د نادولتي مؤسسو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د خپلو روانو هڅو په لړ کې، د اکبر مؤسسې د لومړي ځل لپاره په ارزګان ولایت کې د ساتنې او خوندیتوب روزنیزه برنامه ترسره کړه.
د دې برنامې موخه د روزنیزو فرصتونو پراخول، د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې د پوهې او کاري کړنو پیاوړتیا، او د ټولنو لپاره د خوندي او درناوي ډک چاپېریال رامنځته کولو ته وده ورکول دي.
د اکبر مؤسسه ژمنه ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روزنې فرصتونه پراخ کړي او د نادولتي مؤسسو له کارکوونکو سره مرسته وکړي، څو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې خپله پوهه او کاري کړنې پیاوړې کړي.