Position Title: ستوماتولوژي پوهنځي علمي کادر دايمي بستونه (لوړ ترين معاش)

Activation Date: 20 April, 2025   Announced Date: 20 May, 2025   Expire Date: 10 June, 2025

  • Job Location: Nangarhar
  • Nationality: Afghan
  • Category: Education
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per SIHE Salary Scale Base
  • Vacancy Number: SIHE-HR-16
  • No. Of Jobs: 4
  • City: Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
  • Organization: Spinghar Institute of Higher Education (Nangrahar)
  • Years of Experience: د لوړو زده کړو وزارت د اړوند لايحې مطابق د نويو کانديدانو تقرر پر مهال د تدريس په برخه کې کاري تجربه نه غوښتل کيږي
  • Contract Duration: دایمي
  • Gender: Male
  • Education: کوچنيانو ستومالوژي او پیریو ډنټالوژي مضامينو بستونو کانديدان باید د غاښونو طب پوهنځي په ستوماتولوژي څانګه کې لږ تر لږه د (ډي ام ډي) يا (بی ډي اس) تحصيلي درجې لرونکی وي. دولتي پوهنتون څخه د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري، ماستر، دکتور او د طبي تخصص فارغ  
  • Close date: 2025-06-10
 

About Spinghar Institute of Higher Education (Nangrahar):

:سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) پېژندنه

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږديز لمریز کال کې ايجاد او د لوړو زده کړو وزارت سره په نولسم (۱۹) مه ګڼه ثبت او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې پر فعاليت پيل وکړ.

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) په پیل کې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود، د يو کال په تېرېدو سره د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې ورته د دوو نورو (غاښونو طب، او طبي تکنالوژي) پوهنځيو د فعاليت اجازه هم ورکړل شوه. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست لخوا ترسره شوې بهرنۍ مسلکي ارزونه کې د اعتبار اخستنې په دويم پړاو کې د ۷۲.۱۲ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره په ۲۵/۰۱/۱۴۰۱ نېټه بريالۍ شوې ده. سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل ملکيت کې دايمي ودانۍ او د هېواد په کچه په لوړو معيارونو برابرې تدريسي او کاري اسانتياوې لري؛ د محصلینو معیاري زده کړو او روزنې په موخه  کادري استادان، لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوی درسي نصاب، معيارونو برابر بهترين درسي چاپېريال، ۱۴ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته پرمختللی تدریسي او معالجوي روغتون، د عصري ټکنالوژۍ او اړوندو وسائلو درلودونکی تحقیقاتي مرکز او نورې ټولې اصلي او کومکي درسي او کاري اسانتياوې لري

Job Description:

:د استاد د دندو لايحه

  د تحصیلي کال په پېل کې د انفرادي کړنو پلان جوړول او په پای کې  یې د تطبیق راپور وړاندې کول  

 د نويو بستونو تحريري ازموينو په برخه کې د مؤسسې  کارکوونکو چارو آمريت/تقرر او انفکاک کمېټې سره همکاري کول

 د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنځي تائيد شوي نصاب او درسي مفرداتو پر بنسټ محصلينو ته درسي لوست توکي چمتو کول

له انټرنټ څخه د سلايډونو ترلاسه کولو، له اړين ايډټ او نصاب سره مطابقت پرته محصلينو ته د هغې له تدريس څخه ډډه کول

 د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینو  لپاره د نصاب اصلي او فرعي کمېټو لخوا پر پايلو ولاړې محصل محوره زده کړو د معيارونو سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د ډيپارټمنټ آمریت او کرېکولم کمېټې څخه یې تائیدول

 د سمستر په پېل کې د خپلو مضامینو اړوند تایید شويو کورس پالیسیانو هارډ کاپي محصلینو ته ورکول

 د پوهنځي لخوا ترتيب شوي او تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش مطابق د خپل مسلک اړوند مضامينو تدريس کول

 د درسي پلانونو او عملي کارونو لارښود (رهنمود) مطابق په اړوندو لابراتوارونو کې د ټکنيشن په مرسته محصلينو ته عملي کارونه تر سره کول

 د پوهنځي/ډيپارټمنټ پرېکړې مطابق په هر سمستر کې د يو ټولګي محصلينو لپاره د لارښود په توګه معلوم مسؤليتونه ترسره کول

 د محصلينو روغتوني عملي کارونو په برخه کې  په تدريسي روغتون کې اړوندې چارې تر سره کول

د تدريس لپاره د ټکنالوژيکي وسائلو څخه ګټه پورته کول او محصلين د يادو وسائلو کارولو ته هڅول

 محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته د اصلاح په موخه محصلينو ته کتبې فیډبیک ورکول

 د محصلینو حاضري په دقیق ډول اخېستل

  ځانګړي تائيد شوي فورم په مرسته د تر سره شوي تدريس په هکله د محصلينو څخه فيډبیک ترلاسه کول ( ځان ارزونه کول)

 د تضمين کيفيت آمريت لخوا ترتيب شوي چک لست له مخې د انفرادي کړنو فايل اړوند اسناد په دوامدار ډول پوره کول او په خپل فايل کې ساتل

 د پوهنځي څېړنو فرعي کمېټې د پلان له مخې د علمي څېړنو لپاره د معلوم پروسیجر مطابق موضوعات او پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څیړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول

پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څیړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول

 د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه حد اقل په یوه کمېټه کې د کمېټې د مسؤل یا غړي په توګه په مسؤلانه توګه اړوند کارونه تر سره کول

