د هرې بریالۍ پروژې تر شا ځینې داسې ژمن وګړي وي چې یادې پروژې عملي کوي. اکبر مؤسسه باور لري چې ددې وګړیو د ملاتړ تر ټولو غوره لاره دا ده چې له دننه څخه د سالېمو او مقاومو ادارو په رامنځته کولو کې ورسره مرسته وشي.
ظرفیت لوړونه چې زموږ له اساسي محورونو څخه یو دی؛ ځکه مو د همدې مسیر د طی کولو په درشل کې په دې وروستیو کې د( SHAPE-TPP) پروګرام له لارې غړو مؤسسو ته د بشري سرچینو د مدیریت په اړه دوه ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره کړه. دا روزنه یوازې د ورقو او اسنادو تر برخې پورې محدوده نه وه، بلکې موږ د بشري منابعو په اړه تر ډېره پورې پر «بشري» اړخ تمرکز وکړ او هغه عبارت دی؛ دداسې کاري چاپېریال رامنځته کول چې کارکوونکي پکې ځانونه ارزښتمن احساس کړي او داسې سیستمونه جوړ کړي چې د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه شي.
د بنسټونو د ظرفیت لوړونې له مخې، د یادې برنامې غړي مؤسسې یوازې خپل ورځنۍ چارې نه ښې کوې؛ بلکې لا ډېر خپلواک کېږي، د مستقیم تمویل ترلاسه کولو لپاره په ښه موقعیت کې قرار نیسي، پر خپلو پښو درېږي او بلاخره دوامدار او تلپاتې بدلون رامنځته کوي.