About the Company
:د موسسې په اړه
د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۱۳۱۶ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. ارتقا صحت و انکشاف جامعه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي