د بست د دندو لایحه:
1. د پوهنتون او روغتون د ستراتېژیک کلني تطبیقي پلان په رڼا کې کلنی کاري پلان ترتیبول.
2. د ستراتېژیک کلني تطبیقي پلان په رڼا کې د عملیاتي او انکشافي پلانونو د ترتیب چارې رهبري کول.
3. د روغتون لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان د تدوين، تطبیق او ارزونې اړوند چارې رهبري کول.
4. د روغتون د پنځه کلن مالي پلان او پنځه کلنې بودیجې د ترتیبولو چارې رهبري کول.
5. د عامې روغتیا، لوړو زده کړو وزارتونو او نورو ولايتي ادارو پر وړاندې د روغتون غوره استازیتوب کول.
6. د روغتون د اداري/رهبرۍ شورا د جلساتو رهبري ترسره کول او د پوهنتون په علمي شورا کې ګډون کول.
7. د روغتون د معالجوي، تدریسي، تشخیصیه، اداري او مالي چارو څخه نظارت ترسره کول.
8. د عامې روغتیا د (MRS) او لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او ساتنې معیارونو تعقیبول او تطبیقول.
9. په هېواد کې د عامې روغتيا وزارت له خوا د روغتونونو درجه بندۍ لپاره ټاکل شوي معيارونه تطبیقول او په دې لړ کې لوړ کاري اهداف ترلاسه کول.
10. د طبي او اداري کارکوونکو تقرر، ترفیع او انفکاک په هکله لازم اجرأت ترسره کول.
11. د طبي او اداري کارکوونکو د ورځنۍ حاضرۍ څخه په دوامدار ډول نظارت ترسره کول.
12. په تدریسي، اداري او مالي چارو کې د سپین غر پوهنتون او تدریسي روغتون ترمنځ کاري اړيکې ساتل او پياوړي کول.
13. د معالجینو او متخصصینو د څېړنو د ترسراوي، نشر، ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون زمینه سازي کول.
14. په معالجوي، تدریسي او اداري برخو کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه کول.
15. د هېواد په داخل او بهر کې د معالجوي، تدریسي، تخصصي روغتونونو او روغتيايي مرکزونو سره د اړیکو ايجاد او پراختيا.
16. د روغتون د طبي او اداري کارکوونکو د مکافاتو اومجازاتو په برخه کې اړین اجرأت ترسره کول.
17. د روغتون لپاره د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شویو کمېټو د چارو څخه څارنه ترسره کول.
18. د صنفي او نهایي ستاژ محصلانو د عملي کارونو لپاره د اړینو سهولتونو ایجاد او څارنه ترسره کول.
19. په معالجوي او تشخیصیه برخو کې د نوکریوالۍ سیستم څخه دوامداره څارنه ترسره کول.
20. د معالجوي، تدریسي، اداري او مالي برخو لپاره د پالېسیانو، کړنلارو او پروسیجرونو رامنځته کول او تطبیقول.
21. د روغتون د عوایدو د زیاتوالي او غير ضروري لګښتونو کنټرول لپاره د پوهنتون اداري شورا ته وړانديزونه سپارل.
22. په تدریسي، معالجوي او اداري برخو کې د نظم او انظباط رامنځته کول او څارنه ترسره کول.
23. په روغتون کې د هر ډول فساد، غفلت، بې نظمۍ او حقوقو ضياع مخنيوی کول او د اسلامي ارزښتونو رعايت ته جدي پاملرنه کول.
24. د روغتون د خدماتو د پراختیا، کار کوونکو، ناروغانو او ناروغ لرونکو رضایت لوړولو لپاره د اړینو اجرأتو ترسره کول.
25. په تشخیصیه، فارمیسي او اداري برخو کې د عملیاتي مصارفو د کنټرول په موخه دوامداره څارنې ترسره کول.
26. د روغتون د ډیټابېس سیستم د کارونې او عامې روغتیا وزارت ته د (HMIS) راپورونو کتنه او په ټاکلو وختونو کې له پوهنتون او اړوندو بهرنيو ادارو سره شريکول.
27. د روغتون د سرطبابت، اداري کارکوونکو، مالي او حسابي چارو مدیریتونو څخه نظارت ترسره کول.
28. د عامې روغتيا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان طبي شورا او پوهنتون له خوا ترسره کېدونکو ارزونو کې د روغتون د ارزونو رهبري کول.
29. د پوهنتون علمي شورا ته د روغتون د رئيس په توګه د خپل کاري پلان ربعوار او کلني راپورونه وړاندې کول.
30. د پوهنتون علمي شورا ته د روغتون د کلني عملياتي او انکشافي پلانونو د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه وړاندې کول.
31. د پوهنتون د داخلي پلټنې کمېټې مسؤلينو سره د روغتون د اختصاصي پلټنو پر مهال همکاري کول.
32. نورې هغه دندې ترسره کول چې د عامې روغتيا وزارت، لوړو زده کړو وزارت، افغانستان طبي شورا او د پوهنتون علمي شورا له خوا د روغتون رئيس ته سپارل کيږي.