۲۴-۲۳ نوامبر ۲۰۲۵، اکبر مؤسسې د (SHAPE-TPP) پروګرام د چتر  لاندې ددې فرصت درلود چې د یادې برنامې غړو مؤسسو ته د (بسپنو را ټولولو او له بسپنه‌ ورکوونکو سره د اړیکو پیاوړي کول) تر نامه لاندې یوه ښونیزه دوره برابره کړي، څو یادې مؤسسې غښتلې او پیاوړې شي.
په دې ښوونیزه دوره کې یو مسلکي نړيوال ټیم اړونده اړینې  لارې چارې او غوره کړنلارې وړاندې کړې، څو له بسپنه ‌ورکوونکو سره اړیکې قوي او د مرستو راټولولو  هڅې لا  ډېرې اغېزمنې شي.
په دې ښوونیزه دوره کې د بسپنه‌ ورکوونکو د اړیکو د متخصصینو لخوا ژور او ګډ رونیز  ورکشاپونه، د واقعي پېښو څیړنې چې نوښتګر فکر ته الهام ورکوي او ګډ عملي کارونه شامل وو چې د نویو فکرونو د رامنځته کیدولو لامل وګرځیدل.
موږ ټول یو ځای، د خپلو غړو مؤسسو لپاره د روښانه راتلونکې د جوړولو په لټه کې یو!