Position Title: قابله

Activation Date: 05 June, 2025   Announced Date: 05 June, 2025   Expire Date: 12 June, 2025

  • Job Location: Helmand
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: Based on OPHCD Salary Scale
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-2025-018
  • No. Of Jobs: 2
  • City: ګرشک او مارجه
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: • لږ تر لږه په یوه کلینیک کې د 2 کلونو کاري تجربه ولری.
  • Contract Duration: ۷ میاشتی
  • Gender: Female
  • Education: • د صحي علومو انستیتیوت، قابله ګی څانګې او یا د ټولنی د قابلګۍ پرواګرام څخه فارغه شوې وې.
  • Close date: 2025-06-12
 

About OPHCD:

:د موسسې په اړه

د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د 1125 شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. د ارتقاء صحت او انکشاف جامعه موسسه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي.

Job Description:

:مسؤليتونه

  • د بی پی ایچ اس د رهنمود مطابق د زیږون وړتیا لرونکو (سی بی ای) امیندواره او شیدی ورکونکو میندو ته د مور او ماشوم اړین بنسټیز روغتیایی خدمتونه وړاندی کول.
  • په ټاکلي رسمي وخت کښی په روغتيايي مرکز کې کار کول.
  • د امیندواری په دوران کښی، مخکې له ولادت څخه، د ولادت په وخت کښی او د ولادت څخه وروسته ميندو ته روغتیایی خدمات وړاندی کول، د صحت اړوند یی ورته لارښونې کول او د مور او ماشوم سره مرسته کول.
  • د خوندي (محفوظ) امیندوارۍ او ولادت په اړه ميندو ته معلومات ورکول.  
  • میندوته د شيدو ورکولو د ګټو او د اوسپنې لرونکو خوړو په اړه د معلوماتو بيانول.
  • د روغتيايي مرکز د آمر د غوښتنې سره سم د بيړنيو ناروغانو ليدنه.
  • په روغتیایي مرکز کي د مصؤن زیږون ورکول.
  • په روغتیايي مرکز کي د شپي لخوا د زیږونونو ترسره کول
  • د اړتيا په وخت کی ټولنی ته ځانګړی مرستې سرته رسول.
  • د خپلې پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره په ورکشاپونو اوميټينګونو کى برخه اخيستل.
  • د روغتيايي مرکز د کارکونکو د پوهی او مهارتونو د لوړولو په خاطر د هغوی سره خپله پوهه او تجربی شریکول.
  • د انتان (ميکروب) د خپريدو د مخنيوي لپاره د مختلفو لارو چارو په کار اچول او څارل.
  • د خپلو ټولو راپورونو جوړول او مستقيم امر ته سپارل.
  • د لا زياتو معلوماتو د حاصلولو او د کارکونکو د تخنیکی ظرفیت لوړونې په موخه په کلینیک کی اونيز او نورو اړینو غوندو کی برخه اخيستل.
  • د مياشتني او ربع وارو راپورونو  په شمول د کلینیک د مور او ماشوم د برخی د راپورونو جوړول او مستقيم امر ته سپارل.
  • د روغتيايي مرکز د ځينو اداري چارو سنبالول او د حاضري پابندي.
  • د یو شمیر اړونده نورو هغه دندو ترسره کول چې د روغتیايي مرکز دمسؤل او یا داړوند سوپروایزر لخوا ورته په ګوته کیږی

Job Requirements:

:تعلیمی کچه، کاری تجربه وړتیا او مهارتونه

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • د صحي علومو انستیتیوت، قابله ګی څانګې او یا د ټولنی د قابلګۍ پرواګرام څخه فارغه شوې وې.
  • لږ تر لږه په یوه کلینیک کې د 2 کلونو کاري تجربه ولری.
  • په محلي ژبو پښتو او دری کې مهارت ولری.
  • د مهربان او دوستانه شخصیت درلودل او د کار لپاره کافي روغتیا او ځواک

Submission Guideline:

:د بست لپاره درخواست تسلیمول

  • .نوټ:  د ښځینه روغتیايي پرسوونل لپاره د محرم شتون حتمي دي 
  • په شرائطو برابر کسان کولای شی چی خپل درخواست او اسناد دلاندې ذکر شوی ایمل ادرس له لاري ولیږی
  • ایمل ادرس: ophcd.hr@gmail.com
  • او هم کولای شۍ مستقیمآ یی په هلمند  ولایت  کې د OPHCD  ولایتی دفتر ته وسپارۍ.
  • .د ولایتی دفتر ادرسهلمند ولایت، لشکرګاه ښار، دویمه ناحیه، د سلطان محمود کور ته مخامخ، ۱۱ نمبر کور د  ارتقاء صحت او انکشاف جامعه ولایتی دفتر

Submission Email:

ophcd.hr@gmail.com





 

Similar Jobs