په کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ژمنیو مرستو ویش او د نوي ژوند هیله
موږ خوښ یو چې د (OCHR) ملي نادولتي مؤسسې فعالیتونه دلته وړاندې کوو، هغه مؤسسه چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې ده او په افغانستان کې د حفظالصحې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب، تغذیې، سرپناه، ښوونې او روزنې او د اقلیمي بدلون په وړاندې د توانمندۍ په برخو کې بشري او پراختیایي مرستې وړاندې کوي او خپل تمرکز یې بحران ځپلو، بېځایه شوو، راستنېدونکو او محرومو ټولنو ته ور اړولی دی.
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل میاشتو ترمنځ، OCHR د CAID په ملاتړ په کونړ ولایت کې ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمنۍ مرستې برابرې کړې. په ټولیز ډول ۲٬۹۰۹ کسانو، چې ۱٬۵۸۸ یې ښځې او نجونې او ۱۰۱ تنه یې معلولیت لرونکي کسان وو، دغه ژمنۍ مرستې چې ژمني کالي او کمپلې په کې شاملې وي، ترلاسه کړې؛ ترڅو د سخت ژمي له سړې هوا څخه خوندي پاتې شي.
په وخت سره د همدې ژمنیو مرسته په برابرولو سره OCHR وکولی شول چې د سړې هوا اړوند خطرونه کم کړي، د ټولنو د توانمندي وړتیا لوړه کړي او زیانمنو کورنیو ته زمینه برابره کړي چې له زلزلې وروسته خپل ژوند بیرته په پوره خونديتوب او عزت ورغوي.