Request for Proposal

د صنعتي مالدارۍ روزنیزه اکاډمي - Industrial Farming Training Academy

WROAR & ASSHO

2026-11-09
2026-11-22
Open

A. Background

Demand for milk and dairy products in Kabul continues to rise, and a growing number of farms around the city keep cattle on a commercial basis. Most of these farms, however, still rely on traditional management practices. High feed costs, preventable animal diseases, limited access to improved genetics, milk quality below the standards required by processors, and weak market linkages keep productivity and farm incomes low.

WROAR and ASSHO have established the Kabul Livestock and Dairy Farmer Academy to support the transition of commercial farms from traditional practices to modern, market-oriented production. Through this Call for Expression of Interest, WROAR and ASSHO invite eligible farm owners and managers in Kabul Province to register for the Academy's training courses.

الف. شالید

په کابل کې د شیدو او لبني محصولاتو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده، او د ښار په شاوخوا کې د فارمونو مخ په ډېرېدونکی شمېر غواګانې په تجارتي ډول ساتي. خو د دغو فارمونو ډېری لا هم پر دودیزو مدیریتي طریقو تکیه کوي. د خوراک لوړ لګښت، د څارویو د مخنیوي وړ ناروغۍ، اصلاح شویو نسلونو ته محدود لاسرسی، د لبنیاتو د پروسس کوونکو شرکتونو له اړین معیار څخه د شیدو ټیټ کیفیت، او له بازار سره کمزورې اړیکې د فارمونو تولید او عاید ټیټ ساتلي دي.

تنظیموونکو مؤسسو د کابل د مالدارۍ او لبنیاتو اکاډمي د دې لپاره جوړه کړې ده چې له دودیزو طریقو څخه عصري او بازار ته متوجه تولید ته د تجارتي فارمونو د لېږد ملاتړ وکړي. د دې بلنې له لارې د کابل ولایت د فارمونو وړ مالکان او مدیران رابلل کېږي چې د اکاډمۍ په روزنیزو دورو کې د ګډون لپاره ثبت‌نام وکړي.

الف. پیشینه

تقاضا برای شیر و محصولات لبنی در کابل رو به افزایش است و شمار فزاینده‌ای از فارم‌های اطراف شهر گاو را به گونهٔ تجارتی نگهداری می‌کنند. با این حال، بیشتر این فارم‌ها هنوز بر روش‌های سنتی مدیریت متکی‌اند. بلند بودن هزینهٔ خوراک، امراض قابل پیشگیری حیوانی، دسترسی محدود به نسل‌های اصلاح‌شده، کیفیت شیر پایین‌تر از معیارهای مورد نیاز شرکت‌های پروسس لبنیات، و ضعف ارتباط با بازار، سطح تولید و عاید فارم‌ها را پایین نگه داشته است.

مؤسسه‌های برگزارکننده آکادمی مالداری و لبنیات کابل را به منظور حمایت از گذار فارم‌های تجارتی از روش‌های سنتی به تولید عصری و بازارمحور ایجاد کرده‌اند. از طریق این فراخوان، از مالکان و مدیران واجد شرایط فارم‌ها در ولایت کابل دعوت می‌شود تا برای اشتراک در دوره‌های آموزشی آکادمی ثبت‌نام کنند

B. Objective

The objective of the program is to improve the productivity, product quality and profitability of commercial cattle and dairy farms in Kabul Province by strengthening the technical and business capacity of farm owners and managers, and by linking them with dairy processors, milk collection centers and licensed input suppliers.

C. Scope of Training

Courses are delivered by qualified veterinarians and livestock specialists and cover the following areas:

1. Feeding and nutrition: ration formulation, fodder production, silage making and feed cost management.

2. Animal health: disease prevention, vaccination schedules, farm biosecurity and the responsible use of veterinary medicines.

3. Breeding and reproduction: artificial insemination, heat detection, breed improvement and herd recording.

4. Milk hygiene and quality: hygienic milking, milk cooling, the quality requirements of dairy processors and basic dairy processing.

5. Farm business management and market access: business planning, production cost and profitability analysis, supply contracts, and a Market and Services Day with dairy processors, milk collection centers and licensed input suppliers.

D. Training Arrangements

• Duration: 12 months, with one course of a minimum of five days held every two months.

• Venue and methodology: Kabul; classroom sessions combined with practical work on host farms, delivered in Pashto and Dari.

• Women participants: a separate course delivered by female trainers will be organized for women who own, manage or work on commercial farms.

• Materials and certification: each participant receives an illustrated farmer handbook; participants who complete the course receive a certificate of completion.

