279-د غیرمالیاتي عوایدو مطالعې، ځیړنې، څارنې او ارزونې ارشد کارپوه

Open

Ministry of Finance

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Kabul - مالیه، د عوایدو لوی ریاست/ د غیرمالیاتي عوایدو ریاست
Category
Consultant
Published
2026-08-30
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
NTA 'B'
Contract Duration
End of Fiscal Year 1405 (Extendable)
Vacancy Number
279/MoF/ARD
No of Job
1

Education

تحصیلیې سویه : د اقتصاد، اداره ،تجارت، او مالي برخو کې دACCA /لسانس، ماسټري او دکتورا سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي.

Experience

کاري تجربه: د لیسانس لپاره حد اقل (۷) کاله کاری تجربه په مالي،نظارت او ارزیابې برخو کې د ماسټری لپاره حد اقل (۵) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې د دکتورا لپاره حد اقل (۲) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې

Deadline

2026-09-09

About the Company

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پالیسیو د مدیریت، تحلیل او ارزونې، ادارو ته د تخنیکي اسانتیاؤ د چمتو کولو، د مرحلو د پر مخ وړل کېدونکيو چارو د اسانولو، د عامه او خصوصي مشارکت پراخولو او نورو دندو د ترسره کولو په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د خدمتونو او عامه بنسټونو په تمويل سره د معياري فزيکي بنسټونو کمښت، په ټيټو معيارونو عامه خدمتونو ته د لاسرسي د کمښت، د پرمختيايي پروژو د کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو او د عامه بنسټونو په برخو کې د دولتي ادارو د ظرفیتونو د ټيټوالي او پر بهرنيو مرستو باندې د تکيې ستونزو ته د حل لارې ومومي.

په همدې ډول، په هېواد کې له شتو فرصتونو څخه استفاده نه کول او همدارنگه د هېواد په کچه د کورني او بهرني خصوصي سکټور لپاره د پانگونې د ښو فرصتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې د افغانستان دولت ورسره مخ دی. نو له همدې امله د افغانستان حکومت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې تر ډېره بريده دغه ستونزې هوارولی شي.

Job Summary

د دندې  موخه:  د وزارتونو/ادارو د عوایدو راټولو او دخدمتونو د وړاندې کولو د بهیر مطالعه، څیړنه، ارزونه او د موندل شو ستونزو او ننګونو لپاره د حل لارو پیدا کول

Job Requirements

  مسؤلیتونه او دندې:

   اساسي دندې:

د پلان مطابق د وزارتونو/ ادارو د مرکز او ولایتونو د غیر مالیاتي عوایدو د سرچینو په اړه د معلوماتو راټولول، مطالعه، تحلیل او ارزونه تر سره کول.

د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو په بهیر کي د ننګونو او انحرافاتو موندل،  د شفافیت او د عوایدو د زیاتوالي لپاره هر اړخیزی حل لارې په ګوته کول.

د ا.ا.ا د پالیسي مطابق د وزارتونو/ادارو د مرکز او ولایتونو د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت په اړه مطالعه څیړنه او ارزونه تر سره کول.

د  خدمتونو د کیفیت د لوړوالي لپاره د موجوده ستونزو پېژندنه او د یادو ستونزو د حل لپاره عملي لارې وړاندې کول.

د عوایدو د شفافیت، مؤثریت او  زیاتوالي په اړه د دقیقو معلوماتو او تحقیق په اساس د تصمیم نیونې لپاره مشورې او سپارښتنې وړاندې کول.

په وزارتونو/ادارو کې  د ترسره شوی مطالعې څیړنې او ارزونې په راپور کې د حل لارو د تطبیق تعقیبول.

د نورو هیوادونو د غیرمالیاتي عوایدو، او د خدمتونو د وړاندې کولو د سکتور په اړه مطالعه او تحقیق ترسره کول، د دې هیوادونو د تجربو څخه په افغانستان کې د شرایطو او د ا.ا.ا پالیسي مطابق د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره استفاده ترسره کول.

د راټول شوو معلوماتو محرمیت ساتل او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست ته د خپل فعالیتونو د نتایجو په اړه میاشتنی او ربعوار راپور ورکول.

مدیریتي دندې:

د ټاکل شوو موخو په خپل وخت ترلاسه کولولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د خپلو فعالیتونو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو ترتیبول.

د قوانینو، فرامین، احکامو، مصوباتو او مالیې وزارت د اهدافو مطابق د ذیصلاح آمرینو د هدایاتو سره سم د ټولو اړونده وظایفو ترسره کول.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې اړتیاوې تشخیص او د روزنیزو پروګرامونو وړاندیز کول.

د خپلو اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه ترتیبول.

د همغږي دندې:

د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي لپاره د وزارتونو/ادارو او د ریاست اړونده برخو سره همغږي کول.

د وزارتونو/ادارو  د پلان مسؤلینو، د عوایدو د برخې کارمندانو سره د اړیکو ټینګول او د معلوماتو راټولولو لپاره د مهالویش ترتیبول.

د ګمارنې شرطونه:

د افغانستان تابعیت باید ولري.

سن یې د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) څخه زیات نه وي.

د ا.ا.ا پالیسي ته ژمن، امین او متعهد وي

تحصیلیې سویه :

د اقتصاد، اداره ،تجارت، او مالي  برخو کې دACCA  /لسانس،  ماسټري او دکتورا سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي.

کاري تجربه:

د لیسانس لپاره حد اقل (۷)  کاله کاری تجربه په مالي،نظارت او ارزیابې برخو کې

د ماسټری لپاره حد اقل (۵) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې

د دکتورا لپاره حد اقل (۲) کاله کاری تجربه په مالی،نظارت او ارزیابی برخو کې

لازمي مهارتونه:

د ابتکاري فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا درلودل.

په رسمي ملي ژبو(پښتو او دري) باندې کامل تسلط درلودل.

په انګلیسي(English)ژبې باندې کامل تسلط درلودل.

د دندې اړوند فعالیتونو لپاره د کمپیوټرې مهارتونو درلودل.

Submission Guideline

په شرایطو برابر متقاضیان د یواځې خپل غوښتنلیک او سی وی په یوه  پی ډی ایف فایل کښی لاندی بریښنا لیک ته را وستوي

نوټ: د بریښنا لیک په عنوان کښی د بست نوم او ویکنسی نمبر ذکر کړۍ او د نورو اسنادو استول پدغه پړاو کښی اړین ندي!