اکبر لا هم د خپلو غړو ملاتړ ته دوام ورکوي؛ څو په افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکي پېچلي او محدود عملیاتي چاپېریال سره ځان عیار کړي. دوامدار مقرراتي خنډونه، د بشري مرستو د بودیجې کمښت، عملیاتي ګډوډۍ او هغه محدودیتونه چې پر بشري فعالانو—په ځانګړي ډول افغان ښځینه کارکوونکو او د ښځو تر رهبرۍ لاندې بنسټونو باندې اغېز کوي، لا هم د غیردولتي مؤسسو وړتیا اغېزمنوي او په ټول هېواد کې د اصولمحوره بشري مرستو او د بشري اساسي اړتیاوو هڅې تر تأثیر لاندې راولي. د دغو ننګونو په ځواب کې، اکبر د ملي او نړیوالو غیردولتي مؤسسو لپاره د یوې ګډې همغږۍ او ملاتړ پلاټفورم په توګه خپل رول پیاوړی کړی دی. د غړو، بسپنه ورکوونکو، د ملګرو ملتونو ادارو، همغږۍ بنسټونو او اړوندو چارواکو سره د دوامدارې ښکیلتیا له لارې، اکبر هڅه کوي چې د بشري اصولو، شمولیت، حسابورکونې او عملیاتي واقعیتونو پر بنسټ د بشري او پراختیايي فعالیتونو لپاره لا وړ چاپېریال رامنځته کړي.
د اکبر د ملاتړ هڅې تر ډېره پورې د ملاتړ د کاري ډلې (AWG) او د اکبر د ښځو د کاري ډلې (AWWG) له لارې همغږي کېږي. د ملاتړ کاري ډله د غیردولتي مؤسسو اړوند عملیاتي او پالیسيانو پورې تړلي موضوعات په ګډه سره تحلیلوي او د ستراتیژیکې ښکیلتیا او ګډ استازیتوب لپاره د یوه ځانګړي پلاټفورم په توګه چارې ترسره کوي. د همدې ډلې له لارې، اکبر هڅه کوي چې د همغږي پیغامرسونه، پالیسیو پورې تړلي بحثونه او په ملي او نړیوالو فورمونو کې د غړو د لومړیتوبونو استازیتوب اسانه کړي. د ملاتړ هڅې ورځ تر بلې پر بشري لاسرسي، د عملیاتو پر دوام، ځایيکېدنې، د ټولنې پر وړاندې حسابورکونې او د افغان غیردولتي مؤسسو پر دوامدار ملاتړ، تمرکز کوي.
د اکبر د ښځو کاري ډله لا هم د افغان ښځینه مسلکي کسانو، د ښځو تر رهبرۍ لاندې بنسټونو (WLOs) او د غیردولتي مؤسسو ښځینه کارکوونکو لپاره یو مهم پلاټفورم برابروي؛ څو د ښځو د ګډون اړوند موضوعاتو په اړه د بشري مرستو او اساسي اړتیاوو په پروګرامونو کې بحث او ښکیل شي. دغه کاري ډله د خبرو اترو، ګډې زدهکړې او ګډ تعامل ملاتړ کوي؛ څو د ښځینه کارکوونکو او د ښځو تر رهبرۍ لاندې بنسټونو پر وړاندې عملیاتي خنډونه حل کړي او په ورته وخت کې د بشري چارو لپاره پر ټولنې ولاړې او ټولګډونه تګلارې ترویج کړي.
اکبر د شواهدو په بنسټ ولاړ ملاتړ او د هغې ارزښت درک کړی دی ځکه خو داسې میکانیزمونه پیاوړي کوي کوم چې ددې ډاډ رامنځته کوي چې د ملاتړ لومړیتوبونه د ساحوي واقعیتونو، عملیاتي معلوماتو او د ټولنو د لیدلورو له مخې ټاکل کېږي. د ملاتړ نوښتونه ورځ تر بلې د اغېزمنو خلکو او غړو بنسټونو نظریات په پام کې نیسي؛ څو له ښکیلوو خواوو سره لا ځوابویونکی، عملي او د وضعیت له حساسیتونو سره برابر، ښکیل شي. په ورته وخت کې، اکبر اداره د ملاتړ، همغږۍ او ښکیلتیا په برخو کې د غړو د ظرفیت لوړونې لپاره پانګونې ته دوام ورکوي. سیمهییزې روزنې او تخنیکي ناستې له غیردولتي مؤسسو سره مرسته کوي چې د ملاتړ وسایلو، بشري اصولو، ښکیلوو خواوو سره د ښکیلتیا تګلارې او د افغانستان په بدلېدونکي عملیاتي چاپېریال کې لا ښه پوهاوی ترلاسه کړي.
