د اکبر مؤسسې د معلوماتو او همغږۍ څانګې فعالیتونه
- په افغانستان کې د خپلو غړو مؤسسو د چارو د ښه کولو او وړ کولو په پار د همغږۍ په برخه کې د غبرګونونو، رولونو او نورو چارو پیاوړي کول.
- د غړو مؤسسو او ښکیلو خواوو چې په هغه کې مدني ټولنې، بسپنه ورکوونکي، ملګري ملتونو، رسنۍ او افغان چارواکي شامل دي، ترمنځ د اړینو معلوماتو راټولول او شریکول. غړو مؤسسو او ښکیلو خواو د اړتیا وړ خدمتونو وړاندې کول د اکبر مؤسسې اصلی چاره ده.
- د مرکزي نقطې په توګه عمل ترسره کول؛ د ګډو ګټو په عملي مسلو کې همغږي کول او د غړو لپاره د حل لارو تعریف، پلې کول او را پورته کولو په برخه کې مرسته کول.
- د اکبر مؤسسې د غړو لپاره د منظم او دوامداره همغږۍ د میکانیزمونو ملاتړ؛ ترڅو د یو فعال چاپیریال لپاره مرسته وشي (د معلوماتو او همکارۍ غونډو ترسره کول، د غړو لپاره مناسب ملاتړ، د معلوماتو شریکول، او نور)
- د همغږۍ په مختلفو فورمونو کې د غړو استازیتوب او له چارواکو سره د هغوی ښکیلتیا. د نادولتي غړو مؤسسو لپاره د بحران ملاتړ. د ظرفیت لوړونې او د ښو پایلو لپاره له چارواکو سره ښه او ستراتیژیکه ښکیلتیا.
معلومات او همغږي
په افغانستان کې د نادولتي مؤسسو په اړه معلومات او ارزونې
په افغانستان کې د نادولتي مؤسسو د کار او چارو په اړه پراخه باوري معلوماتو ته اړتیا لیدل کیږي، او ددې لپاره به یا د پریکړې کولو ادرسونه خبر کړل شي او یا په هیواد کې د پراختیا او بشري هڅو د شالید په اړه ښه پوهه رامنځته شي. دا ډول معلومات د نادولتي مؤسسو د فعالیتونو د اغیزې او مشروعیت ښودلو لپاره هم اړین دي. د دې اړتیا پوره کولو لپاره، اکبر مؤسسه د خپلو غړو نادولتي مؤسسو د فعالیت په اړه ابډیټ ډیټابیس ساتي، چې هر یې کال بیاکتنه کیږي. سربیره پردې، د رجحاناتو تحلیل او د حقیقت پر بنسټ راپور ورکول د اکبر مؤسسې او غړو د ملاتړ او د حمایت هڅې پیاوړې کوي او په دې برخه کې ښه رول لري.
غړو ته د اړینو معلوماتو چمتو کول
د اکبر مؤسسې د معلوماتو او همغږۍ څانګې یوه مهمه چارد د معلوماتو شریکول دي. اکبر مؤسسه په افغانستان کې د معلوماتو یوه ځانګړې شبکه اداره کوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې غړي یې په وخت او باوري معلوماتو ته لاسرسی ولري. سربیره پردې، اکبر مؤسسه دا خدمت د خپلو فعالیتونو په اړه د تازه معلوماتو شریکولو له مخې بډایه کوي، چې په هغه کې د همغږۍ، ملاتړ، او په مختلفو ملي او نړیوالو فورمونو کې د نادولتي موسسو استازیتوب، شامل دی.
د داخلي او باندینیو اړیکو د ښهوالي لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول
اکبر مؤسسه د معلوماتو او همغږۍ څانګه غړو مؤسسو او بهرنیو ښکیلو خواوو ته معلومات خپروي، چې موخه یې د غړو ترمنځ د داخلي اړیکو او همکاري پیاوړې کول دي. په دې چارو کې د غړو د پروګرامونو نقشه کول، په افغانستان کې د مختلفو مرستندویه سکتوري کاري ډلو لارښودنه، د بسپنه ورکوونکو د تمویل د فرصتونو په اړه خپر ورکول او د غړو لخوا غوښتل شوي نور معلومات شریکول، شامل دي.
د اکبر مؤسسې ویب پاڼه د سرچینو یو جامع کتابتون دی چې په افغانستان کې د غیر دولتي مؤسسو سره اړونده خپرونې، قوانین او غوره کړنې سره یوځای کوي. د پوهې او سرچینو شریکولو اسانتیا لپاره، اکبر مؤسسه د خپلو غړو مؤسسو اړتیاوو او غوښتنو سره سم په ځانګړو موضوعاتو باندې ورکشاپونه او پریزنټیشنونه تنظیموي.
