اکبر مؤسسې د اګست پهٔ میاشت کې د هغو ملي نادولتي مؤسسو لپاره ستاینغونډه جوړه کړه کومو چې د (SHAPE TPP)  پروګرام ټولې اړتیاوې پهٔ بریالي ډول بشپړې کړې وې. د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام د (FCDO) په مالي ملاتړ ترسره کیږي. ستاینغونډه د غړو مؤسسو  د دوامداره پرمختګ او د غښتلتیا لپاره د دوی ژمنو ته د درناوي په  پار ترتیب شوې وه او ددې لپاره چې په بشري او پراختیایي چارو کې د باور وړ مشرانو په توګه د دوی لاسته راوړنې ولمانځي.

هغه وخت چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې د (SHAPE TPP) اوسنی پروګرام پیل شو؛ نو ډیری نادولتي مؤسسې له امید او شک سره یاد پروګرام کې غړیتوب واخیست، دوی پر دې پوهېدل چې د ظرفیت لوړونې دا لاره لنډه او اسانه نه ده؛ مګر هیچا هم دا تصور نه کاوهٔ چې دا پنځه کلن سفر به د دوی د ادارو بڼه بدله کړي.

روزنیزې دورې او لارښوونېزې غونډې چې تر ډېره پورې د پالیسۍ پر پراختیا، د پروګرامونو او مالي چارو پر مدیریت، د کارکوونکو په ظرفیت لوړونې او د حساب ورکولو د میکانیزمونو پر رامینځته کولو باندې متمرکزې وې، ددې اوږده سفر لپاره اړینې وې. دې کار ځینې ننګونې هم درلودې چې له هغې ډلې د زیات کاري بار، د سرچینو نشتوالی او کله ناکله د مایوسۍ شیبې د یادونې وړ دي؛ مګر له هر خنډ سره تر مخ کېدو او له  منځه وړو وروسته، د پرمختګ په لور یو نوی ګام پورته شو، چې بالاخره، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، دغو ګډون کوونکو نادولتي مؤسسو وکولای شول یاده ستونزمنه لاره بشپړه کړي او له یاد پروګرام څخه ویاړمنې فارغې شي. ددې ټولو هڅو او سخت کار پایله دا وه چې داسې نادولتي مؤسسې راڅرګندیدې شي چې د افغانستان په مدني صحنه کې له ډیر باور، وړتیا او خپلواکۍ سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د (TACT) مؤسسې رئیس ښاغلي ډاکټر نیازي په دې اړه وویل: "که څه هم زموږ مؤسسه ددې پروګرام له پیل څخه وړاندې جوړه شوې وه؛ مګر بیا هم له دې پروګرام سره له یوځای کېدو وروسته د ظرفیت لوړونې او د پالیسیانو د پراختیا په اړه چې کومې چارې ترسره شوې؛ موږ یې ددې وړ کړو چې د ډیرو بسپنه ورکوونکو لپاره خپله وړتیا په ډاګه کړو او له دوی څخه ډیرې بسپنې ترلاسه کړو."  د فراغت له دې مراسمو سره چې د مؤسسو لپاره د پرمختګ یو مهم پړاو بلل کیږي، ټول پر دې پوهیږي چې هر بنسټ له دې وروسته مسؤلیت لري او هغه عبارت دی له: غوره مدیریت، شفافیت او د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت.

سمیر حبیبي د (JACK) مؤسسې کارکوونکي په دې اړه زیاته کړه: "د دې پروګرام یو مثبت اړخ دا و چې اکبر او د جک مؤسسې ترمنځ یې غښتلې همغږي رامنځته کړه او دې چارې له موږ سره د هر اړخیز ملاتړ مانا درلوده. یاد پروګرام وکولی شول چې د نادولتي مؤسسو ترمنځ همغږي او شبکه رامینځته کړي د کومې پایله چې د معلوماتو او تجربو شریکول وو". یاده ستاینغونډه د مؤسسو لپاره یوازې یوه ساده پېښه نه وه؛ بلکې په افغانستان کې د نادولتي مؤسسو د ظرفیت لوړونې لپاره د ژمنتیا ښکارندویه وه او دداسې یوه روایت ثبوت و چې وايي: کله چې پوهه، همکاري او ژمنتیا یوځای شي، کولی شي روښانه راتلونکی باوري کړي.