مسؤليتونه
د روغتیایي مرکز د پوښښ په ساحه کی ټولو د هدف وړ ماشومانو او ښځو ته د EPI او BPHS پالیسيو سره سم د واکسیناسیون خدمتونه وړاندی کول
د واکسینو د ضیاع څخه د مخنیوی په موخه د عامی روغتیا وزارت او یونیسف د پروتوکولونو سره سم د واکسینو د سوړ زنځیر سیسټم اداره کول
د NIDs پر مهال د پولیو واکسینو د ملی کمپاینونو کی همکاری، فعال ملاتړ او روغتیایی مرکز کی د واکسینو د ثابت مرکز فعال ساتل
ناروغانو، کورنۍ او ټولنې ته د واکسین کولو او د روغتیا په اړوندو برخو کې مشوره او عامه پوهاوی ورکول
د طبي، قابله ګۍ او نرسنګ زده کونکو او ټولو مسلکي کارمندانو سره د دوی د دندې اړتیاو په اړه پوهه او مهارتونه شریکول
محدود، اداري دندې ترسره کول لکه د واکسینو د مراجعینو ثبت کول، د فعالیتونو راپور ورکول، د کلینیک او د هغه اړوند تآسیساتو او وسایلو ساتل او مدیریت او د کلینیک د پرسونل او ټولنې په کچه د واکسینو په رابطه د ځانګړو تعلیمي یا پوهاوي پروګرامونو همغږي کول
د اړتيا په وخت کی ټولنی ته ځانګړی مرستې سرته رسول
د خپلې پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره په ورکشاپونو اوميټينګونو کى برخه اخيستل
د روغتيايي مرکز د کارکونکو د پوهی او مهارتونو د لوړولو په خاطر د هغوی سره خپله پوهه او تجربی شریکول او د همدی موخی لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزو مجلسونو کی اشتراک کول
د انتان (ميکروب) د خپريدو د مخنيوي لپاره د مختلفو لارو چارو په کار اچول او څارل
هر هغه ستونزه چې د خدماتو وړاندې کولو یا د پروګرام اهدافو په ترلاسه کولو کې مانع واقع کیږی سمدستي د روغتیایی مرکز امر او دفتر سره د حل لاری د موندلو په موخه شریکول
د معلوماتو د شریکولو او د پروګرام د پرمختګ په اړه د بحث لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزه غونډه کې ګډون کول
دخپل مستقیم امر لخوا د دندې اړوند یو شمیر نورو اړینو فعالیتونو ترسره کول