280-د املاکو او قرار دادونو د مطالعې، څیړنې او ارزونې ارشد کارپوه

Open

Ministry of Finance

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Kabul - مالیه، د عوایدو لوي ریاست/ د غیرمالیاتي عوایدو ریاست
Category
Construction
Published
2026-08-30
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
NTA 'B'
Contract Duration
End of Fiscal Year 1405 (Extendable)
Vacancy Number
280/MoF/ARD
No of Job
2

Education

تحصیلي سویه : ساختمانی انجنیری ((Civil Engineer / مدیریت ساختماني برخو کې د لیسانس/ماستری سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي.

Experience

کاري تجربه: د لیسانس لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۷) کاله کاري تجربه درلودل. د ماسټری لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۵) کاله کاري تجربه درلودل. د دوکتورا لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه درلودل.

Deadline

2026-09-09

About the Company

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پالیسیو د مدیریت، تحلیل او ارزونې، ادارو ته د تخنیکي اسانتیاؤ د چمتو کولو، د مرحلو د پر مخ وړل کېدونکيو چارو د اسانولو، د عامه او خصوصي مشارکت پراخولو او نورو دندو د ترسره کولو په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د خدمتونو او عامه بنسټونو په تمويل سره د معياري فزيکي بنسټونو کمښت، په ټيټو معيارونو عامه خدمتونو ته د لاسرسي د کمښت، د پرمختيايي پروژو د کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو او د عامه بنسټونو په برخو کې د دولتي ادارو د ظرفیتونو د ټيټوالي او پر بهرنيو مرستو باندې د تکيې ستونزو ته د حل لارې ومومي.

په همدې ډول، په هېواد کې له شتو فرصتونو څخه استفاده نه کول او همدارنگه د هېواد په کچه د کورني او بهرني خصوصي سکټور لپاره د پانگونې د ښو فرصتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې د افغانستان دولت ورسره مخ دی. نو له همدې امله د افغانستان حکومت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې تر ډېره بريده دغه ستونزې هوارولی شي.

Job Summary

د دندی  موخه : د وزارتونو/ادارو د املاکو او قراردادونو مطالعه، څیړنه، ارزونه او د موندل شو ستونزو او ننګونو لپاره د حل لاري پیدا کول

Job Requirements

مسؤلیتونه او دندې:

   اساسي دندې:

د پلان مطابق د وزارتونو/ادارو  په مرکز او لایتونو کې د املاکو او قراردادونو په اړه  معلومات راټولول، عینی مشاهدې،  تحلیل او مسلکي ارزونه تر سره کول.

د املاکو د ارزونې په بهیر کې دننګونو، نیمګړتیاوو او انحرافاتو موندل، او د شفافیت، دقت او عادلانه ارزښت ټاکلو لپاره  هر اړخیز حل لارې وړاندي کول.

د املاکو ارزښت، د بازار وضعیت، شفافیت او موثریت  په اړه ددقیقو معلوماتو او تخنیکي څیړنو پر بنسټ د تصمیم نیونې لپاره مشوري او مسلکي سپارښتنیې وړاندي کول.

په وزارتونو/ادارو کې د تر سر شویو ارزونو او څیړنو په راپور کې  د وړاندي شوو حل لارو او سپارښتنو د تطبیق د څرنګوالي تعقیب او راپور ورکول.

د نورو هیوادنو د املاکو د سکتور د تجربو او سیستم په اړه مطالعه او تحقیق تر سره کول او له هغو څخه د افغانستان  د شرایطو او د ا.ا.ا  د پالیسي  سره سم د املاکو د عوایدو د زیاتوالي لپاره طرحه وړاندې کول .

د راټول شوو معلوماتو محرمیت ساتل او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست ته د خپل فعالیتونو د نتایجو په اړه میاشتنۍ او ربعوار راپور ورکول.

مدیریتي دندې:

د ټاکل شوو موخو په خپل وخت ترلاسه کولولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د خپلو فعالیتونو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو ترتیبول.

د قوانینو، فرامین، احکامو، مصوباتو او مالیې وزارت د اهدافو مطابق د ذیصلاح آمرینو د هدایاتو سره سم د ټولو اړونده وظایفو ترسره کول.

د خپلو اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه ترتیبول.

د همغږي دندې:

د املاکو او قراردادونو په اړه  د وزارتونو/ادارو او د ریاست اړونده برخو سره همغږي کول.

د وزارتونو/ادارو سره د نوو عوایدي سرچینو د موندلو د تحلیل او فعالیت لپاره ارتباط ساتل.

د وزارتونو/ادارو  د پلان مسؤلینو، د عوایدو او املاکو د برخې کارمندانو سره د اړیکو ټینګول او د معلوماتو راټولولو لپاره د مهالویش ترتیبول.

د ګمارنې شرطونه:

د افغانستان تابعیت باید ولري.

سن یې د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) څخه زیات نه وي.

د ا.ا.ا پالیسي ته ژمن، امین او متعهد وي

تحصیلي سویه :

 ساختمانی انجنیری ((Civil Engineery / مدیریت ساختماني برخو کې د لیسانس/ماستری سند درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي.

کاري تجربه:

د لیسانس لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۷) کاله کاري تجربه درلودل.

د ماسټری لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۵) کاله کاري تجربه درلودل.

د دوکتورا لپاره د پروژو او قراردادونو د نظارت او ارزونې په برخه کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه درلودل.

لازمي مهارتونه:

د ابتکاري فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا درلودل.

په رسمي ملي ژبو(پښتو او دري) باندې کامل تسلط درلودل.

په انګلیسي(English)ژبې باندې کامل تسلط درلودل.

د دندې اړوند فعالیتونو لپاره د کمپیوټرې مهارتونو درلودل.

Submission Guideline

په شرایطو برابر متقاضیان د یواځې خپل غوښتنلیک او سی وی په یوه  پی ډی ایف فایل کښی لاندی بریښنا لیک ته را وستوي

نوټ: د بریښنا لیک په عنوان کښی د بست نوم او ویکنسی نمبر ذکر کړۍ او د نورو اسنادو استول پدغه پړاو کښی اړین ندي!