• Follow-up: post-training technical support through a trainer-led advisory group and farm visits.

• Logistics: lunch and refreshments are provided on training days. Per diem, transport and accommodation costs are not covered.

E. Eligibility Criteria

Applicants must meet all of the following criteria:

1. Own or manage a farm in Kabul Province that keeps cattle for the commercial sale of milk or meat.

2. Hold a herd of at least 10 cattle. Households keeping cattle mainly for home consumption are not eligible.

3. Be the owner, or the manager responsible for decisions, of the farm.

4. Commit to attending all days of the assigned course and to applying improved practices on the farm.

Women who own or manage commercial farms, or who are responsible for milking and dairy processing, are strongly encouraged to apply.

F. Selection Process

Applications will be screened periodically against herd size, commercial orientation, location, commitment to attend, and the overall balance of each course group. Only shortlisted applicants will be contacted by telephone and informed of the dates and venue of their course. Submission of an expression of interest does not guarantee participation.

G. How to Submit an Expression of Interest

Interested farmers should complete the online registration form, available in Pashto and Dari, at https://tally.so/r/bZ9572

Applicants who are unable to read or write may be assisted by a family member, extension worker, community representative or NGO staff member in completing the form. NGOs, veterinary field units, extension services and community councils working in Kabul Province are requested to share this announcement with eligible farmers and to assist them with registration.

H. Queries

Queries regarding this call may be addressed to info@rationalwomen.org or info@assho.org.

I. General Conditions

• Participation is free of charge. WROAR and ASSHO do not charge any fee at any stage of registration, selection or training. Any request for payment in connection with this program should be refused and reported to WROAR.

• Personal information submitted will be used solely for participant selection and program follow-up, and will not be shared with third parties without the applicant's consent.

• This call does not constitute a commitment to admit any applicant. WROAR and ASSHO reserve the right to modify or cancel the program or the selection process at any time.

• WROAR and ASSHO maintain a zero-tolerance policy on fraud, corruption, and sexual exploitation and abuse.

ب. موخه

د پروګرام موخه دا ده چې د فارمونو د مالکانو او مدیرانو د تخنیکي او سوداګریز ظرفیت د پیاوړي کولو، او د لبنیاتو له پروسس کوونکو شرکتونو، د شیدو د راټولولو له مرکزونو او د مالدارۍ د اړینو توکو له جواز لرونکو عرضه کوونکو سره د هغوی د نښلولو له لارې، د کابل ولایت د غواګانو او لبنیاتو د تجارتي فارمونو تولید، د محصول کیفیت او ګټه ښه کړي.

ج. د روزنې ساحه

دورې د وترنري ډاکټرانو او د مالدارۍ د تجربه لرونکو متخصصینو له خوا وړاندې کېږي او لاندې موضوعګانې پکې شاملې دي:

۱. تغذیه او خوراک: د خوراکي راشن جوړول، د علوفې تولید، د سایلیج جوړول او د خوراک د لګښت مدیریت.

۲. د څارویو روغتیا: د ناروغیو مخنیوی، د واکسین مهالوېش، د فارم ژوندی امنیت او د وترنري درملو مسوولانه کارونه.

۳. د نسل اصلاح او تکثیر: مصنوعي تلقیح، د ګرمۍ (فحلي) پېژندنه، د نسل ښه والی او د رمې د ریکارډ ساتنه.

۴. د شیدو روغتیا او کیفیت: روغ لوشل، د شیدو سړول، د لبنیاتو د پروسس کوونکو شرکتونو د کیفیت اړتیاوې او د لبنیاتو لومړنی پروسس.

۵. د فارم سوداګریز مدیریت او بازار ته لاسرسی: سوداګریز پلان، د تولید د لګښت او ګټې تحلیل، د عرضې قراردادونه، او د لبنیاتو له پروسس کوونکو شرکتونو، د شیدو د راټولولو له مرکزونو او جواز لرونکو عرضه کوونکو سره «د بازار او خدماتو ورځ».

د. د روزنې ترتیبات

• موده: ۱۲ میاشتې؛ هرې دوه میاشتې یوه دوره جوړېږي.

• ځای او طریقه: کابل؛ صنفي غونډې د کوربه فارمونو پر سر له عملي کار سره یوځای، په پښتو او دري ژبو.

• روزنیز توکي او سند: هر ګډونوال ته د فارمدار انځوریز لارښود ورکول کېږي او هغه ګډونوال چې دوره بشپړه کړي، سند ترلاسه کوي.

• تعقیب: له روزنې وروسته تخنیکي ملاتړ د روزونکو تر مشرۍ لاندې د یوې مشورتي ډلې او د فارمونو د لیدنو له لارې.