د همغږۍ د اسانتیاوو برابرول
اکبر مؤسسه د خپلو غړو ترمنځ د منظمو او لنډمهاله غونډو له لارې همغږي اسانه کوي، چې د میاشتني جدول سره سم تنظیم شوې دي. دا اداره موخه لري چې د غیر دولتي مؤسسو ترمنځ د معلوماتو تبادله زیاته کړي او د تخصص شریکولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي، همدارنګه د مختلفو پراختیایي او بشري سکتورونو لپاره د مهمو مسلو په اړه د ډلهاییزې ښکیلتیاوې چمتو کړي. د اکبر مؤسسې د ناستو او غونډو فورمونه په لاندې ډول دي:
د اکبر مؤسسې کلنۍ عمومي غونډه: د اکبر مؤسسې او غړو لپاره یې خورا مهمه غونډه ده چې په ترڅ کې یې یاده اداره خپل روایتي او مالي راپورونه وړاندې کوي، نوې غړې غیردولتي مؤسسې او د رهبري کمیټي غړي ټاکي. په عمومي غونډه کې د ټولو غړو مؤسسو ګډون کوي. د اکبر مؤسسې کلنۍ عمومي غونډه
د اکبر افغانستان بشري فورم (AAHF): یو میاشتنی فورم چې د اکبر لخوا کوربه توب او اسانتیا برابریږي. AAHF په ملي او فرعي کچه د بشردوستانه نادولتي مؤسسو د فعالیتونو همغږي کولو باندې تمرکز کوي، د نادولتي موسسو ګټې د نورو بشردوستانه ونډه والو او دولتي ادارو سره شریک کیږي او اړیکې رامنځته کیږي او د نادولتي موسسو د لوړو اخلاقي او مسلکي معیارونو لپاره عمومي هڅه ده. دا فورم نړیوال او ملي دواړو بشردوستانه نادولتي موسسو څخه جوړ دی او د OCHA، (HCT) او AHF مشورتي بورډونو ته نظرونه وړاندې کوي. د هرې غونډې په دویمه نیمایي کې، OCHA اوسني مسایل وړاندې کوي او د HNRP، AHF سره یوځای شوي فنډونو، او د بشردوستانه لاسرسي ننګونو په اړه تازه معلومات وړاندې کوي. د اکبر افغانستان بشري فورم
د افغانستان پراختیایي فورم (ADF): د اکبر مؤسسې لخوا یې مشري کیږي او میاشتنی فورم دی چې حکومتي چارواکو او نادولتي موسسو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي. د دې غونډو په جریان کې، د حکومت استازي د پالیسیو او لومړیتوبونو په اړه وضاحت وړاندې کوي، تازه معلومات شریکوي او پوښتنې حل کوي یا د نادولتي موسسو لخوا راپورته شوې اندیښنې او مسئلې روښانه کوي.
د رئیسانو غونډه: دا یو دوه میاشتنۍ د رئیسانو غونډه ده چې د اکبر مؤسسې لخوا تنظیم کیږي او د نادولتي مؤسسو رییسانو ته یو پلیټ فارم چمتو کوي؛ څو تازه معلومات ترلاسه کړي او د بشري او پرمختیایي ټولنې اغیزمنو مهمو مسلو او پرمختګونو په اړه بحثونو کې برخه واخلي. دا غونډې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل ترسره کیږي او د رئیسانو لپاره د نظرونو تبادلې، همکارۍ پیاوړتیا او د راڅرګندیدونکو ننګونو په وړاندې د غبرګونونو د همغږي کولو فرصت ور په برخه کوي.
د ملاتړ کاري ګروپ (AWG): یو متمرکز او د عمل پر بنسټ فورم دی چیرې چې د اکبر مؤسسې غړي (ملي او نړیوالې) څخه جوړ شوی دی او د حمایت او اړیکو استازيو په توګه په افغانستان کې د نادولتي موسسو لپاره د مهمو ننګونو په پیژندلو، د بشري او پرمختیایي چاپیریال د ښه کولو، د ملاتړ د ستراتیژیو په رامینځته کولو، او د ډلهاییز نفوذ لپاره د متحدو شواهدو پر بنسټ د پیغام رسولو د ډاډ لپاره همکاري کوي.
د بشري سرچینو کاري ګروپ (HRWG): دا کاري ګروپ میاشتني غونډې لري چې د غړو مؤسسو د بشري سرچینو د برخې کارکوونکو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي؛ څو په ګډه د بشري سرچینو مدیریت او د بشري سرچینو سیسټمونو ښه والي پورې اړوند کلیدي مسئلو او اندیښنو په اړه بحث وکړي.
د اکبر مؤسسې ښځینه کاري ګروپ (AWWG): د غیردولتي مؤسسو ښځینه کارمندانو لپاره یوه کاري ډله ده ترڅو په ګډه د ښځو په مشرۍ مؤسسو او د غړو غیردولتي مؤسسو ښځینه کارمندانو لپاره د غوره کاري چاپیریال چمتو کولو لپاره اندیښنو، فرصتونو او ستراتیژیو په اړه بحث وکړي.
اغیزمنو خلکو ته د حساب ورکونې کاري ګروپ (AAP-WG): دا کاري ډله د اکبر مؤسسې او UNFPA لخوا رهبري کیږي، چې په هیواد کې د بشري مرستو او خدماتو کې په حساب ورکولو تمرکز کوي چې د بشردوستانه فعالینو لخوا چمتو کیږي. ددې ګروپ ګډونوال د (AAP-WG) غړې ملي او نړیوالې مؤسسې دي.
د سیمه اییزې کېدنې تخنیکي کاري ګروپ (LTWG): د اکبر مؤسسې لخوا رهبري کیږي چې د سیمهاییزو فعالینو په پیاوړتیا او په افغانستان کې د مرستندویه مؤسسو ښکیلتیا پیاوړي کولو باندې تمرکز کوي چې د جامع، شفاف او حساب ورکوونکو خبرو اترو له لارې کومې چې سیمهاییز تخصص پیاوړی کوي د شرایطو سره سم ننګونې حل کوي، او د بشري او پراختیایي سیسټم کې د ځواب ویونکي تمویلي پالیسیو په اړه خبر ورکوي.