د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې په ۱۸مه نیټه د اکبر مؤسسې رئیس نمیک حیدروف د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند سره وکتل.
په ناسته کې په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پراختیا پر فرصتونو او لهٔ اړوندو ادارو سره د اغیزمنې همغږۍ پر اړتیا باندې تمرکز وشو.
ښاغلي حیدروف زیاته کړه: ((داچې امنیتي وضعیت ښهٔ شوی دی؛ نو د پراختیايي پروژو په برخه کې د نوښتنونو لپاره وړ شرایط رامنځته شوي دي.))
حیدروف همدارنګه زیاته کړه چې نه یوازې د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستو جلب اړین دی؛ بلکه د همدغو مرستو ساتنه خورا مهمه خبره ده. هغه د اکبر مؤسسې پر هغې ژمنې بیاځلې ټینګار وکړ چې د نړیوالو مرستو په راټولولو کې به هڅه کوي او له اړوندو اداراو سره به د پروژو د اغیزمنتیا لپاره همغږي کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.