• لوژستیک: د روزنې په ورځو کې د غرمې ډوډۍ او چای برابرېږي. ورځنۍ پیسې، د ټرانسپورټ او استوګنې لګښت نه ورکول کېږي.

هـ. د وړتیا معیارونه

غوښتونکي باید لاندې ټول معیارونه پوره کړي:

۱. په کابل ولایت کې د داسې فارم مالک یا مدیر وي چې غواګانې د شیدو یا غوښې د تجارتي پلور لپاره ساتي.

۲. لږ تر لږه ۱۰ غواګانې ولري. هغه کورنۍ چې غواګانې ډېری د کورني مصرف لپاره ساتي، وړ نه دي.

۳. د فارم مالک، یا هغه مدیر وي چې د فارم د پرېکړو مسوولیت لري.

۴. ژمن وي چې د ټاکل شوې دورې په ټولو ورځو کې ګډون وکړي او ښې شوې طریقې په خپل فارم کې پلي کړي.

و. د ټاکنې بهیر

غوښتنې به په دوره‌یي ډول د غواګانو د شمېر، تجارتي لوري، ځای، د ګډون ژمنې او د هرې روزنیزې ډلې د عمومي توازن پر بنسټ وکتل شي. یوازې له لنډ لیست شویو غوښتونکو سره به د ټیلیفون له لارې اړیکه ونیول شي او د دوی د دورې نېټه او ځای به ورته وویل شي. د لېوالتیا څرګندول په پروګرام کې د ګډون تضمین نه کوي.

ز. د لېوالتیا د څرګندولو طریقه

لېوال فارمداران باید د ثبت‌نام آنلاین فورمه چې په پښتو او دري ژبو شته، له دې لینک څخه ډکه کړي: https://tally.so/r/bZ9572

هغه غوښتونکي چې لوست او لیک نه شي کولای، کولای شي د فورمې د ډکولو لپاره د کورنۍ له یوه غړي، د ترویج له کارکوونکي، د سیمې له استازي یا د یوې مؤسسې له کارکوونکي مرسته واخلي. له نادولتي مؤسسو، وترنري ساحوي واحدونو، ترویجي خدماتو او ځایي شوراګانو څخه چې په کابل ولایت کې فعالیت کوي هیله کېږي چې دا اعلان له وړ فارمدارانو سره شریک کړي او د ثبت‌نام په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

ح. پوښتنې

د دې بلنې په اړه پوښتنې ‎info@rationalwomen.org‎ پتې یا هم info@assho.org ته لېږلای شئ.

ط. عمومي شرایط

• په دې پروګرام کې ګډون وړیا دی. تنظیموونکې مؤسسې د ثبت‌نام، ټاکنې یا روزنې په هېڅ پړاو کې هېڅ ډول پیسې نه اخلي. په دې پروګرام پورې اړوند د پیسو هره غوښتنه باید رد او مؤسسې ته راپور کړل شي.

• دا بلنه د هېڅ غوښتونکي د منلو ژمنه نه ده. تنظیموونکې مؤسسې دا حق لري چې پروګرام یا د ټاکنې بهیر هر وخت بدل یا لغوه کړي.

• تنظیموونکې مؤسسې د فساد، درغلۍ، او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او ناوړه چلند په وړاندې د هېڅ زغم نه لرلو پالیسي لري.

ب. هدف

هدف برنامه، بهبود تولید، کیفیت محصول و مفاد فارم‌های تجارتی گاو و لبنیات در ولایت کابل از طریق تقویت ظرفیت فنی و تجارتی مالکان و مدیران فارم‌ها، و وصل کردن آن‌ها با شرکت‌های پروسس لبنیات، مراکز جمع‌آوری شیر و عرضه‌کنندگان جوازدار نهاده‌های مالداری است.

ج. ساحهٔ آموزش

دوره‌ها توسط داکتران وترنری و متخصصان مجرب مالداری ارائه می‌شوند و موضوعات زیر را در بر می‌گیرند:

۱. تغذیه و خوراک: ترکیب جیرهٔ غذایی، تولید علوفه، تهیهٔ سایلیج و مدیریت هزینهٔ خوراک.

۲. صحت حیوانات: پیشگیری از امراض، تقسیم اوقات واکسین، امنیت زیستی فارم و استفادهٔ مسئولانه از ادویهٔ وترنری.

۳. اصلاح نسل و تکثیر: تلقیح مصنوعی، تشخیص فحلی، بهبود نسل و ثبت ریکارد گله.

۴. حفظ‌الصحه و کیفیت شیر: دوشیدن صحی، سرد کردن شیر، نیازمندی‌های کیفی شرکت‌های پروسس لبنیات و پروسس ابتدایی لبنیات.

