د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي د مالي چارو څارنې ، مالي تحلیل ، شفافیت ، د عوایدو او لګښتونو د ښه مدیریت په موخه مالي متخصص چې لاندې اساسي دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو وړتیا ولري په قراردادي ډول په دنده وګماري.
۱- د شرکت د مالي راپورونو، بودیجې، عوایدو او مصارفو تخنیکي تحلیل او ارزونه.
۲- د مالي صورتونو، حسابدارۍ اسنادو او مالي شاخصونو څېړنه او د هیئت مدیره ته تحلیلي راپور وړاندې کول.
۳- د مالي پلانونو، پانګونو، پراختیايي پروژو او لویو مالي معاملو اقتصادي او مالي تحلیل ترسره کول.
۴- د مالي خطرونو تشخیص، ارزونه او د کنټرول لپاره مسلکي وړاندیزونه چمتو کول.
۵- د داخلي کنټرول، مالي شفافیت او حساب ورکونې میکانیزمونو ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول.
۶- د مالي قوانینو، مقرراتو او شرکت د مالي پالیسۍ د تطبیق وضعیت ارزول.
۷- د عوایدو د زیاتوالي، لګښتونو د مؤثریت او د مالي سرچینو د ښه مدیریت په اړه تخنیکي مشورې ورکول.
۸- د هیئت مدیره د مالي موضوعاتو لپاره مسلکي تحلیلونه، نظریات او راپورونه ترتیبول.
۹- د اړتیا په صورت کې د مالي تفتیش او ارزونې پروسو سره تخنیکي همکاري کول.