Position Title: ښځینه ډاکټره

Activation Date: 26 July, 2023   Announced Date: 28 March, 2024   Expire Date: 07 May, 2024



 
Job Location: Maidan Wardak
Nationality: Afghan
Category: Health Care
Employment Type: Full Time
Salary: Female MD Salary 36,399 + Mahram Allowance 10,000 Gross
Vacancy Number: OPHCD-2024-235
No. Of Jobs: 1
City: د میدان وردګو ولایت ټولې ولسوالۍ
Organization: OPHCD
Years of Experience: د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري،
Contract Duration: Two Months Extendable
Gender: Female
Education: په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي طب پوهنځي څخه فارغه شوي وي،
Close date: 2024-05-07
 

About OPHCD:

: د مؤسسې په اړه

د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه  یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د 762 شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او  اکبر غړیتوب لري. د  ارتقاء صحت او انکشاف جامعه موسسه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش ، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي.

 

Job Description:

:مسئوليتونه

لومړۍ موخه: د ګرځنده روغتیايي ټیم (ام اچ تی) لخوا د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې لپاره د فعالیتونو کاري مهال ویش چمتو کول او د هغه څخه څارنه او تعقیبول 

د تصویب شوي پلان له مخې د روغتیايي کار کوونکو لپاره د ځانکړي پلان جوړول؛

دګرځنده روغتیايي ټیم  د ساحو څځه د ورځنې څارنې لپاره د روغتیايي کارکوونکو تخنیکي ملاتړ کول ؛

د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو په موخه دګرځنده روغتیايي ټیم د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې څخه ډاډ تر لاسه کول؛

ډاډ ترلاسه کول چې د ګرځنده روغتیايي ټیم کارکوونکې د اړونده خدماتو چمتو کولو لپاره دتصویب شوي تخنیکي او عملیاتي پلان لارښوونې تعقیبوي؛

د مراجعینو د بشپړ ریکارډ کولو څخه ډاډ تر لاسه کول ؛

په قوي او ضعیفو برخو کي د ګرڅنده روغتیايي مرکز کارمندانو ته منظم جامع لیکل شوي فیډبک چمتو کول؛

هغه نیمګړتیاوي چې اصلاح ته اړتیا لري د حل په موخه يي کاري پلان چمتو کول؛

 د ګرځنده روغتايي ټیم د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د اسانتیاوو برابرول؛

 د راپورونو تحلیل او تجزیه کول

دوهمه موخه : د (آی ام ان سی آی) په اړه د ۵ کالو څخه ښکته  ماشومانو ته د درملنې او مشورې خدمتونه چمتو کول.

د پنځه کالو څخه ښکته ماشومانو تشخیص او درملنه باید د تایید شویو لارښودونو پراساس ترسره شي؛

د ناروغ ماشومانو  بشپړه فزیکي معاینه ترسره کول؛

د ناروغ ماشوم د تشخیص لپاره د مختلفو نښو او علایمو ارزونه ترسره کول؛

د ناروغ لپاره مناسب درمل لیکل؛

د مراجعینو نوي واقعات او دبیا راتګ واقعات په منظم ډول دلارښود په اساس ثبت او راجسټر کول .

دماشوم والدینو ته اړین پیغامونه په ځانګړي توګه د درملو کارولو په اړه ور کول؛

 داختلاطاتو درلودلو په صورت کې پرمختللو روغتیايي مرکزونو ته دماشومانو لیږل؛

ټول اړین معلومات ثبت او راجسټر کول.

دریمه موخه: د اکمالاتو مدیریت:

د ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د طبي ،غیری طبی او خوارکې موادو برابرول ؛

دپروتوکولونو سره سم ورځنۍ ،اونیزه او میاشتنۍ د موادو توزیع  او څارنه ترسره کول؛

دخوارکې توکو او نورو موادو څخه د سؤي استفادي په صورت کې خپل اړوند مسؤل ته خبر ورکول ؛

د خپل مسؤل او لوجیستک سره د طبي تجهیزاتو او وسایلو په اړه همغږي کول؛

د ګرځنده روغتیايي ټیم د اکمالاتو او راپور ورکولو په اړه د مسؤل ډاډ تر لاسه کول.

