About the Company
لرلید:
د غوره خدماتو وړاندي کولو، ښې حکومتولۍ ډاډمنولو، تلپاتي او متوازن اقتصادي پراختیا او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو یواځنۍ اداره دی.
ماموریت:
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست، د ښاروالۍ د چارو انسجام، ملاتړ، پیاوړتیا، همږغي او څارني مسئولیت ته په کتو سره، د ښې ښاري حکومتولي تأمینول، د عوایدو زیاتول او غوره ښاري خدماتو وړاندی کول دي.
ارزښتونه:
• د غوره خدماتو وړاندې کول؛
• د روڼتیا او حساب ورکولو تأمینول؛
• اسلامي او کلتوري وده؛
• د همکارۍ، همغږۍ او ګډون پیاوړتیا.
تاریخچه:
له (۱۲۹۸) ه ل کال څخه وړاندی، په افغانستان کې د ښاروالۍ یا دې ډول بل څه په نوم هیڅ بنسټ شتون نه درلود. د وخت حکومت د خلکو سره د مرستې، د عامه خدمتونو د وړاندی کولو او د ښاري ژوند د تنظیم په موخه، د لومړي ځل لپاره په (۱۲۹۸) ه ل کال، په کابل کې د کابل ښاروالۍ په نوم بنسټ کيښود. د اړتیاوو له زیاتېدو سره دا لړۍ په تدریجي ډول نورو ولایتونو ته وغځېده. پالیسي د تېرو لسیزو په اوږدو کې، د وخت د حکومتونو د پالیسیو او لیدلورو له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالۍ د بیلابیلو ادارو تر چتر لاندې فعالیت درلود. په دی لړ کې د کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، او داسې نورو نومونه یادولای شو.