Request For HHRD


Request For Provision of Poultry Packages

د چرګانو خریداري او چرګانو ساتنې لپاره د اړینو وسایلو قراردادي ته اړتیا

د هېلپېنګ هنډ نړیواله خیریه مؤسسه غواړي د بدیل معیشت او غذايي مصؤنیت پروګرام (Livelihood and Food Security Program) لپاره یو لړ چرګان او د چرګانو ساتنې حرفې لپاره اړین وسایل د  قرار داد له مخې خریداري کړي، کوم د کرنې او مالدارۍ یا تجارتي شرکتونه چي د قرارداد کولو لېوالتیا ولري، آفر تر لاسه کولو څخه وروسته دې بېرته تر څلور ورځو  یادې مــــــؤسسې بریــــــــښنا لیک ته خپل آفر واستـــــــــــــوي، البته د آفـــــر لېږلو پای  نېټه 2024-04-28 د یکشنبې ورځ وروسته له غرمې 03:00 بجو پورې دی، له یاد شوي وخت څخه  وروسته لیږل شوی آفر نه منل کېږي.

د شرکتونو محترمو مسؤلینو!

کله چې آفر تر ډکولو وروسته بریښنا لیک ( ایمیل ) ته رالیږئ د شرکت جواز رنګه کاپي، د شرکت د رئیس د تذکرې رنګه کاپي، د شرکت اکاونټ نمبر معلومات، ددفتر کرایې قرارداد خط او نور اړین اسناد د آفر سره اړین دي چې باید ولېږل شي، همداراز د آفر ټولې ورقې باید مهر او لاسلیک کړئ.

 

د آفر لېږلو  پیل نېټه ، ورځ  او وخت                            وخت  : غرمه  03:30  بجې پای                         ورځ : چهارشنبه              نېټه : 24-04-2023 زېږدیز

د آفر بېرته لېږلو پای نېټه ، ورځ او وخت :                 وخت  : غرمه  03:00  بجې پای                         ورځ :  یکشنبه             نیټه : 28-04-2023 زېږدیز

 

ایمیل ادرس : hr.hhrd@gmail.com

 

د داوطلب شرکتونو محترمو مسؤلینو!

د HHRD نړیوالې خیریه مؤسسې لخوا  په  RFQ کې چې په کوم نوعیت او کیفیت جنس غوښتل شوی دی  باید د هماغې نوعیت او  کیفیت په نظر کې نیولو سره نرخ ورکړل شي، د هر اشتباه په صورت کې شرکت د مؤسسې لخوا تور لیست ته شاملېږي چې په راتلونکي کې ورته هیڅ ډول د ګډون حق او قرارداد نه ورکول کیږي، همدارنګه ښکته نرخ ته نه، بلکې کیفیت او تجربې  ته اهمیت او د اولیت حق ورکول کېږي.            

په درنښت