د بست د دندو لایحه:
1. د کلني کاري پلان ترتیب او تطبیقول
2. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه جوړول، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته يې د کتنې او تائید په موخه استول.
3. د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه د تائید وروسته اړوند خواوو سره رسمًا شریکول.
4. د لابراتواري موادو او تجهیزاتو په ګډون د څېړنیز مرکز د پاکوالي څخه ډاډ حاصلول.
5. په څېړنيز مرکز کې د ترسره کېدونکو څېړنو په عملي او تطبیقاتي چارو کې له څېړونکو سره همکاري کول.
6. په څېړنیز مرکز کې د څېړنو ترسره کولو څخه وړاندې د اړینو/ټولو تجهيزاتو برابرول، تعقيم کول او لېست کول.
7. په څېړنيز مرکز کې د څېړنې ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ تجهيزاتو او موادو په پېرلو کې مرسته کول.
8. په څېړنیز مرکز کې د پروتوکولونو او پروسیجرونو د تطبيق کولو سربېره، د څېړنيز مرکز خونديتوب او ساتنې ته پام کول.
9. په څېړنيز مرکز کې د تجربوي څېړنو تجهيزات او اکمالات برابرول.
10. په څېړنيز مرکز کې د موجودو تجهيزاتو او موادو د شمېر او کیفیت څخه د ډاډ لپاره په ربعوار ډول څارنه ترسره کول او لېست یې ترتیبول.
11. په څېړنيز مرکز کې د بيړنې حالت رامنځته کېدو په صورت کې غوره او عاجل ډول اقدامات ترسره کول.
12. په څېړنيز مرکز کې د شته تجهيزاتو او وسايلو د کارونې لارښود ترتیبول او تطبیق ته يې پاملرنه کول.
13. د اړتیا په صورت کې د څېړنيز مرکز څخه د ګټه اخیستونکو د لېست او ثبت کتاب ترتیبول او د هرې اونۍ راپور يې د څېړنې او علمي مجلو معاونیت سره شريکول.
14. په څېړنيز مرکز کې د ترسره شويو تحقيقي پروژو/څېړنو راپورونه ترتیبول او د مستقیم آمر د کتنې او تائید وروسته يې اړوند خواوو سره شریکول.
15. د محصلينو د تطبيقاتو برخه کې د لابراتوارونو آمریت سره د مستقیم آمر په همغږۍ همکاري کول.
16. د څېړنيز مرکز څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل جوړول او تطبيقول.
17. د لابراتوارونو آمریت په غوښتنه او د مستقیم آمر سره په همغږۍ په څېړنیز مرکز کې، محصلینو ته په تطبیقاتو اجرأ کولو کې همکاري کول.
18. په څېړنیز مرکز کې د اجرأ شویو لابراتواري معایناتو راپور په مياشتني ډول څېړنې او علمي مجلو معاونیت ته سپارل.
19. د څېړنيز مرکز د وسايلو د ترميم، ساتنې او پراختيا په موخه پلانونه ترتيبول او له تائيد وروسته تطبيقول.
20. د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، پوهنځیو، څانګو او اړوندو کمېټو سره په څېړنیزو چارو کي همغږي کول.
21. د علمي څېړنو، د اخلاقي اصولو، علمي صداقت او اړوندو پوهنتوني مقرراتو رعایت او تطبیق ته پاملرنه کول.
22. د استادانو او محصلینو لپاره د مناسبو څېړنیزو موضوعاتو، Research Areas او Research Problems په ټاکلو کې علمي لارښوونه او همکاري کول.
23. د پوهنتون د پالېسیو او طرزالعملونو پر اساس په پوهنځیو کې د څېړنې میتودولوژي یا نورو اړوندو مضامینو تدریس کول.
24. د څېړنې میتودولوژي مضمون عملي او نظري تدریس لپاره د معیاري درسي موادو، لکچرنوټونو او نورو علمي منابعو چمتو کول
25. نورې هغه کړنې چې د څېړنې او علمي مجلو مرستیال له لوري ورته سپارل کيږي ترسره کول.