د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامې استاد

Open

الفلاح پوهنتون

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad
Category
Education
Published
2026-09-30
Nationality
National
Gender
Male
Salary
دالفلاح پوهنتون د ماستري برنامې استادانو د معاشونو د لايحې مطابق
Contract Duration
دایمي؛ د درې‌میاشتنۍ آزمایښتي مودې له بشپړېدو وروسته
Vacancy Number
AU-HRM/164
No of Job
4

Education

Ph.D. or Master’s Degree in Construction Engineering Management or Structural Engineering

Experience

د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري

Deadline

2026-10-16

About the Company

د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو

الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي

د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.

Job Summary

 

د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامه د استاد اساسي دنده د خپل تخصص اړوند مضامینو تدریس، محصلینو ته علمي، څېړنیزې او مسلکي لارښوونې، او د تیزس د علمي لارښوونې، ارزونې او اړینو سپارښتنو وړاندې کول دي.

د دې ترڅنګ، د انجنیري علومو په اړوندو برخو کې د معیاري او علمي څېړنو ترسره کول، د علمي مقالو لیکل او په معتبرو علمي ژورنالونو کې یې نشرول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې فعال ګډون، د تحصیلي نصاب په مهالنۍ او غني کولو کې ونډه اخیستل، او د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او مسلکي اهدافو د تحقق لپاره همکاري د استاد له اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.

استاد مکلف دی چې د معاصرو تدریسي میتودونو، علمي او څېړنیزو منابعو او نوې ټکنالوژۍ له مؤثرې کارونې څخه په استفادې سره د تدریس کیفیت لوړ، د محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت پیاوړی او د ماسټرۍ برنامې د علمي معیارونو په ارتقا کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

د استاد اساسي مسؤلیتونه

1.      د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینو  اړوند د پوهنتون د ټاکلي فارمېټ سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د پوهنځي د ریاست او کرېکولم کمېټې څخه یې تاییدول.

2.      د پوهنځي لخوا ترتيب او تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش له مخې د خپل تخصص او  مسلک اړوند مضامينو تدريسول.

3.      د خپلو تدریسي مضامینو اړوند معیاري درسي مواد (لکچر، کتاب، پرزېنټېشن) چمتو کول، او د سمستر په پېل کې یې کاپي محصلینو ته ورکول.

4.      د ماسټرۍ پروګرام د محصلینو د علمي لارښوونې او مشورې په برخه کې د اړوند دیپارتمنت لخوا سپارل شوي مسؤلیتونه په منظم او مسؤلانه ډول ترسره کول.

5.      د ماسټرۍ پروګرام محصلینو ته د څېړنې، علمي لیکنې، تخنیکي مطالعاتو او مسلکي پرمختګ په برخو کې علمي لارښوونۍ او مشورې ورکول.

6.      د ماسټرۍ محصلینو د تیزس د لارښوونې په برخه کې د ټاکل شوي مهالویش مطابق لازمې علمي لارښوونې وړاندې کول، د څېړنیزو طرحو او پای‌لیکونو ارزونه او د اړینو اصلاحاتو وړاندیز کول.

7.      د محصلينو د پايليکونو په دفاع ګانو، مناقشو کې ګډول کول ،د خپلې برخې اړوند کارونه تر سره کول.

8.      د نوې ټکنالوژۍ او  وسایلو لکه ایل سی ډي، انټرنټ نه په استفادي محصلینورته مضامین په مؤثره توګه تدریسول.

9.      په تدریسي چارو کې د   (OBE) او (SCL) او نورو معاصرو تدریسي میتودونو څخه استفاده کول.

10.   محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته یې محصلانو ته په اړه رسماُ فیډبیک ورکول

11.   د اړوند پوهنځي ریاست د څېړنیزو فعالیتونو د پلان پر اساس خپل اړوند څېړنیز فعالیتونه پخپل وخت او دقیق ډول ترسره کول.

12.   د انجنیري اړوندو علمي، تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه څېړنې ترسره کول، علمي مقالې لیکل په معتبرو علمي مجلو کې نشرول او علمي کنفرانسونو کې یې وړاندې کول.

13.   د ماستري برنامې د بورد او یا د فوق لسانس  په یوه کمېټه کې د غړي په توګه دنده ترسره کول.

14.   د سمستر په جریان کې د خپلو تدریسي مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو محصلینو ته سمینارونه وړاندې کول.

15.   د هر سمستر د ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم ترتیبول او په ټاکلي وخت یې  ماستري برنامې آمر ته سپارل.

16.   د الفلاح پوهنتون د ادارې د اړتیا او غوښتنې په صورت کې له صنعتي، سوداګریزو، تخنیکي او نورو اړوندو ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په برخه کې همکاري کول.

17.   د الفلاح پوهنتون ادارې لخوا د نورو رسمي کارونو په لړ کې سپارل شوې دندې په مسوولانه توګه ترسره کول.

Job Requirements

وړتياوې:

·        د انجنیري پوهنځي د ساختماني انجنیري مدیریت (Construction Engineering Management) او ساختماني انجنیري - سټرکچر (Structural Engineering) په برخه کې د دوکتورا یا ماستري ترکچی د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي تحصیلي اسناد ولري

·        خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي او د انسجام او اکادیمیک چارو ریاست اړوند مکتوب یې هم ورسره ضمیمه وي

·        په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې لږ تر لږه دوه علمي مقالي  نشر شوي وي

کاري تجربه:

·        د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري.

فني مهارتونه:

·        د کمپیوټر په (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل

·        په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول

·        په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل

·        د انجنیري اړوند سافټویرونو سره بلدتیا لرل

·        د کاري ژمنتیا، د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور

·        په انفرادي توګه او په ټیم کې د اغیزناکه کار کولو وړتیا درلودل

·        د نورو همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل.

·        د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنې

Submission Guideline

  په شرايطو برابر وړکاندیدان کولای شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان 2026 میلادي کال د اکتوبر میاشتې تر 17 مې نېټې پورې ، د لاندې بریښنا لیک له لارې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچينو آمريت ته واستوي.

career@alfalah.edu.af

 

نوټ: لطفاً د خپل برېښنالیک د موضوع (Subject Line) په برخه کې د دندې عنوان او د اعلان شمېره (Vacancy No.) په واضح ډول ذکر کړئ.