چیرته چې ماشومتوب غوړېږي، جګړه ځای نه لري
موږ خوښ یو چې د War Child Canada فعالیتونه وړاندې کوو، یاده مؤسسه هغه نړیواله بشري مؤسسه ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د خلکو لپاره فعالیت کوي. دغه مؤسسه په لسو ولایتونو کې د ماشوم خوندیتوب، ښوونې او روزنې، روغتیا، د ځوان کهول په پراختیا او بشري غبرګون په برخه کې بیلابیل پروګرامونه پلي کوي او له ښځو، ماشومانو، ځوانانو او زیانمنو ټولنو څخه ملاتړ کوي.
په تېرو څو میاشتو کې، War Child Canada د خپلو سیمهییزو غړو په همکارۍ سره د خوندیتوب، ښوونې او روزنې، روغتیا، رواني او ټولنیز ملاتړ او معیشتي خدمتونو په برخه کې فعالت ته دوام ورکوي. د ۲۰۲۵ کال تر پایه، دې مؤسسې له ۱.۸ میلیونو څخه زیاتو ښځو، نجونو، هلکانو، نارینهوو او د ټولنې نورو غړو چې معلولیت لرونکو کسان هم په کې شامل دي خدمتونه وړاندې کړي دي.