اکبر موسسې د کورنیو او نړیوالو غړیو موسسو د همغږۍ ادارې په توګه، تېر کال د خپل فعالیت ۳۰ مه کلیزه ولمانځله. غیردولتي موسسې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې له خلکو سره په سختو شرایطو کې مرسته کوي. ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې یو بل ننګوونکی کال وو - وچکالۍ په ډیری ولایتونو کې پراخې ننګونې رامینځته کړې او لوی شمیر کورنۍ یې ښارونو ته کډه کولو ته اړ کړې. د جګړو او ناامنیو دوام د هېواد ډېرو سیمو ته د غیردولتي موسسو لاس رسی ستونزمن کړی او ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان دي.
اکبر موسسه په دې باور ده چې اوس تر بل هر وخت، غیردولتي موسسې باید د ټولنو غږونو ته غوږ ونیسی، د دوی غږ بسپنه ورکوونکو ته ورسوي، د دوی اړتیاوې وپیژني، او د اړوندو چارواکو سره ښکیل شي. غیردولتي موسسې باید په هغو ټولنو او جغرافیو کې چې دوی فعالیت کوی د لا اغیزمنو پایلو لپاره بشردوستانه، پرمختیایی او د سولې جوړونې پروګرامونو ترمنځ همکاري او اړیکې پیاوړې کړي. د ټولنې په کچه د خلکود ګډون پرته، د دوامداره پراختیا پورې اړوند پروسې به ناکامې شي، او د مرستو په پروګرامونو کې به حساب ورکونه او روڼتیا شتون ونلري.دا پدې مانا ده چې د بسپنه ورکوونکو سره د څو کلنو، څو سکتوري پروګرامونو د ودې لپاره دادخواهې وشي تر څو د انعطاف وړ او ځواب ویونکي پروګرامونه ډیزاین شي. ځایي ټولنې اکثرأ په ډیری لنډمهاله مداخلو نیوکه کوي چې د دوی د ستونزو اصلي لاملونه نه په ګوته کوي.
موږ باید په اکبر موسسه کې خپل لیدلوری په یاد ولرو - "اغیزمنې غیردولتي موسسې، ځواکمنې ټولنې"
اکبر – د افغانانو لپاره د بشردوستانه او پرمختیایي مرستو د همغږۍ اداره – یوه خپلواکه او کورنۍ غیردولتي موسسه ده چې په افغانستان کې د ۱۴۵ ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو سره کار کوي چې د غیردولتي مؤسسو کړنلارې ته غاړه ږدي او روڼتیا، حساب ورکونې او د نه زیان اصولو ته وده ورکوي.