Position Title: واکسیناتور (صرف د هلمند ولایت اوسیدونکي ثبت نام کولی شي)
Activation Date: 23 April, 2025 Announced Date: 23 April, 2025 Expire Date: 30 April, 2025
- Job Location: Helmand
- Nationality: National
- Category: Health Care
- Employment Type: Full Time
- Salary: As per organization salary scale
- Vacancy Number: OPHCD-HR-2025-008
- No. Of Jobs: 3
- City: Lashkargah
- Organization: OPHCD
- Years of Experience: یو کال
- Contract Duration: 8 Months
- Gender: Male
- Education: لږ تر لږه د دولسم ټولګی څخه فارغ وی او یا هم د واکسین دری میاشتنی ټریننګ فراغت سند ولري
- Close date: 2025-04-30
About OPHCD:
د مؤ،سسې په اړه:
د روغتیادارتقأ او ټولنې پرمختیا موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی په ۲۰۱۷ کې تآسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۷۶۲ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجسټر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او ACBAR غړیتوب لري. OPHCD د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، WASH، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي.
Job Description:
د روغتیایي مرکز د پوښښ په ساحه کی ټولو د هدف وړ ماشومانو او ښځو ته د EPI او BPHS پالیسيو سره سم د واکسیناسیون خدمتونه وړاندی کول.
د واکسینو د ضیاع څخه د مخنیوی په موخه د عامی روغتیا وزارت او یونیسف د پروتوکولونو سره سم د واکسینو د سوړ زنځیر سیسټم اداره کول.
د NIDs پر مهال د پولیو واکسینو د ملی کمپاینونو کی همکاری، فعال ملاتړ او روغتیایی مرکز کی د واکسینو د ثابت مرکز فعال ساتل.
ناروغانو، کورنۍ او ټولنې ته د واکسین کولو او د روغتیا په اړوندو برخو کې مشوره او عامه پوهاوی ورکول.
د طبي، قابله ګۍ او نرسنګ زده کونکو او ټولو مسلکي کارمندانو سره د دوی د دندې اړتیاو په اړه پوهه او مهارتونه شریکول.
محدود، اداري دندې ترسره کول لکه د واکسینو د مراجعینو ثبت کول، د فعالیتونو راپور ورکول، د کلینیک او د هغه اړوند تآسیساتو او وسایلو ساتل او مدیریت او د کلینیک د پرسونل او ټولنې په کچه د واکسینو په رابطه د ځانګړو تعلیمي یا پوهاوي پروګرامونو همغږي کول.
د اړتيا په وخت کی ټولنی ته ځانګړی مرستې سرته رسول.
د خپلې پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره په ورکشاپونو اوميټينګونو کى برخه اخيستل.
د روغتيايي مرکز د کارکونکو د پوهی او مهارتونو د لوړولو په خاطر د هغوی سره خپله پوهه او تجربی شریکول او د همدی موخی لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزو مجلسونو کی اشتراک کول.
د انتان (ميکروب) د خپريدو د مخنيوي لپاره د مختلفو لارو چارو په کار اچول او څارل.
هر هغه ستونزه چې د خدماتو وړاندې کولو یا د پروګرام اهدافو په ترلاسه کولو کې مانع واقع کیږی سمدستي د روغتیایی مرکز امر او دفتر سره د حل لاری د موندلو په موخه شریکول.
د معلوماتو د شریکولو او د پروګرام د پرمختګ په اړه د بحث لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزه غونډه کې ګډون کول.
دخپل مستقیم امر لخوا د دندې اړوند یو شمیر نورو اړینو فعالیتونو ترسره کول.
Job Requirements:
تعلیمی کچه، کاری تجربه وړتیا او مهارتونه:
د افغانستان تابعیت ولري.
لږ تر لږه د دولسم ټولګی څخه فارغ وی او یا هم د واکسین دری میاشتنی ټریننګ فراغت سند ولري.
په کلینیک کی د واکسین برخه کی د يو کال کاري تجربه ولری.
په محلي ژبو پښتو او دری باندی روانی خبری وکړای شی.
د مهربان او دوستانه شخصیت درلودل او د کار لپاره کافي روغتیا او ځواک.
د بایسکل یا موټرسایکل کارولو وړتیا ولری او په کلینیک کی د کار کولو لپاره کافي مهارتونه ولری.
د هلمند ولایت اوسېدونکو ته ترجیح ورکول کېږي
Submission Guideline:
له شرايطو سره سم وړ کسان څخه غوښتنه کېږي چې خپل غوښتنلیکونه او سي وي د هلمند ولاتی دفتر ته واستوي.
د دفتر ادرس: ناصری چوک، ۱۱ نمبر کور، لشکرګاه هلمند افغانستان
Submission Email:
NA
