اکبر مؤسسې ته د بروکسل د ۲۰۲۵ کال د اروپا د بشري مرستو په فورم کې د افغانستان د هیئت په څنګ کې د اروپايي ټولنې د پلاوي، IOM، VDO، او نړیوال بانک سره یوځای د افغانستان د نادولتي مؤسسو د ټولنې د استازیتوب ویاړ ترلاسه شو. په دې ناسته کې بحث تر ډېره پورې د راستنېدونکو په روان بحران، د بشري مرستو په تمویل او د قانوني لاسرسي پر کړنلارو، متمرکز و. اکبر مؤسسې ټینګار وکړ چې نادولتي مؤسسې لومړني ځواب ویونکي بنسټونه دي او د مرستو رسولو په برخه کې ترټولو ارزانه او چټک لوبغاړي دي - په ځانګړي توګه په لرې پرتو او له خطر ډکو سیمو کې. موږ پر خپل دې دریځ بیا ټنګار وکړ چې " په لږو سره ډیر څه کول" یو تلپاتې روایت نه دی او د وړاندوینې وړ تمویل، د بشري فضا ساتنې، او د ځایي کولو لپاره مو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه.
موږ د DG ECHO څخه مننه کوو چې وې ومنله د هیئت سپارښتنې به د لوړپوړو چارواکو د غونډې یا (SOM) راتلونکو بحثونو ته رسېږي. اکبر ژمن دی تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې له ساحې څخه غږونه د افغانستان په اړه د نړیوال ډیالوګ په رامنځته کولو کې ژور اغېز ولري.