Position Title: فارمیسي ټکنېشن
Activation Date: 07 July, 2025 Announced Date: 07 July, 2025 Expire Date: 16 July, 2025
- Job Location: Nangarhar
- Nationality: Afghan
- Category: Pharmaceutical
- Employment Type: Full Time
- Salary: As per SMCH Salary Scale Base
- Vacancy Number: SIHE-HR-18
- No. Of Jobs: 1
- City: Jalalabad City, Nangarhar, Afghanistan
- Organization: Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital
- Years of Experience: په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله کاري تجربه
- Contract Duration: درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
- Gender: Male
- Education: (له فارمیسي څانګې څخه د فراغت تائید شوی سند ولري(حد اقل ۱۴ پاس
- Close date: 2025-07-16
About Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital:
:روغتون لنډه پېژندنه
سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون چې د هېواد په ختيځ کې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې تدريسي روغتون دی په کال ۱۳۸۸ کال کې په فعاليت پېل کړی دی او تر دې دمه يې د تېرې شوې مودې پرمهال په ګڼو برخو کې پراخ معالجوي او تدريسي فعاليتونه ترسره کړي دي
معلومه ده چې د طب په برخه کې د لوړو زده کړو یوه مؤسسه چې له کوم وخت نه فعاليت پېلوي نو اړتيا او اصولو ته په کتو لازمه ده چې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم پاملرنه ولري او د يوه روغتون شتون اړين بلل کېږي
اوس مهال ياد روغتون د عمومي داخلې، عمومي جراحي، کوچنيانو څانګې، نسايي ولادي،زړه/ قلبي څانګې، هیمو ډیلایزس څانګه، غاښونو څانګه، سترګو څانګه، غوږ پزې او ستونزې څانګه، انتاني، جدي مراقبت څانګه، عقلي عصبي څانګه، جلدي څانګه او هډوکو څانګې فعالې دي چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکټرانو په درلودلو سره د مُجهزو طبي وسايلو پرمټ د هر ډول ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه کوي
سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون له کلونو راهيسې د ښې سابقې او غوره نوم په درلودلو سره د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري چې د ولس شته باور به ساتي او تر ممکن حده به په بې پرې شکل معالجوي خدماتو وړاندې کېدو سربېره خپلو محصلينو ته د عملي تدريس لا منظم چاپيریال رامنځنته کوي
Job Description:
:د فارمیسي ټکنېشن د دندو لایحه
د عامي روغتيا وزارت د معياراتو سره سم په الماريو کې د درملو ساتل، تنظيمول ، ځاى پر ځاى او مصرفول
د فارمسي د خونې د مناسبى تهوئى او حرارت درجې يقينى کول
د فارمسي د خونى حفظ الصحه او د کثافاتو د مصؤنه ځاي په ځاي کولو څخه اطمينان تر لاسه کول
د درملو د تاريخ په منظمه توګه ليدنه او درې مياشتي مخکې د روغتون سرطبيب ته يې خبر ورکول
د درملو د موجوديت لېست اړوندو شعباتو ته په مياشتيني ډول ورکول
د درملو د خلاصيدو څخه لږ تر لږه درې ورځې مخکې د روغتون رئېس او سرطبيب ته خبر ورکول
په روغتون کې د موجوده دواګانو څخه د ټولو ډاکټرانو خبرول
د روغتون د عاجلو الماريو د پوره کېدو څخه اطمينان حاصلول
په مناسب وخت کي د فارمسي د ضرورت وړموادو پشنهاد کول
په ټولو ضروري مجالسو،ورکشاپونواو تريننګونوکې ګدون کول
د روغتيايي پرسونل تشويق د روغتون د اهدافو ترلاسه کولو لپاره
د اجرأتو او فعاليتونو کاري پلان جوړول
د روغتون سرطبابت ته د کاري راپور سپارل
په خپل وخت حاضري ورکول
د روغتون د اُصولو او قوانينو سره د اړونده آمر لخوا د سپارل شوو کارونو ترسره کول
Job Requirements:
:د ګمارنې شرایط
(له فارمیسي څانګې څخه د فراغت تائید شوی سند ولري (حد اقل ۱۴ پاس
فارمیسي څانګه کې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري
د فارمیسي له ډیټابیس سېستم سره بشپړه بلدتیا او پرې حاکم اوسي
دافغانستان تابیعت درلودونکی وي
د نوکریوالۍ بشپړه وړتیا ولري
Submission Guideline:
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون د فارمیسي څانګې لپاره یو فارمیسست بس لپاره په پورته شرایطو برابر شخص ته ضرورت لري. په شرایطو برابر نوماندان دې لاندې ذکر شوي اسناد له ۱۶/سرطان/۱۴۰۴ هـ ش نېټې څخه تر ۲۵/سرطان/۱۴۰۴هـ ش نېټې پورې په حضوري ډول د مؤسسې کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري
Submission Email:
jobs@spingharuniversity.edu.af, smch@spingharuniversity.edu.af
