اکبر مؤسسې په دې وروستیو کې د غړو مؤسسو د رئیسانو دوه میاشتنۍ غونډه ترسره کړه، ترڅو په افغانستان کې د ژر بدلیدونکو بشري اړتیاوو په اړه بحث وکړي. د غړو مؤسسو رئیسانو په ټولنو او د پلي کونکوو فعالینو په وړاندې د شته زیاتیدونکو ننګونو په اړه بحث وکړ او د ډله اییز اقدام، غښتلې همغږۍ، او ګډې زده کړې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

یاد بحث روښانه کړه چې څنګه د همغږۍ په برخه کې شته ملاتړ، ښکیلتیا، او د زده شويو درسونو تبادله وشي؛ ترڅو د عملیاتي خنډونو په حل کې مرسته وکړي او د ډیر اغیزمن او حساب ورکوونکي بشري غبرګون په برخه کې ملاتړ رامنځته شي.

اکبر او د یاد بنسټ غړې مؤسسې ژمنې دي چې د اغیزمنو ټولنو غږونه را پورته کړي او په ټول هیواد کې د بیړنیو بشري اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي.