ستراتیژیک پلان

زمونږ بنسټیزي چوپړتیاوي  او درې کلنې موخې

همغږي او معلومات 

۱- د همغږۍ په برخه کې د ځوابونو، دندو او  کړنو پیاوړي کول، ترڅو د غړومؤسسو چارې  ژوندۍ او لا غښتلي کړي.

۲- د غړومؤسسو ترمنځ د معلوماتو د راټولولو او شریکولو ملاتړ.

۳- د یواستازي او همغږي کوونکي په توګه خپلو غړو سره د ټولو هغه ستونزو او ننګونو په اړه چی د ګډو ګټو په وړاندي شتون لري همغږي کول، د هغوۍ تعریفول او د حل په موخه یې د لارو چارو موندل.

ښکیلتیا او  ډاډمن کاري چاپیریال

۴-  په ملي، سیمه ­ایزه او ولایتي کچه د مسئلو پر بنسټ د ولاړې پالیسي پر پروسو باندې ښه اغیزه لرل.

۵-  د لومړیتوبونو په اړه د نښه شویو اشخاصو لپاره د غښتلي انفرادي او ډله ایزو غږونو پورته کول.

۶-  په یوهٔ  تازه مخ شوي (ګړندي) چاپیریال کې د نويو فرصتونو او ننګونو په وړاندې په غوره توګه ځواب ویل.  

د پیاوړتیاوو لوړول او  اداري پراختیا

۷. غړو بنسټونو او د هغوی د پرسونل ظرفیت ته وده ورکول؛ څو وکولی شی اغیزمن کارکوونکي واوسي.

۸. د ملي او نړیوالو معیارونو او غوره کړنو په اړه د  غیر دولتي مؤسسو د پوهې لوړول.

۹. د بشر دوستانه کړنو په اړه د سیمه ایزو چارواکو د پیاوړتیا لوړول ترڅو یادي چاري په ښه ډول ترسره کړي.

۱۰. له غړو سره د وړ بشري سرچینو  په موندلو کې مرسته کول.

دوولس میاشتنی پلان

۱ـ د چوپړیتاوو د پراخولو په موخه په دوو نویو سیمو کې د  تل پاتي شتون پیل.

۲  له مهمو بهرنیو ښکیلو خواوو او بسپنه ورکوونکو سره د نويو او موجوده کاري ډلو او جوړښتونو له لارې د  مضبوطو کاري اړیکو پراختیا.

۳-  د دوه ګوني(Twinning)  د پروګرام ادامه او پراخول.

۴- د روزنې څانګې د بیا  رغوني لپاره د یوهٔ پلان بشپړول.

۵- د اړینو مسئلو په اړه د غړومؤسسو لخوا پرمخ وړل شوي شته حالت  ته په اغیزمنه توګه اسانتیاوې برابرول، او بیا په همدي شته حالت کي  په محلي او بهرنۍ کچه د ټولو ښکیلو اړخونو سره د غړو مؤسساتو استازیتوب او همغږي کول.

۶- په ټوله کي یادي دندي ته د ځانګړیو شويو بشري او نورو منابعو په زیاتولو سره په مرکزي او سیمه ایزه کچه د ښکیلتیا په برخه کي د وړتیاوو پیاوړي کول.

۷-  د سیمه ایزو چارواکو د ظرفیت لوړولو لپاره د یو داسي پلان بشپړول، چي له مخي يی د غړو مؤسساتو چاري په ښه ډول شوني شي او یا هم د غړو مؤسساتو د اندیښني وړ مهم مسائل رامخ ته کړي.

۸-د پیژندل شويو لومړیتوبونو په اړه د  تشویقي/بیداروونکي کمپاینونه په لاره اچول.
۹- د مجلس یاداښت (مینوټ)  د جوړولو په شمول د کاري ډلو  د موندنو لنډیزونو، فورمونو او د غړومؤسسو د فعالیتونو د نقشه کولو په برخه کې  د معلوماتو همغږي کول او شریکولو ته یې دوام ورکول.

۱۰- د مدیریت د پرمختللو میکانیزمونو د پراختیا او ځای پرځای کولو له لارې د اکبر په مرکزي، سیمه ایزو او سیستماتیکو برخو  کې د مدیریت غښتلی کول.