Position Title: د محافظت، جنډر او شمولیت افیسر (زنانه)

Activation Date: 05 August, 2025   Announced Date: 05 August, 2025   Expire Date: 11 August, 2025

  • Job Location: Kabul
  • Nationality: Afghan
  • Category: Other
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: افغانۍ (55,000)
  • Vacancy Number: hr@0080
  • No. Of Jobs: 1
  • City: کابل
  • Organization: ARCS
  • Years of Experience: • د بشري يا پراختیایي شرایطو کی د خوندیتوب جندر برابري او ټول شموله توب اړوند لږ تر لږه 5 کاله کاري تجربه.
  • Contract Duration: قراردادی
  • Gender: Female
  • Education: • په حقوقو ، شرعیات؛ تولنیزو علومو د جندر مطالعاتو يا ورته برخو کې لیسانس درلودل.
  • Close date: 2025-08-11
 

About ARCS:

لومړی ځل په ۱۳۰۸ لمریز کال د مرکز امداد اولیه په نوم د افغاني سرې میاشتې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په ۱۳۱۱کال د محراب احمر او په ۱۳۳۴ کال یې د افغاني سرې مياشتې ټولنې په نوم د ۸۳یم غړي په توګه د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ، چې له تېرو ۹۶ کلونو را هیسې په هېواد کې د طبیعي او غیر طبيعي پېښو زیانمنو، اړمنو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، معلولینو، کډوالو، رواني ناروغانو، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو او بې وزله هېوادوالو ته بشرپال خدمتونه وړاندې کوي.

Job Description:

د دندي لنډيز:

د محافظت، جندر، او شمولیت افسر به د افغانستان د سرې مياشتې ټولني (ARCS) لپاره د یو افسر په حيث دنده ترسره کوي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چي د محافظت، جندر او شمولیت لږ تر لږه معيارونه د دې ټولني په ټولو پروګرامونو او عملياتو کي مدغم شي.

دا دنده د بشردوستانه،اصولو، د بحران او ناورین په شرایطو کې د محافظت مسایلو ژور درک ته اړتيا لري.

اساسي مسؤوليتونه:

د ARCS تخنیکي کارکوونکو ته لارښوونه - د محافظت جندر، او شمولیت (PGI) ستراتيژيو او لارښودونو د تطبيق نظارت او تخنیکي ټيم ته مشوره ورکول تر څو دا اصول په ورځنيو فعاليتونو کي پلې شي.

د PGI ارزونې ترسره کول: د متضررينو پر وړاندی د احتمالي ګواښونو، او د محافظت اړتیاوو د پیژندلو لپاره د محافظت جندر او شمولیت ارزونې ترسره کول.

د محافظت پر بنسټ مداخلې پراختیا او نظارت: داسې مداخلو ته پراختیا ورکول ترڅو د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو ځانګړو اړتياوو ته ځواب ووايي او ډاډ ترلاسه کول چې دا مداخلې مؤثري او مناسبې دي.

د ظرفیت لوړونه او روزنه:

د کارکوونکو او رضا کارانو روزنه او ملاتړ د محافظت جندر او شمولیت (PGI) په برخو کې د کارکوونکو او رضا کارانو لپاره روزنه چمتو کول، تر څو دوی وکولای شي دا اصول په خپلو فعاليتونو کې عملي كړي.

د جندر او شمولیت فرهنګ رواجول - ARCS په مرکزي دفتر، زونو او ساحوي دفترونو کې د جندر حساسیت او ټولشموله چاپېریال را منځته کولو ته وده ورکول، تر څو ټولنیز عدالت او د بشري حقونو درناوي ته ژمنتیا زیاته شي.

مشوره او همغږي:

د IFRC او ARCS د ټولني د ښکېلتيا (CEA) د تماس نقطو نږدې کول - د محافظت جندر، او شموليت معيارونو ادغام ته وده ورکول، تر څو ټولنې ته د برابر خدماتو وړاندې كول تضمين شي، پرته له دې چې د خلکو نژاد، جندر، یا قبيلې ته پام وشي.

په همغږۍ غونډو او کاري ډلو کې د IFRC استازیتوب د IFRC او ARCS د محافظت، جندر، او شمولیت اړوندو غونډو، کاري ډلو ، او همغږی ناستو کې فعاله ونډه اخيستل، د دغو موضوعاتو اهمیت روښانه کول، او د اغېزناکو پاليسيو او عملي اقداماتو ملاټر كول.

نظارت، ارزیابي، حساب ورکونه، او زده کړه (MEAL):

د MEAL چوکاټونو پراختیا او پلي کول د محافظت او جندر حساس مداخلو د مؤثريت د ارزونې لپاره د څارنې ،ارزونې، حساب ورکونې، او زده کړې (MEAL) پلان طرحه کول او عملي کول.

متضرره خلکو ته حساب ورکونه د ګډون پر بنسټ تګلارې او د نظرياتو ترلاسه کولو میکانیزمونه را منځته کول، ترڅو د زیان منونکو و ګړو شکایتونو ته ځواب وويل شي او د هغوی اړتیاوې په پروګرامونو کې منعکس شي.

ساحوي نظارت او ارزونې سفرونه - د PGI پروګرامونو د تطبيق ارزولو لپاره منظمه ساحوي څارنه او د متضرره خلکو نظریات را ټولول، په ځانګرې توګه د ښځینه او معلولو کسانو څخه، تر څود پروګرامونو کيفيت لوړ شي او اړتيا ته په کتو اصلاحات وشي.

اسناد او راپور ورکول :

د خوندیتوب، جندر، او شمولیت اړوند غوره تجربې ، زده کړې درسونه او د محافظت اړوند قصو مستند کول او ساتل د جندر دیپارتمینټ، تمویلونکو، او داخلی اړتیاوو لپاره پر خپل وخت او د لوړ کیفیت راپورونه چمتو کړي.

 

 

 

 

Job Requirements:

وړتياوي:

  • په حقوقو ، شرعیات؛ تولنیزو علومو د جندر مطالعاتو يا ورته برخو کې لیسانس درلودل.
  • د بشري يا پراختیایي شرایطو کی د خوندیتوب جندر برابري او ټول شموله توب اړوند لږ تر لږه 5 کاله کاري تجربه.
  • د بشري حقونو معيارونو، جندر، او خونديتوب اصولو قوي درک په برخو کي تجربه.
  • د څارنې او ارزونی (Assessments) په برخو کې تجربه.
  • په مختلفو چاپیریالونو، شریکانو او ټیمونو سره کاري تجربه.
  • غوره تحلیلي ، اړیکو نیول ، او بین الفردي  مهارتونه.
  • په انګليسي ،پښتو او دري ژبو رواني خبرې او لیکلو توانایي.

غوره وړتیاوې:

  • له افغاني سری میاشتی (ARCS) ، غير دولتي سازمانونو (NGOs) ، يا نړیوالو ادارو سره د کار تجربه ډېره مطلوبه ده.
  • PGI (خوندیتوب، جندر، او شمولیت) مفاهيمو سره بلدتيا.
  • د معلوماتو مدیریت او تحلیل لپاره د اړوندو سافتویرونو د کارونې پوهه.

Submission Guideline:

ګرانو کاندیدانو! د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل ادرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین اونا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

د اړیکې شمېره: ‪

0708623185

Submission Email:

hr@arcs.af





 

Similar Jobs