هره مؤسسه خپلې ځانګړې اړتیاوې، ستونزې او لومړیتوبونه لري. له همدې امله، د ظرفیت لوړونه باید د هرې مؤسسې له واقعي اړتیاوو څخه پیل شي، نه دا چې ټولو ته یوه ډول حللاره وړاندې شي.

د اکبر مؤسسې د ظرفیت لوړولنې پروګرام د اړتیاوو پېژندلو، ګډون او د نادولتي مؤسسو له کاري ټیمونو سره د ګډ کار کولو پر بنسټ جوړ شوی دی.

له غوښتنلیک سپارلو او د شرایطو له ارزونې څخه نیولې، د ظرفیتونو تر ارزونې، د اړتیاووسره سم د کاري پلان تر جوړولو او تخنیکي ملاتړ پورې، د اکبر مؤسسې کارکوونکی د مؤسسو له ټیمونو سره په ګډه کار کوي، تر څو داخلي سیسټمونه پیاوړي، پالیسۍ او کړنلارې ښې او د کارکوونکو پوهه او مهارتونه لوړ شي.

ددی پروګرام د کار د څرنګوالي او د خپلې موسسې لپاره د ملاتړ غوښتلو بهیر د پیژندنې لپاره زموږ ويډیو وګورئ.

د پروګرام او د ملاتړ غوښتنلیک په اړه د نورو معلوماتو لپاره:  ظرفیت لوړول او سازمانی وده