د امید سمبول په توګه خالي پريږدي چې یوه ورځ به ځوانه لور او کورنۍ یې ناروې ته راستانه شي. دې قضیې ټول نارویژیان په غوسه کړل او ځوانه نجلۍ په ټوله اروپا او ناروې کې د پولو تړلو عامه سمبول ګرځیدلی.
ډیری افغان کډوال چې په تیرو دوو لسیزو کې ناروې ته راغلي دي د بریالیتوب حیرانونکي کیسې لري، یو یې د ناروې په اصلي تلویزیوني چینل کې خبرویونکۍ دی او نور یې د قابله ګانو، نرسانو او ټولنیزو کارکونکو په توګه کار کوي، یا د طب، انجینرۍ او قانون په برخه کې زده کړې کوي. او دوی ټول په یوه متنوع، پرمختللی او دیموکراتیک ټولنه کې مرسته کوي. که څه هم په تېرو څو کلونو کې د دغو برياليتوبونو کيسې کمې شوې دي ځکه چې د کډوالو شمېر زيات شوی او ډېر کډوال بېرته افغانستان او د نړۍ نورو سيمو ته لېږل شوي. دلته د هغو شپږو ځوانانو کیسې هم ذکر شوي دي چې ټول په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې افغانستان ته بیرته واستول شول.
ځوانان مختلف قومي، ټولنیز او مذهبي شالیدونه لري. یو ځوان چې په اوټیزم اخته وو په ۲۰۱۷ کال کې خپلې کورنۍ ته راستون شو، خو کورنۍ یې له پالنې ډډه وکړه او دغه ځوان د افغانستان په ختیځ کې د تور بوړې په غرونو کې ورک دی. دوهم ځوان په پنجشېر کې خپلې کورنۍ ته راستون شو او له هغه وخت راهیسې د کار موندلو په لټه کې دی. دریم ځوان ډیر ژر افغانستان پریښود او د استرالیا په لور لاړ. هغه اوس د اندونیزیا په یوه توقیف ځای کې ژوند کوي وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره راجستر شو، هغه د خپل کډوالۍ د وضعیت په اړه پریکړې ته انتظار باسي. درې نورو ځوانانو د NAC په مرسته په افغانستان کې د ناروې ښوونځي اسناد ترلاسه کړل او ټول بیرته ښوونځي ته ستانه شول، درې واړه اوس فارغ شوي دي. دوه یی د سهار لخوا رضاکارانه د کار زده کړیالانو په توګه د NAC سره نیمه وخت کار کوي، پداسې حال کې چې دوی ماسپښین وروسته پوهنتون ته ځي، دریم یی په دې وروستیو کې هند ته تللی چې یوګا زده کړي. درې واړه په ناروې کې د قوي ملاتړي ډلو څخه ګټه پورته کوي، دا ښیي چې د راستنیدونکو لپاره د اغیزمن ملاتړ پرته، ډیر څه غلط کیدای شي.
هره اونۍ، د فنلنډ، هالنډ، ناروې، سویډن او د اروپا له نورو برخو څخه یو شمیر خلک موږ سره اړیکه نیسي ترڅو د دوی ورک شوي خپلوان چې په اروپا کې کم عمره پناه غوښتونکي دی وموندل شی، یا په محکمه کې د پناه غوښتونکو لپاره شاهدي ورکړو، یا د ځوانانو سره مرسته او لارښوونه وکړو. هغه خلک چې بیرته راستانه شوي دي د مرستې غوښتنه کوې. د یوې موسسې په توګه، زموږ دنده دا ده چې د کلیو پراختیا پروګرامونو او روغتیایی کارکونکو د روزنې په مرسته د افغانستان د پرمختګ ملاتړ وکړو. موږ د هغو کسانو سره د مرستې لپاره بودیجه نلرو چې زموږ مرستې ته اړتیا لري، تخنیکي پوهه د پناه غوښتنې په قضیو کې غواړې یا د حقیقت موندنې ماموریت په موږ کوی. په کابل کې موږ د همکارانو سره یوځای، په خپل شخصي وخت کې د سکایپ له لارې په محکمو کې شاهدي ورکوو، د مسلک مشورې ورکوو او د افغان بیوروکراسۍ په اړه مرسته کوو. موږ ډیری ځوانانو ته چې په افغاني ټولنه کې د بیا یوځای کیدو لپاره زموږ ملاتړ ته اړتیا لري عملي لارښوونې چمتو کوو.
د یوې موسسې په توګه، موږ خپل ماموریت ته ژمن یو او زموږ اصلي هدف دا دی چې افغانستان د ژوند کولو او پرمختګ لپاره یو داسې هیواد جوړ کړو چې له هغه څخه د تیښتې اړتیا نه وی.
میګنسن واټرډیل بلیډ
د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر