د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د اکبر مؤسسې له رئیس نمیک حیدروف سره لیدنه کړې.
او  په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو خبرې کړي.
د اکبر موسسې رئیس چاپېریالي مسایل او اقلیمي بدلون خورا مهم موضوعات بللي او ټینګار یې کړی؛ چې په دې برخه کې باید زیات کار وشي، ترڅو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو مالي سرچینو څخه مرستې راجلب شي.
مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی هېواد دی چې د څېړنو او کره معلوماتو  راټولولو په برخه کې د ادارې، ملي او نړیوالو مؤسسو لخوا ګډ کار ته اړتیا ده.
نوموړي څرګنده کړې؛ د نړیوالو لخوا د اسلامي امارت په راتګ سره د ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت چاپېریالي پروژې ځنډول شوي وې، چې له نېکه مرغه شپږ پروژې له تعلیق څخه ويستل شوي او پر پاتې نورو پروژو هم کار روان دی.
ښاغلي خالص زیاته کړې: موږ به په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان چاپېریالي ستونزې شریکوو او هڅه به کوو څو نړیوال پر دې قانع کړو، چې د افغانستان تعلیق شوې پروژې بېرته پیل او تطبیق کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د اکبر مؤسسې له رئیس څخه غوښتنه کړې، چې ټولې مؤسسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همغږې کړي؛ ترڅو چټک قدمونه واخیستل شي.
 همدا راز یې ټینګار کړی، چې ملي او نړیوالې ادارې او بنسټونه دې په (COP30) کنفرانس کې د افغانستان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو د افغانستان چاپېریالي ستونزې تر نړیوالو ورسېږي.