Position Title: د علمي څېړنو آمر
Activation Date: 18 June, 2025 Announced Date: 18 June, 2025 Expire Date: 30 June, 2025
- Job Location: Nangarhar
- Nationality: Afghan
- Category: Education
- Employment Type: Full Time
- Salary: According to University Salary Scale
- Vacancy Number: HR - 96
- No. Of Jobs: 1
- City: Jalalabad
- Organization: Al-Taqwa University
- Years of Experience: Minimum 3 Years
- Contract Duration: Permanent with a 3 Months Probationary Period
- Gender: Male
- Education: Master. Ph.D. Will be preferred
- Close date: 2025-06-30
About Al-Taqwa University:
التقوی تعليمي او تحصيلي بنسټونه د ۳۰ ديرشو کلونو راپديخوا له هيواد څخه بهر او دننه فعاليت کوي؛ د دې علمي کورنۍ د پروګرامونو پيل ۳۰ ديرش کاله وړاندې په خيبر پښتونخوا کې د التقوی لېسې په نوم پيل او په تدريجي توګه يې انکشاف وکړ؛ چې بالاخره يې د الله تعالی جل جلاله د رضا د حاصلولو او خپلې ټولنې ته د واقعي خدمت په منظور ۲۵/۱۱/۱۳۹۰ ل نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه (التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې) په عنوان د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د لوړو زده کړو فعاليت جواز تر لاسه او ۱/۲/۱۳۹۱ ل نېټه عملاً فعاليت پيل کړ.
التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په ۰۹/۱/۱۴۰۳ ل نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه ملي بشپړ اکاډميک اعتبار کسب او د افغانستان په کچه يې د خصوصي پوهنتونونو په رديف کې يې په پنځو غوره پوهنتونونو يې قرار ونيو.
Job Description:
۱ - د څېړنې آمریت، څېړنې اصلي کمېټې او څېړنیز مرکز لپاره د ټاکل شویو کلنیو اهدافو (KPIs) پر بنسټ کلني عملیاتي پلانونه جوړول او د تایید لپاره یې د څېړنې اصلي کمېټې ته وړاندې کول
۲ - د څېړنې آمریت، څېړنې اصلي کمېټې او څېړنیز مرکز د تایید شویو کلنیو عملیاتي پلانونو د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه ترتیبول او د تایید لپاره یې معاونیت ته رسماً استول
۳ - د معاونیت سره په همغږۍ ، د نړیوال ژورنال د منشي په توګه د یاد ژورنال په چارو کې رغنډه رول ادا کول
۴ - د معاونیت په لارښونه د څېړنو اصلي کمېټې د منشي په توګه د یادې کمېټې د عادي او فوق العاده مجالسو داېرول او د مجلس پرېکړې د اړوندو برخو سره رسماً شریکول
۵ - د څېړنو اصلي کمېټې او څېړنو آمریت اړوند چارې د تضمین کیفیت او علمي اعتبار معیارونو پر بنسټ د ترتیب شوي چک لېست له مخې ترسره کول او مستندول
۶ - په پوهنتون کې د څېړنیزو پروژو او فعالیتونو د ښه تنظیم او ترسراوي لپاره د اغېزمنو او ګټورو طرزالعملونو،مقررو، او لوایحو څارنه او تطبیقول
۷ - په پوهنتون کې د څېړنیز فرهنګ د ودې او پرمختګ لپاره د استادانو او محصلینو د علمي اړتیا ارزونې سروې تحلیلي راپور پر بنسټ د څېړنو په برخه کې ځانګړی د ظرفیت لوړونې پلان چمتو کول او تطبیقول
۸ - د مؤسسې استادانو لخوا د پالیسي سازو څېړنو ترسره کولو په موخه د اړوندو سکتوري ریاستونو ، وزارتونو او نورو اداراتو څخه اړتیا ارزونه ترسره کول او په پاېله کې یې د کال د ترسره کیدونکو پالیسي سازو څېړنو لېست ټاکل
۹ - په مؤسسه کې د محصلینو لخوا ګروپي او انفرادي څېړنو ترسره کولو فرهنګ ته په دوامداره توګه وده او پرمختګ ورکول
۱۰ - د کال د ترسره کیدونو څېړنو لپاره د تعقیب Follow Up اکشن پلان جوړول او په هکله یې د معاونیت ته وخت په وخت راپور ورکول
۱۱ - د مؤسسې په ويبسايټ کې د ترسره شویو څېړنو ثبتول
۱۲ - اړوندو خواوو سره د کنفرانسونو او هم په مکتوبي ډول د ترسره شویو څېړنو شریکول
۱۳ - له پوهنځیو سره د دایرېدونکو ملي او نړیوالو علمي-څېړنیزو کنفرانسونو جزیات شریکول او ورته د مقالو لیکنې پروسې څارل او تعقیبول
۱۴ - په پو هنځيو کې د څېړنو فرعي کمېټو څخه د راپورونو تر لاسه کول او کتل او د نهايي تایید لپاره یې معاونیت ته سپارل
۱۵ - په محلي، ملي او نړیواله کچه د علمي څېړنیزو کنفرانسونو دایرولو کې د معاونیت او پوهنځيو سره رغنده ونډه اخېستل
۱۶ - د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودیجې پېژندل او د څېړنو او مجلې معاونیت ته وړاندیز کول
۱۷ - د مؤسسې په کچه څېړونکو او لیکوالانو سره لازمه همکاري کول او ورته علمي او څېړنېزی مشورې او لارښوونې کول
۱۸ - د آمریت اړوندو واحدونو له چارو او پلانونو تطبیق څخه څارنه او د هغوي ارزونه ترسره کول
۱۹ - د مؤسسې د ملي او نړیوال علمي-څېړنیز ژورنال چاپ ته کار کول او د اړوندو مدیریتونو په مرسته یې چارې ترسره کول
۲۰ - د پوهنځیو څېړنو فرعي کمیټو سره په همغږۍ د غوره ا او مبتکرو استادانو ، محصلانو او څېړونکو د غوره څېړنو او مونوګرافونو پېژندنه او د هغوي لپاره تشویقي برنامې جوړول
۲۱ - د لوړو زده کړو وزارت د تألیف، څېړنې او ژباړې ریاست اړوندو واحدونو سره د فعاله رسمي اړیکو ته کار کول او د هغوي رسمي لارښوونې او سپارښتنې عملي کول
۲۲ - د څېړنې د ودې او پرمختګ لپاره له معتبرو او نړیوالو پوهنتونونو، ژورنالونو او ډيټابیسونو سره د مؤسسې له خوا تړونونو د ترسره کولو او غړیتوب ترلاسه کولو لپاره کار کول
۲۳ - نورې هغه اړوندې چارې چې د مؤسسې رياست او څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د څېړنې آمريت ته سپارل کيږي، ترسره کول
Job Requirements:
التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه د څېړنې او علمي مجلو معاونیت په چوکاټ کې د علمي څېړنو آمر په دنده ګماري، چې د دوکتورا یا ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې ولري او د پښتو او دری تر څنګ په انګليسي ژبه بشپړ تسلط ولري.
Submission Guideline:
محترم نوماندان دې خپل تحصيلي اسناد او لنډې سوانح دې په لاندې ايميل ادرسونو راواستوئ او د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ
to.
cc
info@altaqwa.edu.af vc.research@altaqwa.edu.af
Contact Number: +93777323368
پوهنتون ادرس: جلال اباد، دويمه ناحيه، ګولای عربان، لغمان هډې ته څېرمه
Submission Email:
hr@altaqwa.edu.af - info@altaqwa.edu.af - vc.research@altaqwa.edu.af
