زه وړه اوومه، له یوه سړي سره چې له ما څخه پنځلس کاله غټ و واده وکړ او زه نه پوهېدم چې واده څه شی دی. زما د خاوند کورنۍ تل راته ویل چې "ته بې سواده او ناپوه یې". دې خبرو ماته ډېر درد راکوه او په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ وم خاوند مې اوزګار و. د واده له لومړۍ ورځې له ډېرو ستونزو سره مخ وم، چې زما په اند مستقیماً زما له بې سوادۍ سره یی تړاو درلود. کله چې ما خپل ژوند ته کتل، نو پوه شوم چې زما ماشومان باید له ورته ستونزو سره مخ نشي او زما برخلیک تجربه نکړي. له همدې امله ما د سواد زده کړې ټولګیو ته تلل پیل کړل.
اوس مهال، زه څلور ماشومان، درې لوڼې او یو زوی لرم. زوی مې د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې زده کړه کوي، زما یوه لور په ښوونځي کې استاده ده او دوه نورې لوڼې می په ښوونځي کې زده کوونکي دي. زه د GNI موسسې او د هغوی د تعلیمي او کلتوري مرکزونو څخه مننه کوم چې د ښځو د سواد کچې لوړولو لپاره یی آرام چاپیریال چمتو کړی، په ځانګړې توګه د هغو میرمنو لپاره چې له سواد څخه محرومې دي او هڅه کوي چې ښځوته د ښې زده کړې زمینه برابره کړي. مخکې له دې چې د ښځو تعلیمي او فرهنګي مرکز ته راشم ډېرې ستونزې مې درلودې، خو اوس کولای شم خپلې ستونزې حل کړم او له خپلو ماشومانو سره د خپل برخلیک په ټاکلو کې مرسته وکړم.
د ښو ګاونډیانو نړیواله موسسه (GNI) په کابل او شاوخوا سیمو کې درې پروژې لري.