د (WVI) مؤسسې د نازک¬حالت تر نامه لاندې په فورم کې ګډون وکړ او د نازکو حالاتو او شخړو له امله اغېزمنو شویو ټولنو لپاره د اغېزمنو مشارکتونو او حللارو د پرمختګ په اړه بحثونو کې یې فعاله ونډه واخیسته.
د ۲۰۲۶ کال د نازکحالت تر نامه لاندې فورم وکولی شول چې په پراختیايي، بشري، دولتي او څو اړخیزو چارو کې د ښکیلو خواوو استازي سره راټول کړي؛ څو په ټوله نړۍ کې د نازکو حالاتو، شخړو او تاوتریخوالي (FCV) له امله د مخ پر زیاتېدونکو ننګونو په اړه بحث وکړي. فورم د همغږۍ پیاوړتیا، د پوهې شریکولو او ګډو اقداماتو پر ښه کولو تمرکز درلود؛ ترڅو په هغو چاپېریالونو کې چې د نازکو حالاتو، شخړو او تاوتریخوالي اغېز پرې شوی، د فقر او بېثباتۍ د زیاتوالي له امله رامنځته شویو ستونزو ته رسېدنه وشي. په ورته وخت کې د نړۍوال بانک د کاري ډلې له هغو هڅو هم ملاتړ وشي چې په نازکو شرایطو کې د خپل تعامل او ښکېلتیا تګلاره پیاوړې کوي.
نورولولی