د سیمه اییزې کیدنې تخنیکي کاري ډله یا (LTWG)
د سیمه اییزې کېدنې د اوسني وضعیت د ارزونې لپاره، د سیمه اییزې کېدنې تخنیکي کاري ډلې یا (LTWG) چې د اکبر مؤسسې له لوري یې کوربتوب کېږي، د اکتوبر میاشتې په وروستیو او د نوامبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په مرکزي، شمالي، جنوبي او لوېدیځو زونونو کې د سیمه اییزې کېدنې ورکشاپونه ترسره کړل. د دغو ورکشاپونو موخه دا وه چې د سیمه اییزې کېدنې په اوو مهمو برخو کې د اوسنیو لارو چارو، بېلګو او د راتلونکي لپاره د مطلوبو موخو په اړه بېلابېل نظرونه را ټول کړي. دغو ورکشاپونو ګڼ شمېر ګډونوال سره راټول کړي وو چې په هغو کې د ملي مؤسسو، د ټولنې پر بنسټ جوړو شویو ادارو، نړېوالو غېر دولتي مؤسسو او د سیمو د مشرانو استازي شامل وو.
ګډونوالو پر هغو روانو چارو رڼا واچوله چې د سیمه اییزې کېدنې پر هڅو اغېز ښندي، لکه لنډ مهاله ګدونتیا، محدود او غیر انعطاف منونکې بسپنې، د سیمه ایزو بنسټونو کم ګډون، د اوږدمهاله اداري لوړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د پوره ملاتړ نه شتون، د ټولنې محدود ګډون، او د پروژې د طرحې په لومړیو پړاوونو کې د سیمه اییزو ښکېلو خواوو لږه ونډه او نور موضوعات.
ګډونوالو د عادلانه او پر باور ولاړو مشارکتونو، انعطاف منونکي تمویل، د نړېوالو او ملي مؤسسو ترمنځ د غښتلي تړاو، په بنسټونو کې د غوره همغږۍ او ښې استازولۍ، د متوازنې رهبري ونډه، د لوړتیاوو د لا پراختیا په پار په بشري او پرمختیایي پروګرامونو/پالیسیو کې د ګډون پیاوړتیا، او د هر اړخیزو تګلارو غوښتنه وکړه او روښانه یې کړه چې دا هغه څه دې چې له امله یې تلپاتې والی باوري کیږي.
د جوړښتیزو ډله ییزو بحثونو او پریزینټېشنونو له لارې، ګډونوالو په افغانستان کې د سیمه اییزې کېدنې د هڅو اړوند اوسنی وضعیت، کړنې او موخې وڅېړلې. هغه نظریات او وړاندیزونه چې د ورکشاپونو پر مهال ترلاسه شول، د سیمه اییزې کېدنې د بنسټیزې ارزونې او راپور په چمتو کولو کې مستقیمه مرسته کولی شي او همدارنګه به د افغانستان لپاره د LTWG درې کلنې ستراتیژۍ په جوړولو کې اړین رول ولوبوي.