 د پوهنځي ریاست او ډيپارټمنټ سره په اکاډميکو او اداري کارونو کې مسؤولانه تعامل کول

 د نظري تدریس، عملي تدریس، آزموینو او کمېټو کارونو ترسراوي په هکله د پوهنځي او مؤسسې اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکول

 د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلینو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول

 د سمستر په پای کې د تدريس شویو مضامينو تدريس د تکمیل راپورونه د ټاکلي فارمټ سره سم چمتو کول او د تحصيلي نصاب/ کرېکولم فرعي کمېټې ته يې د کتنو او تائيد لپاره سپارل

د هر سمستر دازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو د آزموینو سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د اړوند طرزالعمل او اصولو سره سم ترتیبول او په خپل وخت یې د پوهنځي د آزموینو او نتایجو کمېټې ته سپارل

د سمستر په پای کې د اړوندو مضامينو حاضريانې د پرنټ او لاسليک لپاره تدريسي مديرانو ته سپارل

د محصلینو د ازموېنو او ارزونو نمرې  په دقیق ډول په شُقو  او ډيټابيس سستم کې درج کول

 د سمستر منځنۍ (شل فیصده)، نهايي او چانسي ازموينو پر مهال د پوهنځي رياست په غوښتنه د ممتحن او مميز استاد په توګه ټاکلي مسؤوليتونه سرته رسول.

په بهرنيو سيمينارونو او ورکشاپونو کې د مؤسسې غوره استازيتوب کول

 د تدريس کيفيت لوړونې په موخه د تر سره شويو ارزونو پايلو څخه ګټه پورته کول

د پوهنځي د ټولو فرعي کمېټو سره د يادو کمېټو په غوښتنه په هغو چارو کې چې د استادانو اړوند دي، همکاري کول او دوی ته معلومات ورکول

د پوهنځي رياست، ډيپارټمنټ آمریت، پوهنځي علمي شورا لخوا سپارل شوي نور اړوند کارونه تر سره کول

Job Requirements:

ستوماتولوژي پوهنځی علمي کادر دایمي څلور بستونه 

اطفالو ستوماتولوژي مضمون یو بست (دریم ځل اعلان)

  جراحي ستوماتولوژي مضمون  یو بست (لومړي ځل اعلان)

 پتالوژي مضمون  یو بست ( لومړی ځل اعلان)

( لومړی ځل اعلان) اناټومي مضمون یو بست

 

:د تحصیل او کاري تجربې شرایط

 د کوچنيانو ستومالوژي او پیریو ډنټالوژي مضامينو بستونو کانديدان باید د غاښونو طب پوهنځي په ستوماتولوژي څانګه کې لږ تر لږه د (ډي ام ډي) يا (بی ډي اس) تحصيلي درجې لرونکی وي. دولتي پوهنتون څخه د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري، ماستر، دکتور او د طبي تخصص فارغ  ته ډېر ارزښت ورکول کیږي.

د اناټومي او پتالوژي مضامينو بستونو کانديدان باید حد اقل د (بی ډي اس، ډي ام ډي، ام ډي) دورې د نمرو عمومي اوسط (۷۵) سلنه او د ماسترۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید له (۸۰) څخه کمه نه وي. د (ام بی بی اس، ام ډي، بی ډي اس) تحصيلي سند لرونکو د نمرو عمومي اوسط باید د اړوند پوهنتون د معيار سره سم  د (بی ګریډ) څخه کم نه وي.

 کانديد باید په ټوله تحصيلي دوره کې په مختلفو مضامینو کې تر دوه ځله زیات نه وي مشروط شوی

 د پتالوژي او اناټومي مضامينو بستونو کانديدان که په ايګزټ ازموينه کې بريالي شوي وي، ارزښت ورکول کيږي

کانديد باید په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت نه وي محکوم شوی

 د هر ډول تمایلاتو، قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصبونو څخه پاک وی او باید ډډه وکړي

 کانديد باید د تدريسي او کاري مهارتونو لرونکی، په ملي او انګليسي ژبو د لیکلو او مفاهمې وړتیاوې ولري

Submission Guideline:

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه(ننګرهار) د علمي کادر دایمي بستونو لپاره په پورته شرایطو برابر اشخاصو ته ضرورت لري.  په شرایطو برابر نوماندان دې لاندې ذکر شوي اسناد له ۳۱/حمل/۱۴۰۴ هـ ش نېټې څخه تر ۲۰/ثور/۱۴۰۴هـ ش نېټې پورې  په حضوري ډول د کار کوونکو چارو آمریت ته وسپاري.

د دندې غوښتنلیک فورم  (حتمي)

خلص سوانح (حتمي)

تحصیلي اسناد (پښتو ترانسکرپت او دیپلوم) ( اصلي اسناد حتمي). له بهرني پوهنتون څخه د فراغت په صورت کې په انګليسي ژبه ترانسکرپت د منلو وړ دی ليکن د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي تحصيلي سندونو د ارزونې او معادلت رياست تائيدي اړينه ده.

نوټ:

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د دندې غوښتنلیک فورم د لاندې لېنک په کلېک کولو سره ترلاسه او ټول غوښتل شوي معلومات په صحيح دقیق ډول خانه پُري کړئ، د دندې غوښتنلیک فورم څخه  پرته تاسې د شارټ په پروسه کې نه شاملیږئ

https://www.acbar.org/Document/5745717393.pdf

Submission Email:

jobs@spingharuniversity.edu.af





 

Similar Jobs