اکبر مؤسسې د (SHAPE-TPP) پروګرام د پلې کولو په لړ کې وکولی شول چې د ۲۰۲۵ کال د سپتامبر میاشتې له ۲۴ تر ۲۵مې نیټې پورې د دریېم (Cohort) غړو مؤسسو لپاره د پالیسۍ جوړولو او پلي کولو په اړه یو مهم روزنیز پروګرام ترسره کړي، کوم چې د اغېزمن ملاتړ او پروګرام پلي کولو لپاره بنسټیزه وسیله ده. دې روزنیزې دورې وکولی شول چې د مؤسسو کارکوونکي وهڅوي چې په منظمه توګه پالیسۍ طرحه، تحلیل، او پلي کړي؛ ترڅو د دوی له مأموریت او د هغو ټولنو له اړتیاوو سره سم خدمتونه وړاندې کړي. د پالیسۍ جوړونې په مهارتونو کې د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، ګډونوال پر دې پوه شول څو په منظم ډول پیچلي مسائل حل کړي او مؤسسې یې د مثبت بدلون اغېزمنتوب درک کړي. مؤثره پالیسي جوړونه له روڼتیا او حساب ورکونې سره مرسته کوي او له دې لارې له ښکېلو اړخونو، بسپنه ورکوونکو او ګټه اخیستونکو سره خپل اعتبار او باور جوړوي.
په (SHAPE-TPP) پروګرام کې، موږ د خپلو غړيو مؤسسو لپاره په پالیسۍ جوړولو کې د بنسټیزې پوهې شتون او د هغې اهمیت درک کړی دی. ددې روزنېزې دورې له لارې، موږ د دغو مؤسسو ظرفیت لوړ کړی دی؛ څو اغېزمنې پالیسۍ جوړې او پلي کړي. دا پانګه اچونه نه یوازې د دوی داخلي پروسې پیاوړي کوي، بلکې هغوی مالي سرچینو ته د لاسرسي او له کلیدي ښکېلو اړخوونو سره د معناداره اړیکو جوړولو فرصتونه ترلاسه کوي او په پایله کې ټولنیز بدلون لپاره مرسته کوي همدارنګه د دوی د تلپاتې کیدو وړتیا زیاتوي.