د سولې ټینګښت او د شخړو حل درې ورځنی ورکشاپ د عبدالمقیم او فقیر جان د کورنیو ترمنځ د پخلاینې لامل شو.
د سرخرود ولسوالۍ په زلم آباد کلي کې د سولې ټینګښت او د شخړو حل درې ورځني ورکشاپ وروسته او د پرله پسې ملاتړ سره محلي د سولې شورا (CPC) او YG کمیټې وتوانېدلې چې په بريالۍ توګه سيمه ييزې شخړې هوارې کړي
دافغان معلولینو او آسیب پذیرو ټولنه (ADVS) د ځوانانو ډلې او همدارنګه د محلي سولې شورا (CPC) ټاکل شوي غړې وروزل چې د سیمه ایزو خلکو سره د ADVS په ملاتړ په سیمه ایزه کچه د شخړو حل لپاره کار وکوي.
لاندې یوه بیلګه د ADVS  د هڅو ده چې د دوو ډلو ترمنځ یی شخړه حل کړه او د شخړو اړوند یی چلند بدل کړ.
د سولې ټینګښت او د شخړو حل درې ورځني ورکشاپ د ADVS لخوا د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د توانمندۍ موسسې په مالي مرسته ترسره شو.
عبدالمقیم او فقیر جان د سرخرود ولسوالۍ د بیمارانو کلي اوسېدونکي دي. دوی د باران اوبو پر سر شخړه درلوده. عبدالمقیم چې کور یې د باران اوبو نهر ته نږدې و، ویجاړ شو. فقیر جان خپل پټې ته د اوبو مخنیوي لپاره، د نهر په غاړه یو بند جوړ کړ. کله چې ډیر باران وشو، د فقیر جان
لخوا جوړ شوی بند د عبدالمقیم د کور د ویجاړیدو لامل شو.

وروسته له دې چې باران د عبدالمقیم د کور یوه برخه ویجاړه کړه، هغه په ​​غوسه شو او د جګړې پریکړه یې وکړه. د عبدالمقیم او فقیر جان کورنۍ په خپل منځ کې سختې جګړې وکړې. د فقیرجان او عبدالمقیم کورنیو څخه زیات شمیر کسان زخمیان شول. دوی د اوږدې مودې لپاره یو بل سره خبرې هم نه کولې.
کله، چې د سرخرود ولسوالۍ په زلم اباد کلي کې د ADVS دفتر لخوا د سولې ټینګښت او د شخړو حل درې ورځني ورکشاپ جوړ شو. زموږ د ځوانانو ډلې او د سولې محلي شورا (Ygs, CPC) سره راټول شول او پریکړه یې وکړه چې د حقایقو پراساس دا شخړه پای ته ورسوي.  (YGs, CPC)دغه شخړه د ځايي مشرانو او دیني عالمانو په نږدې همغږۍ سره حل کړه.
اوس دواړه د (Ygs,CPC) پریکړې څخه خوشحاله دي. د دې ترڅنګ دوی غواړي چې په خپلو کلیو کې دا ډول نور ورکشاپونه هم جوړ شي. اوس دواړه په خپل کلي کې په خوښۍ سره ژوند کوي.