۵. مدیریت تجارتی فارم و دسترسی به بازار: پلان تجارتی، تحلیل هزینهٔ تولید و مفاد، قراردادهای عرضه، و یک «روز بازار و خدمات» با شرکت‌های پروسس لبنیات، مراکز جمع‌آوری شیر و عرضه‌کنندگان جوازدار.

د. ترتیبات آموزش

• مدت: ۱۲ ماه؛ هر دو ماه یک دوره با مدت دست‌کم پنج روز برگزار می‌شود.

• محل و روش: کابل؛ جلسات صنفی همراه با کار عملی در فارم‌های میزبان، به زبان‌های دری و پشتو.

• مواد آموزشی و تصدیق‌نامه: به هر اشتراک‌کننده یک رهنمای مصور فارم‌دار داده می‌شود و اشتراک‌کنندگانی که دوره را تکمیل کنند، تصدیق‌نامه دریافت می‌کنند.

• پیگیری: حمایت فنی پس از آموزش از طریق یک گروه مشورتی تحت رهبری ترینران و بازدید از فارم‌ها.

• لوژستیک: در روزهای آموزش نان چاشت و چای فراهم می‌شود. پول روزانه، هزینهٔ ترانسپورت و اقامت پرداخت نمی‌شود.

هـ. معیارهای واجد شرایط بودن

درخواست‌کنندگان باید همهٔ معیارهای زیر را داشته باشند:

۱. مالک یا مدیر فارمی در ولایت کابل باشند که گاو را برای فروش تجارتی شیر یا گوشت نگهداری می‌کند.

۲. دست‌کم ۱۰ رأس گاو داشته باشند. خانواده‌هایی که گاو را بیشتر برای مصرف خانگی نگهداری می‌کنند، واجد شرایط نیستند.

۳. مالک فارم، یا مدیری باشند که مسئولیت تصمیم‌گیری در فارم را بر عهده دارد.

۴. متعهد باشند که در همهٔ روزهای دورهٔ تعیین‌شده اشتراک کنند و روش‌های بهبودیافته را در فارم خود تطبیق کنند.

و. روند انتخاب

درخواست‌ها به گونهٔ دوره‌ای بر اساس تعداد گاو، جهت‌گیری تجارتی، محل، تعهد به اشتراک و توازن کلی هر گروه آموزشی بررسی می‌شوند. تنها با درخواست‌کنندگان شارت‌لیست‌شده از طریق تلیفون تماس گرفته می‌شود و تاریخ و محل دورهٔ آن‌ها به اطلاع‌شان رسانده می‌شود. ارائهٔ ابراز علاقه‌مندی، اشتراک در برنامه را تضمین نمی‌کند.

ز. طرز ارائهٔ ابراز علاقه‌مندی

فارم‌داران علاقه‌مند باید فورم آنلاین ثبت‌نام را که به زبان‌های دری و پشتو در دسترس است، از طریق این لینک تکمیل کنند: https://tally.so/r/bZ9572

درخواست‌کنندگانی که خواندن و نوشتن نمی‌دانند، می‌توانند برای تکمیل فورم از یک عضو خانواده، کارمند ترویج، نمایندهٔ محل یا کارمند یک مؤسسه کمک بگیرند. از مؤسسات غیردولتی، واحدهای ساحوی وترنری، خدمات ترویجی و شوراهای محلی که در ولایت کابل فعالیت دارند، خواهش می‌شود این اعلان را با فارم‌داران واجد شرایط شریک سازند و در ثبت‌نام با آن‌ها همکاری کنند.

ح. سؤالات

سؤالات مربوط به این فراخوان را می‌توانید به آدرس info@rationalwomen.org یا info@assho.org بفرستید.

ط. شرایط عمومی

• اشتراک در این برنامه رایگان است. مؤسسه‌های برگزارکننده در هیچ مرحله‌ای از ثبت‌نام، انتخاب یا آموزش هیچ نوع پولی دریافت نمی‌کنند. هر گونه درخواست پول در ارتباط با این برنامه باید رد شده و به مؤسسه گزارش داده شود.

• این فراخوان تعهدی برای پذیرش هیچ درخواست‌کننده‌ای نیست. مؤسسه‌های برگزارکننده حق تعدیل یا لغو برنامه یا روند انتخاب را در هر زمان برای خود محفوظ می‌دارند.

• مؤسسه‌های برگزارکننده در برابر فساد، تقلب، و سوءاستفاده و بهره‌کشی جنسی سیاست عدم تحمل مطلق دارند.