Position Title: MD داکتر
Activation Date: 15 June, 2025 Announced Date: 15 June, 2025 Expire Date: 18 June, 2025
- Job Location: Helmand
- Nationality: Afghan
- Category: Health Care
- Employment Type: Full Time
- Salary: Based on OPHCD Salary Scale
- Vacancy Number: OPHCD-HR-2025-020
- No. Of Jobs: 1
- City: ګرشک
- Organization: OPHCD
- Years of Experience: • د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري،
- Contract Duration: ۶ میاشتی
- Gender: Male
- Education: • په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي طب پوهنځي څخه فارغه شوي وي،
- Close date: 2025-06-18
About OPHCD:
:د موسسې په اړه
د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د 1125 شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لريد ارتقا صحت او انکشاف جامعه موسسه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه .کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي
Job Description:
:مسؤليتونه
- :لومړۍ موخه
- .د روغتیايي مرکز لخوا د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې لپاره د فعالیتونو کاري مهال ویش چمتو کول او د هغه څخه څارنه او تعقیبول
- د تصویب شوي پلان له مخې د روغتیايي کار کوونکو لپاره د ځانکړي پلان جوړول؛
- د روغتیايي مرکز لپاره د ساحو څځه د ورځنې څارنې لپاره د روغتیايي کارکوونکو تخنیکي ملاتړ کول ؛
- د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو په موخه د روغتیايي مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې څخه ډاډ تر لاسه کول؛
- د مراجعینو د بشپړ ریکارډ کولو څخه ډاډ تر لاسه کول ؛
- په قوي او ضعیفو برخو کي د روغتیايي مرکز کارمندانو ته منظم جامع لیکل شوي فیډبک چمتو کول؛
- هغه نیمګړتیاوي چې اصلاح ته اړتیا لري د حل په موخه يي کاري پلان چمتو کول؛
- د روغتیايي مرکز د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د اسانتیاوو برابرول؛
- د راپورونو تحلیل او تجزیه کول
- :دوهمه موخه
- .د ملی لارښودونو مطابق د پنځه کالو څخه د پورته نارینه او ښځینه مراجعنیو تشخیص او درملنه کول
- . د آی ام ان سی آی په اړه د ۵ کالو څخه ښکته ماشومانو ته د درملنې او مشورې خدمتونه چمتو کول
- د پنځه کالو څخه ښکته ماشومانو تشخیص او درملنه باید د تایید شویو لارښودونو پراساس ترسره شي؛
- د ناروغ ماشومانو بشپړه فزیکي معاینه ترسره کول؛
- د ناروغ ماشوم د تشخیص لپاره د مختلفو نښو او علایمو ارزونه ترسره کول؛
- د ناروغ لپاره مناسب درمل لیکل؛
- د مراجعینو نوي واقعات او دبیا راتګ واقعات په منظم ډول دلارښود په اساس ثبت او راجسټر کول
- دماشوم والدینو ته اړین پیغامونه په ځانګړي توګه د درملو کارولو په اړه ور کول؛
- داختلاطاتو درلودلو په صورت کې پرمختللو روغتیايي مرکزونو ته دماشومانو لیږل؛
- .ټول اړین معلومات ثبت او راجسټر کول
- :دریمه موخه
- :د اکمالاتو مدیریت
- د روغتیايي مرکز لپاره د طبي ،غیری طبی او خوارکې موادو برابرول ؛
- دپروتوکولونو سره سم ورځنۍ ،اونیزه او میاشتنۍ د موادو توزیع او څارنه ترسره کول؛
- دخوارکې توکو او نورو موادو څخه د سؤي استفادي په صورت کې خپل اړوند مسؤل ته خبر ورکول ؛
- د خپل مسؤل او لوجیستک سره د طبي تجهیزاتو او وسایلو په اړه همغږي کول؛
- .د روغتیايي مرکز د اکمالاتو او راپور ورکولو په اړه د مسؤل ډاډ تر لاسه کول
- :څلورمه موخه
- .د روغتیايي مرکز مدیریت او د کارمندانو ظرفیت لوړونه
- د روغتیايي مرکز لپاره د کاری پلان جوړول او څارل؛
- .د ټیم په منځ کې د هر کارمند لپاره د کار ویش (کاری پلان برابرول)
- د کارمندانو د کړنو نږدې تعقیب او کنټرول کول؛
- د اړتیا په صورت کې د داخلي ټیم غونډې ترسره کول؛
- د ټیم د غړو د نشتوالي په صورت کې، اداره کول چې څوک به کوم فعالیتونه په غاړه واخلي؛
- .د حفظ الصحې، نسخې او طبي څارنې په قواعدو کې د ټیم غړو وړتیا
- .د روغتیايي مرکز د کاري ظرفیت لوړونې په موخه د کارکوونکو دارزیابې ترسره کول
- :پنځمه موخه
- .راپور ورکول او اسناد
- د روغتیايي مرکز اسناد په منظم ډول فایل کول؛
- د ټولو راپورونو کراس چک کولو او نیمګړتیاووي يي اصلاح کول؛
- میاشتنې راپورونو ته معلومات راټول؛
- .د خپل کاري فعالیتونو په جریان کې د خپلو لاسته راوړنو په هکله معلومات راټولول
- :شپږمه موخه
- .د روغتیايي مرکز د فعالیتونو پلي کولو لپاره ډاډ ترلاسه کول چې ټول توکي او اسناد چمتو شوي
- .مخکې له دې چې روغتیايي مرکز پریږدئ ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول توکي او وسایل منظم دي
- .د ساحوی کارکوونکو په ځانګړي ډول د واکسیناتورانو د فعالیتونو څخه ډاډ تر لاسه کول
- ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان هره ورځ د راپور ورکولو ټول وسایل نوي کوي؛
- .ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان د ټولو اسنادو لپاره د ثبت کولو ښه سیسټم ساتي او کنه
- ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان (ورځني، اونیز او میاشتني) راپورونه د لارښود سره سم چمتو کوي؛
- .د روغتيايي مرکز د ځينو اداري چارو سنبالول او د حاضري پابندي
- .د یو شمیر اړونده نورو هغه دندو ترسره کول چې داړوند سوپروایزر لخوا ورته په ګوته کیږی
Job Requirements:
تعلیمی کچه، کاری تجربه وړتیا او مهارتونه:
- په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي طب پوهنځي څخه فارغه شوي وي
- دطب پوهنځی لپاره يي باید دایګزیټ امتحان ور کړي وی او نتایج يي په لاس ولری
- د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري
- د هلمند ولایت اوسیدونکي وي
مهارتونه او وړتیاووي
- په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل
- د روغتیايي مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت ولری؛
- د روانې روغتیا اړوندو مشورو ورکولو مهارتونو درلودل؛
- د روغتیایی مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنی مهارت درلودل
Submission Guideline:
:د بست لپاره درخواست تسلیمول
- نوټ: خپل اسناد کولاي شی د ایمیل له لاری دغه ایمیل ادرس ته واستوۍ
- ophcd.hr@gmail.com
- .او هم کولای شۍ مستقیمآ یی په هلمند ولایت کی د ارتقا صحت او انکشاف جامعه ولایتی دفتر ته وسپارۍ
- د ولایتی دفتر ادرس: هلمند ولایت، لشکرګاه ښار، دویمه ناحیه، د سلطان محمود کور ته مخامخ، ۱۱ نمبر کور د دارتقا صحت اوانکشاف جامعه موسسی ولایتی دفتر
Submission Email:
ophcd.hr@gmail.com
