اکبر مؤسسه تل ژمنه ده چې د خپلو غړو ملي او نړیوالو مؤسسو ظرفیتونه پیاوړي کړي او هغوی ته وده ورکړي. د همدې ژمنې په پام کې نیولو سره، یاده مؤسسه په منظم ډول مرکز او زونونو کې د ظرفیت لوړونې او ښه والي په موخه رونیزې دورې برابروي. دغه روزنې د غړو مؤسسو د غوښتنو پر بنسټ ترتیب شوې دي او د هغوی د ځانګړو تخنیکي او عملیاتي اړتیاوو سره تطابق لري؛ څو د هغوی اغیزمنتیا، تلپاتې والی او د پروګرامونو وړاندې کول ښه کړي او لا وده ومومي.

د همدې هڅو په دوام، د اکبر مؤسسې د ملاتړ او ښکیلتیا برخې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۱ او ۲۲ نېټه هغو غیردولتي غړو مؤسسو ته دوه ورځینۍ ښوونیزه دوره د (ښکیلتیا او اړیکو) تر نامه لاندې برابره کړه چې د افغانستان په سویل (کندهار ولایت) کې فعالې دي. 

د دې روزنیزې دورې موخه د ګډونوالو پوهه او عملي مهارتونو ته وده ورکول وو؛ څو وکړای شي د خپلو مؤسسو په ښه ډول استازیتوب وکړي، همکاریو ته وده ورکړي، او د پالیسي جوړولو او پریکړې کولو پروسو باندې خپل اغیز وښندي. په دې روزنیزه دوره کې د سویل زون د ملي او نړیوالو مؤسسو ۲۹ کارکوونکو ګډون کړی و. روزنه تر ډېره بریده تعاملي وه چې پکې عملي تمرینات او ډله اییز بحثونه شامل وو او له دې لارې ګډنوال وهڅول شول چې خپلې تجربې سره شریکې کړي او له یو بل څخه زده کړې وکړي. ګډونوالو د روزنې د محتوا او تدریس په اړه رضایت څرګند کړ او يادونه یې وکړه چې دا روزنه د دوی له جاري کار او راتلونکو حمایتي نوښتونو سره تړاو لري.

اکبر مؤسسه د خپلو غړو مؤسسو د ظرفیتونو ملاتړ ته دوام ورکوي، ځکه یاده مؤسسه باور لري چې اغیزمنې مؤسسې د پیاوړو او مقاومو ټولنو لپاره د بنسټ حیثیت لري.