د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه (SCA) له ۱۹۸۰ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لیدلوری، یو خپلواک، سوله ایز افغانستان دی چې بشري حقونوته پکې درناوی کیږي، کلیوالي ټولنې ځواکمنې وي، او ټول افغانان حق او فرصت لري چې په ډیموکراتیک ډول په خپل حکومت کې برخه واخلي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په فعالیتونو کې د پوهنې، روغتیا، د معلولیت لرونکو خلکو څخه ملاتړ او د کلیو پراختیا پروګرامونه شامل دي. همدارنګه د کیفیت تضمین، مدني ټولنې، بشري حقونو، جندر او ارتباطاتو څانګې په دې موسسه کې د پروګرامونو ملاتړ په موخه شتون لري. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه څه باندې ۵۰۰۰ کارکوونکي لري چې ۹۹ سلنه یې افغانان دي. د دې موسسې اصلي موخه کلیوال خلک، په ځانګړې توګه ښځې او انجونې دي. د ظرفيتونو لوړول، حق غوښتنه او د خدمتونو وړاندې کول یی په فعاليتونو کې شامل دي او د دې موسسې فعاليتونه تل د ځايي خلکو په نږدې همکارۍ ترسره کېږي. د دې موسسې مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې ددې موسسې فعالیتونه په ۱۴ ولایتونو کې د پنځو ساحوي دفترونو څخه اداره کیږي.
ځینې ​​​​پایلې (د ۲۰۱۴ کلني راپور پر بنسټ):
 ۷۴۷۴۳ ماشومان د SCA لخوا تمویل شوي وو ښوونځیو کې شامل شول.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) له ۴۳۳ د ټولنې پر بنسټ ښوونځیو سره چې ټولټال ۱۹۳۸ ټولګي لري، ملاتړ وکړ.
۵۵۲۹ کوچیان ماشومان چې ۳۱۸۴ انجونې پکې شاملې وې  د SCA په مرسته ښوونځیو ته لاړل.
۱۰۴ ښوونکیو ته د بریل او اشاروي ژبې روزنه ورکړل شوه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې تر مدیریت لاندې ۱۸۲۴۱۷۵ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شول.
۲۱ قابلې او ۲۳ نرسان د سویډن کمیټې له پروګرامونو څخه فارغ شول.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ۴ ارتوپیدي او۲۶ د فزیوتراپي ورکشاپونه کلینکونه ته وړاندې کړل.
د ۲۷۳ ښځو په ګډون ۵۳۹ معلولینو په بېلابېلو مرکزونو کې د انټرنشپ زده کړې ترلاسه کړې.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) د بلخ ولایت په لسو کلیو کې د سیمه ییزو ادارو د وړتیاوو لوړولو په موخه یوه ازمایښتي پروژه په لاره اچولې ترڅو د دغو کلیو له اوسیدونکو سره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) له خوا ۸۱ سیمه ییزو چارواکو ته د پراختیا، پراختیایي همغږۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې روزنې ترسره شوي.