کابل، اګست میاشت ۱۴مه نیټه ۲۰۲۵ کال – اکبر مؤسسې دSHAPE TPP پروګرام د لومړي د غړو مؤسسو د فراغت غونډې په ترسره کولو سره له یادو مؤسسو ددې ادارې د پنځو کلونو ملګرتیا، وده او د هغوی بدلون ولمانځه.
SHAPE TPP پروګرام د ۲۰۱۹ کال په نوامبر کې پیل شوی چې موخه یې د ملي نادولتي مؤسسو اداري ظرفیت غښتلی کول دی. د لومړني ګروپ غړو مؤسسو د پالیسانو د پراختیا، مالي او د پروګرام د برخې مدیریت، د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د حساب ورکولو میکانیزمونو او خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړ او په دې سره یې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې یاد پروګرام بشپړ کړ.
یاد مراسم د پرانسیتي بحث په ډول ترسره شول چې غړو مؤسسو په کې د راتلونکو پروګرامونو لپاره د لاسته راوړنو، ننګونو او سپارښتنو په اړه خبرې اترې وکړی. د اکبر مؤسسې د پروګرام برخې مسؤل ښاغلي ډین کوري، غونډې ته وینا وکړه او د ملي نادولتي مؤسسو د رهبرۍ، حساب ورکولو او دوامداره ودې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د مراسمو په پای کې غړو مؤسسو ته باورلیکونه هم ورکړل شول او په دې سره د لومړني ګروپ غړو مؤسسو د فداکاري او همکارۍ درناوی وشو.
"موږ د لومړي ګروپ غړو مؤسسو باندې ویاړو. دا یوازې خدای په اماني نه ده- بلکې د یوهٔ نوي څپرکي پیل دی"
دې لمانځنې د اکبر پر هغې ژمنې بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مدني ټولنې پیاوړتیا او د ملي نادولتي مؤسسو ملاتړ کوي؛ ترڅو په بشري او پرمختیایي هڅو کې لوی رول ولوبوي.