About the Company
لرلید:
د غوره خدماتو وړاندي کولو، ښې حکومتولۍ ډاډمنولو، تلپاتي او متوازن اقتصادي پراختیا او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو یواځنۍ اداره وي.
ماموریت:
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست، د ښاروالۍ د چارو انسجام، ملاتړ، پیاوړتیا، همږغي او څارني مسئولیت ته په کتو سره، د ښې ښاري حکومتولي تأمینول، د عواید زیاتول او غوره ښاري خدماتو وړاندی کول دي.
ارزښتونه:
· د غوره خدماتو وړاندې کول؛
· د روڼتیا او حساب ورکولو تأمینول؛
· اسلامي او کلتوري وده؛
· د همکارۍ، همغږۍ او ګډون پیاوړتیا.
بنسټیزي موخي:
۱. د بنسټیزو اسنادو(تقنیني،پالیسي،ستراتیژي...) او چوکاټونو ترتیبول؛
۲. په ښاروالیو کې د ښې ښاري حکومتولۍ پیاوړتیا؛
۳. د ښاروالیو د عوایدو د چارو غوره تنظیمول؛
۴. د غوره ښاری خدماتو وړاندی کول؛
۵. د دوامداره اقتصادي پراختیا لپاره فرصتونه چمتو کول او ښاریانوته د کار زمینه برابرول؛
۶. د ښاري پراختیا لپاره زمینه برابرول او په اغېزمن ډول سره د ځمکې کارول.
۷. د چارو د ښه سرته رسولو لپاره د همږغی او ګډون پیاوړي کول.
تاریخچه:
له (۱۲۹۸) ه ل کال څخه وړاندی، په افغانستان کې د ښاروالۍ یا دې ډول بل څه په نوم هیڅ بنسټ شتون نه درلود. د وخت حکومت د خلکو سره د مرستې، د عامه خدمتونو د وړاندی کولو او د ښاري ژوند د تنظیم په موخه، د لومړي ځل لپاره په (۱۲۹۸) ه ل کال، په کابل کې د کابل ښاروالۍ په نوم بنسټ کيښود. د اړتیاوو له زیاتېدو سره دا لړۍ په تدریجي ډول نورو ولایتونو ته وغځېده. پالیسي د تېرو لسیزو په اوږدو کې، د وخت د حکومتونو د پالیسیو او لیدلورو له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالۍ د بیلابیلو ادارو تر چتر لاندې فعالیت درلود. په دی لړ کې د کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، او داسې نورو نومونه یادولای شو.
د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ پرته، د هیواد ټولي ښاروالۍ یوځای د ښاروالیو د عمومي ریاست تر چتر لاندې تنظیم شوې دي، او وروسته، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د چارو د ادارې تر چتر لاندې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست په نوم د جانبي واحد په توګه رامینځته شو.
په دې وروستیو کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې پاملرنې له مخې، د ښاروالیو اړوند چارو د اغېزمن انسجام او سمې رسېدنې په موخه، د ۲۶/۱۰/ ۱۴۴۷ نېټې (۳۵۹۷/۷۲۴۲) ګڼې حکم په اساس د دغه ریاست تشکیلاتي جوړښت د یوې خپلواکې امارتي ادارې په توګه منظور شو.
دا ریاست اوس مهال د اړوند ښاروالیو چې شمیر یې (۲۷۲) ولایتي، ولسوالۍ او بندري ښاروالیو ته رسیږي د چارو ملاتړ، څارنه او غوره همغږي مسؤلیت پرغاړه لري.
یادي ښاروالۍ د ښاریانو د ژوند د ښه والي، د اقتصادي ودې پیاروتیا، د ارزانه او خوندي استوګنځایونو او مناسبو ښاری خدماتونو د چمتو کولو لپاره لوی ظرفیت لري.له بله ارخه، د افغانستان په ښارونو کې د ښاري پراختیا لپاره د تلپاته، متوازن او اقتصاد محور پرمختګ ښه فرصتونه شته.ښارونه د اقتصادي ودې له مهمو محرکینو څخه ګڼل کیږي، د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست اوس مهال د ښاري پلانونو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه او لومړیتوب ورکوي، او د دې موخی د تحقق لپاره له اړوند وزارتونو او امارتي ادارو سره همغږي کوي. او همدارنګه، دا ریاست هوډ لري چې د اوږد مهاله پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین له لاری د ښاروالیو لخوا د ښاري خدمتونو اغیزمنتوب لا پیاوړی کړي.