 

څلورمه موخه: د ټیم مدیریت او د ګرځنده روغتیايي ټیم د کارمندانو ظرفیت لوړونه.

د ګرځنده روغیتايي ټیم لپاره د کاری پلان جوړول او څارل؛

د ټیم په منځ کې د هر کارمند لپاره د کار ویش (کاری پلان برابرول)

 د کارمندانو د کړنو نږدې تعقیب او کنټرول کول؛

د اړتیا په صورت کې د داخلي ټیم غونډې ترسره کول؛

د ټیم د غړو د نشتوالي په صورت کې، اداره کول چې څوک به کوم فعالیتونه په غاړه واخلي؛

د حفظ الصحې، نسخې او طبي څارنې په قواعدو کې د ټیم غړو وړتیا.

د ګرځنډه روغتیايي ټیم د کاري ظرفیت لوونې په موخه د کارکوونکو دارزیابې ترسره کول.

پنځمه موخه: راپور ورکول او اسناد.

د ګرځنده روغتیايي ټیم  اسناد په منظم ډول  فایل کول؛

 د ټولو راپورونو کراس چک کولو او نیمګړتیاووي يي  اصلاح کول؛

 میاشتنې راپورونو ته معلومات راټول؛

 د خپل کاري فعالیتونو په جریان کې د خپلو لاسته راوړنو په هکله معلومات راټولول.

شپږمه موخه : د ګرځنده روغتیايي ټیم د فعالیتونو پلي کولو لپاره ډاډ ترلاسه کول چې ټول توکي او اسناد چمتو شوي.

مخکې له دې چې دفتر پریږدئ ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول توکي چمتو او فعال دي (اړونده تجهیزات، راجسټرونه، د تغذیې توکي، درمل…)؛

 ډاډ ترلاسه کړئ چې د ګرځنده روغتیايي ټیم کارمندان د ساحې لیدنې دمخه او وروسته په ساحه کې ټول توکي په ښه توګه ساتي. ساحه دراتلونکی ورځ د کارولو لپاره پاکه او چمتو کړئ؛

 ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان هره ورځ د راپور ورکولو ټول وسایل نوي کوي؛

ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان د ټولو اسنادو لپاره د ثبت کولو ښه سیسټم ساتي او کنه.

ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان (ورځني، اونیز او میاشتني) راپورونه د  لارښود سره سم چمتو کوي؛

د ادارې لخوا په ورسپارل شوو دندو کې د ګرځنده روغتیايي مرکز د مسئول سره همکاري کول.

 

Job Requirements:

تعلیمی کچه، کاری تجربه وړتیا او مهارتونه:

په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي طب پوهنځي څخه فارغه شوي وي،

د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري،

مهارتونه او وړتیاووي

په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل،

د ګرځنده روغتیايي ټیم د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل؛

د روانې روغتیا اړوندو مشورو ورکولو مهارتونو درلودل؛

د ګرځنده روغتیايي ټیم د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل.      

 

Submission Guideline:

:د بست لپاره درخواست تسلیمول

په شرائطو برابر کسان کولاي شي چې خپل غوښتن لیک او اسناد د  اعلان د نیټی څخه تر ۰۷ آپریل ۲۰۲۴ پوري په ذکر شوي ایمیل ادرس را ولیږئ

ophcd.hr@gmail.com

 نوټ: د ایمل په سبجکت کی د دندې عنوان لیکل اړین  دي. د میدان وردګ ولایت اوسیدونکو ته ترجیح ورکول کیږی.

 

Submission Email:

ophcd.hr@gmail.com





 

Similar Jobs