اړیکې او ښکیلتیا
اکبر لا هم ژمن دی چې په ټول افغانستان کې له خپلو غړو او اړوندو خواوو سره اړیکې، همغږي، او ښکیلتیا پیاوړې کړي. د یوه غړيمحور پلاټفورم په توګه چې له ۲۰۰ څخه د زیاتو ملي او نړیوالو غیردولتي مؤسسو استازیتوب کوي، اکبر په دوامداره توګه هڅه کوي ترڅو د بشري او پراختیايي فعالانو ترمنځ د معلوماتو شریکول، لید او همکاري غښتلې کړي. د روڼتیا، پر وخت اړیکو، او اغېزمنې همغږۍ د ترویج لپاره، اکبر په منظم ډول تازه معلومات، سرچینې او سکتوري معلومات د بېلابېلو چینلونو او د ښکیلتیا پلاڼفورمونو له لارې شریکوي. دغه هڅې د غړو او نورو خواوو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ، ملاتړ، او د پوهې شریکولو لامل ګرځي.
د اکبر میاشتنۍ خبرپاڼه
اکبر یوه میاشتنۍ خبرپاڼه خپروي چې د غړو او اړوندو خواوو لپاره د معلوماتو شریکولو یو مهم پلاټفورم ګڼل کېږي. په دې خبرپاڼه کې لاندې موارد شامل وي:
- ملي او نړیوال بشري او پراختیايي تازه معلومات
- همغږۍ غونډې، پېښې، او د سکتور مهم ټکي
- د ملاتړ او ښکیلتیا په اړه تازه معلومات
- د پروګرامونو تازه معلومات، چې د ظرفیت لوړونې، LTWG، او AAP نوښتونه پکې شامل دي
- هره میاشت د یوې نړیوالې او یوې ملي غیردولتي مؤسسې ځانګړې معرفي
دغه خبرپاڼه همدارنګه د غړو د لاسته راوړنو د روښانه کولو، د غوره کړنلارو د شریکولو، او د غیردولتي مؤسسو د ټولنې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د یوه پلاټفورم په توګه کار کوي.
د اړیکو چینلونه
رسمي وېبپاڼه
د اکبر رسمي وېبپاڼه د سازماني تازه معلوماتو، خپرونو، دندو اعلانونو، د همغږۍ سرچینو، خبرتیاوو، د ملاتړ اړوند موادو، روزنیزو فرصتونو، او د غړو معلوماتو لپاره د مرکزي پلاتفورم حیثیت لري.
د ټولنیزو رسنیو پلاټفورمونه
اکبر په فېسبوک، لېنکډاېن، او ایکس (پخوانی ټویټر) کې رسمي حسابونه لري؛ ترڅو تازه معلومات، خپرونې، د ملاتړ پیغامونه، پېښې، او د همغږۍ معلومات شریک کړي او په سکتور کې تعامل او لید زیات کړي. د دغو پلاتفورمونو له لارې، اکبر پر وخت د معلوماتو شریکول ترویجوي او له غړو، بسپنه ورکوونکو او عامو خلکو سره اړیکې پیاوړې کوي.
د رسمي اړیکو خبرتیا
اکبر په هر ټولنیز رسنیز پلاټفورم کې یوازې یو رسمي حساب لري. غړو او اړوندو خواوو ته خبر ورکول کېږي چې ګڼ شمېر جعلي پاڼې او ډلې شته چې په ناسم ډول ځان د اکبر استازي معرفي کوي. اکبر د غیررسمي پلاټفورمونو له لارې د شریکو شوو معلوماتو مسؤلیت نه لري. له غړو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې یوازې د اکبر له تایید شویو رسمي چینلونو څخه معلومات ترلاسه کړي؛ ترڅو د معلوماتو د اعتبار او کره شریکولو ډاډ ترلاسه شي.