Position Title: د سترګو ناروغیو متخصص

Activation Date: 07 July, 2025   Announced Date: 07 July, 2025   Expire Date: 19 July, 2025

  • Job Location: Nangarhar
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per SMCH Salary Scale Base
  • Vacancy Number: SIHE-HR-19
  • No. Of Jobs: 1
  • City: Jalalabad City, Nangarhar, Afghanistan
  • Organization: Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital
  • Years of Experience: په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله کاري تجربه
  • Contract Duration: درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
  • Gender: Male
  • Education: .په ام ډی تحصیلي دوره کې د نمراتو اوسط (۷۵) څخه کم نه وی او د عامې روغتیا یا لوړو زده کړو وزارت څخه د تخصص د فراغت تائید شوی سند ولري
  • Close date: 2025-07-19
 

About Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital:

:د روغتون لنډه پېژندنه

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون چې د هېواد په ختيځ کې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې تدريسي روغتون دی  په کال ۱۳۸۸ کال کې په فعاليت پېل کړی دی او تر دې دمه يې د تېرې شوې مودې پرمهال په ګڼو برخو کې پراخ معالجوي او تدريسي فعاليتونه ترسره کړي دي.

معلومه ده چې د طب په برخه کې د لوړو زده کړو یوه مؤسسه چې له کوم وخت نه فعاليت پېلوي نو اړتيا او اصولو ته په کتو لازمه ده چې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم پاملرنه ولري او د يوه روغتون شتون اړين بلل کېږي.

اوس مهال ياد روغتون د عمومي داخلې، عمومي جراحي، کوچنيانو څانګې، نسايي ولادي،زړه/ قلبي څانګې، هیمو ډیلایزس څانګه، غاښونو څانګه، سترګو څانګه، غوږ پزې او ستونزې څانګه، انتاني، جدي مراقبت څانګه، عقلي عصبي څانګه، جلدي څانګه او هډوکو څانګې فعالې دي چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکټرانو په درلودلو سره د مُجهزو طبي وسايلو پرمټ د هر ډول ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه  کوي.

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون له کلونو راهيسې د ښې سابقې او غوره نوم په درلودلو سره د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري چې د ولس شته باور به ساتي او تر  ممکن حده به په بې پرې شکل معالجوي خدماتو وړاندې کېدو سربېره خپلو محصلينو ته د عملي تدريس لا منظم چاپيریال رامنځنته کوي.

 

Job Description:

:د سترګو ناروغیو متخصص د دندو لایحه

د سترګې د  ناروغانو او پی ډی ترسره کول

سترګود عمليات کېدونکو ناروغانو ته د ټولو معايناتو پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم د سترګې جراحي ناروغانو لپاره د عملياتونو د دوسيو منظم پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم دسترګې جراحي ناروغانو لپاره د عمليات د پلان تعقيب

په وارډ کې د همکارانو تر منځ د سالم کاري محيط رامنځ ته کول

د درملنې پر مهال د عامي روغتيا وزارت ټول ستندردونه او معيارات په نظر کي نيول او عملي کول

د او پی ډی مياشتنى راپور جوړول

د پرسونل  مياشتنۍ غونډې کې برخه اخيستل

نوي پرسونل ته کاري لارښونې کول

په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول

د روغتون په روزنېزو کنفرانسونو کې برخه اخستل

د ستاژر محصلينوسره په ستاژ کې مرسته کول

د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويق کول

د روغتون د رسمي يونيفورم اچول

د ناروغانو سره ښه سلوک، احترام او رازساتنه

د روغتون د اُصولو او قوانينو سره د اړونده آمر لخوا د سپارل شوو کارونو ترسره کول

Job Requirements:

:د ګمارنې شرایط

 د عامې روغتیا  یا لوړو زده کړو وزارت څخه د تخصص د فراغت تائید شوی سند ولري

  د سترګو د هر راز ناروغیو په درملنه کې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري

په ام ډی تحصیلي دوره کې د نمراتو اوسط (۷۵) څخه کم نه وی

د محصلینو ته د نظري او عملي زده کړو د ورکړې تجربه ولري

دافغانستان تابیعت درلودونکی وي

کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي

Submission Guideline:

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون د سترګو  ناروغیو څانګې لپاره د یوه متخصص بست لپاره په پورته شرایطو برابر شخص ته ضرورت  لري.  په شرایطو برابر نوماندان دې لاندې ذکر شوي اسناد له ۱۶/سرطان/۱۴۰۴ هـ ش نېټې څخه تر ۲۸/سرطان/۱۴۰۴هـ ش نېټې پورې  په حضوري ډول کارکوونکو چارو آمریت  ته وسپاري.

Submission Email:

jobs@spingharuniversity.edu.af, smch@spingharuniversity.edu.af





 

Similar Jobs